جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمجاهد د داعش د پياوړتیا په اړه د امنیت شورا راپور رد...

مجاهد د داعش د پياوړتیا په اړه د امنیت شورا راپور رد کړ

تاند: (یکشنبه، د وږي ۵ مه )  د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د داعش د پياوړتیا او د غړو د شمېر زیاتیدو په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور رد کړ.

نوموړي پر خپله اېکس شبکه يا پخوانۍ ټوېټر پاڼه لیکلي:”په تېرو دوو کلونو کې افغان امنیتي ځواکونو د ناقانونه وسلو او داعش پر ضد په سلهاوو مستقل عملیات کړي، چې په پایله کې یې هم وسلې او مهمات نیول شوي او هم د داعش عملیاتي وړتیاوې له‌منځه وړل شوې دي. “

د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د جمعې په ورځ په نړۍ؛ په ځانګړي ډول په افغانستان او عراق کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه ځانګړې غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویلادیمیر وورونکوف امنیت شورا ته خپل راپور کې وویل، په افغانستان کې د داعش ډلې وړتیاوې، فعالیتونه او بریدونه ډېر شوي دي.

په دې راپور کې په افغانستان کې د داعش د وسله‌والو او د هغوی د کورنیو شمېر له ۴ زرو تر ۶ زرو کسانو ښودل شوی او تر خوا یې سیمې او نړۍ ته د هغوی د ګواښ د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب