جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهایراني رسنۍ: طالبانو خوشې کړی ایرانی خبریال له افغانستانه وتو ته نه...

ایراني رسنۍ: طالبانو خوشې کړی ایرانی خبریال له افغانستانه وتو ته نه پرېږدي

تاند: (دوشنبه، د وږي ۶ مه )  د ایران مهر خبري اژانس ویلي، چې د طالبانو رژيم په کابل نړیوال هوایي ډګر کې نیولی اوبیرته خوشې کړی ایرانی خبریال حسین ولایتي له افغانستانه وتو ته نه دی پرېښی.

سرچینې ویلي، چې دغه خبریال په کابل کې د ایران سفارت ته سپارل شوی، خو له افغانستانه د وتو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د ایران د تسنیم اژانس دغه خبریال تېره اونۍ په کابل هوایي ډګر کې طالبانو نیولی و.

ویل کیږي، چې نوموړی په ناقانونه ډول افغانستان ته راغلی و او د لسو ورځو له تېرولو وروسته له هېواده د وتو پر مهال نیول شوی و.

د نوموړي خوشې کیدل او د ایران سفارت ته سپارل طالب ویاندویانو تایید کړي، خو نور جزییات یې په اړه نه دي ورکړي.

د هغه له خوشې کیدو وروسته د ایران او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو په دې اړه ټلیفوني خبرې هم کړي، خو معلومه نه ده چې طالبانو ولې هغه ته له افغانستانه د وتو اجازه نه ده ورکړې.

پر طالبانو یو شمېر افغان فعالانو نیوکه کړې، چې شاوخوا لس افغان خبریال او ګڼ نور تعلیمي او مدني فعالان له کوم څرګند دلیل پرته په زندان کې ساتي، خو هېواد ته په ناقانونه ډول راغلی ایرانی خبریال ژر بیرته خوشې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب