جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهروغتیا نړیوال سازمان: نن په ۶ نورو ولایتونو کې د پولیو پر...

روغتیا نړیوال سازمان: نن په ۶ نورو ولایتونو کې د پولیو پر وړاندې واکسین پيلوو

تاند: (دوشنبه، د وږي ۶ مه ) د روغتيا نړيوال سازمان د افغانستان په ۶ ولایتونو کې نن د پولیو پر وړاندې د واکسین د سرته رسولو خبر ورکړی.

دغه سازمان ویلي، چې د پوليو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین به نن د شمال په پنځو ولايتونو او په سوېل کې په يو ولايت کې پيل شي.

یاد شوي سازمان ویلي، چې خلک باید له واکسیناتورانو سره مرسته وکړي او خپل ماشومان واکسین کړي.

په ټولیز ډول ویل کیږي چې د روان کمپاین په ترسره شوي او ترسره کیدونکي پړاو کې به ۱۱ میلیونه کسان واکسین شي.

روان کال په افغانستان کې د پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې ټول په ختیځ ولایت ننګرهار کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...