جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبغلان: ترافیکي پېښه کې ۶ تنه مړه او ۳ نور ټپيان...

بغلان: ترافیکي پېښه کې ۶ تنه مړه او ۳ نور ټپيان دي

تاند: (یکشنبه، د وږي ۵ مه ) د بغلان په اندراب ولسوالۍ کې د  ترافیکي پېښې له امله نن ۶ تنه مړه شوي او ۳ نور ټپيان دي.

ځایي سرچینو ویلي، چې دا پېښه نن سهار وخته د بنو اندراب- بغلان پر لویه لاره سېند ته د یوه موټر د غورځيدو له امله رامنځته شوې ده.

د طالبانو ځایي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې ترافیکي پېښې او د موټر چلوونکو بې احتیاطي په افغانستان کې له جګړې وروسته د زیاتې مرګ ژوبلې اصلي دلیل بلل کیده.

اوس ګومان کیږي، چې د طالبانو د جګړې له دریدو سره به تر ټولو زیاته مرګ ژوبله، د ترافیکي پېښوله امله افغانانو ته اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب