جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ازبکستان د ترانسپورت وزیر تورخم ته سفر کړی

د ازبکستان د ترانسپورت وزیر تورخم ته سفر کړی

تاند: (یکشنبه، د وږي ۵ مه )  د ازبکستان د ترانسپورت وزیر الهام محکوموف له خپل طالب سیال حمیدالله اخندزاده سره، تورخم ته د هوا له لارې سفر کړی.

طالب چارواکو  ویلي، چې دغه پلاوي تورخم بندر د ټرانزیټ لپاره یوه مهمه او اساسي لار یاده کړه او ویې ویل، هڅه کوي چې د افغانستان ټرانزيټ او ملي اقتصاد ته وده ورکړي، څو په دغه برخه کې ځان بسیاینې ته ورسیږي.

د ازبکستان ترانسپورټ وزیر دا هم وویل، چې جنوبي اسیا د مرکزي اسیا سره د افغانستان له لارې نښلولو سره به د افغانستان ملي اقتصاد ډېره پراختیا پیدا کړي، چې ورسره به موږ دلته لس زره افغانانو ته د کار زمینه هم برابره کړو.

د دغه سفر په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

په وروستیو کې ازبکستان د افغانستان له لارې جنوبي اسیا سره د خپل ترانزیتي اتصال هڅې چټکې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب