شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهیوې افغانې پېغلې په اسلام اباد کې ځان وژلی

یوې افغانې پېغلې په اسلام اباد کې ځان وژلی

خبریال: راحت زیارمل

(اسلام اباد – د سنبلې ۸ مه) یوې افغانې کډوالې نن سهار وختي په اسلام اباد کې له پنځم منزل نه ځان راغورځولی او وژل شوې ده.

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا مرستیاله ثریا صبیر وايي چې یادې نجلۍ له اوږدې ناهیلۍ او انتظار وروسته ځان وژلی دی.

اغلې صبیر وايي: “نن سهار دوه نیمې بجې د مریم سادات په نامه دې نجلۍ د ودانۍ له پنځم پوړه ځان راغورځولی او ځانوژنه یې کړې”. مېرمن صبیر وايي چې ځوانیمرګه مریم سادات د بلخ ولایت اوسېدونکې وه چې ٢٥ کاله عمر یې درلود، زده کړې یې کړې وې او له یوه کال زیات وشول چې په پاکستان کې د امریکا د کډوالۍ د P2 کیس لپاره یې له خپلې ٧ کسیزې کورنۍ (مور، پلار او خویندو ورونو) سره یوځای د انتظار شپې سبا کولې.

د افغان کډوالو د شورا مرستیاله وايي چې ځوانیمرګې سادات د ملګروملتونو د کډوالو له عالي کمیشنرۍ سره هم د کډوالۍ قضیه ثبت کړې وه او دوه ځله یې انټرویو هم شوې وه.

اغلې صبیر وايي: “په پاکستان کې ډېری افغانان د کډوالۍ د قضیو د ځنډېدو او زیات وخت تېرېدو له امله له ناهیلۍ او رواني ستونزو سره مخ دي، موږ له ملګرو ملتونو او مهاجر منونکو هېوادونو هیله لرو چې د افغان مهاجرینو د مهاجرت قضیو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په کارونو کې چټکوالی راولي، کنه نو موږ به له نورو بدو عواقبو سره هم مخ شو”.

په تېرو شاوخوا ٣ میاشتو کې دا دريېمه افغان کډواله ده چې د مهاجرت د قضیې د ناهیلۍ له امله ځانوژنه کوي. له دې پېښې وړاندې دوو افغان ځوانانو (ذکریا بلوچ او صیام) هم د کډوالۍ په قضیو کې د ناهیلي کېدو له امله ځانوژنې کړې وې.

د ناتاييد شوو شمېرو له مخې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته  ميليونه افغانان ګاونډيو هېودونو او لويديځ ته کډه شول، چې د هغو یثوه لویه برخه پاکستان ته کډه شوي دي. د کډوالۍ په دغه اوږده مزل کې تر اوسه سلګونه افغان ځوانان په لارو، سمندرونو او د پوليسو په زندانونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

2 COMMENTS

  1. دا چټلستان سره د چټل خمینی ایران د افغانانو تهدابی دوښمنان دی ، دی مضرو زهرناکو ګاونډیو د خونخوار شوروی یرغل وخت کښی افغان مهاجرین د افغان ملت تباهی لپاره روزلی او کومو مهاجرینو چی افغانی اصلیت ئی له لاسه نه ورکاوه هغوی ته ئی همیش په مهاجرت کښی خنډونه پیداکړیدی !!!
    اصیل افغانان باید حتمی ددی مضرو ګاونډیو له خواکم اصله روزل شوی افغان ګوډګیان له مینځه یوسی !!!!!

    ددی غیرتی اصیلی میرمنی ځان وژنی د افغانانو لپاره ددی مضرو زهرناکو ګاونډیو او ددوی روزل شوو ګوډګیانو پر ضد ناستومانه دوامدار مبارزه حتمی او ضروری دی !!!!

  2. ٩٠% مهاجرین چی د پاکستان څخه د افغان مهاجرو په نامه اروپا ته راستول کیږي هغه پاکستاني پښتانه او د بلوچیستان هزاره ګان دي چی خپله د آیی اِس آیی او د پاکستان د پوځ غړي دی او یا د هغوی د کورنیو غړي او خپلوان دي. دا لړۍ له ١٩٨٠ یمو کلونو راپیل شوي وه چی اوس په ډیر سرعت او شدت سره روانه ده.
    اروپایی هیوادونه د شفافیت د پاره باید د ټولو پخوانیو او اوسنیو مهاجرینو په اسنادو کي له سره خو دقیق، جدي او د خپلو استخباراتو په مټو او مرسته کتنه، غور او تجدید نظر وکړي، چي وینه د افغانانو تویږي او حق یی وینه تویونکي خوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب