شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهله افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون پخوانیو چارواکو ته د مصونیت...

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون پخوانیو چارواکو ته د مصونیت کارتونه ویشي

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۸ مه) له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د حکومت د تماس کمیسیون وايي چې د پخواني حکومت یو شمېر شخصیتونو، د ملي شورا غړیو او پوځي صاحب منصبانو په تېره بیا جنرالانو ته یې د خوندیتوب کارتونه ورکړي دي.

د دغه کمیسیون د دارالانشا رييس مولوي ذاکر په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«اسلامي امارت هڅه کوي چې پخوانیو سیاسي شخصیتونو ته چې په هیواد کې پاتې دي، د ژوند خوندي شرایط برابر کړي.»

مولوي ذاکر ویلي، له افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون د نوې کړنلارې پر اساس، پخوانیو سیاسي شخصیتونو ته د مصونیت کارتونه ورکول کېږي او پر هغو پخوانیو چارواکو سربېره چې له بهره راځي په هیواد کې پاتې پخواني چارواکي هم دا ډول کارتونه ترلاسه کولی شي.

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د حکومت د تماس کمیسیون دا اعلان وروسته له دې وکړ چې تېره اووني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما په یوه راپور کې وویل چې د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه د روان کال د جون تر ۳۰مې نېټې پورې د بشري حقونو د سرغړونو لتر ۸۰۰ څخه زیاتې پېښې ثبت شوي چې د پخواني حکومت د کارکوونکو او امنیتي ځواکونو غیر قانوني وژنې، په خپل سر نیونې، ربړونې، ناوړه چلندونه او ګواښونه په کې شامل دي.

په دغه راپور کې چې د پخواني حکومت د وسله‌والو ځواکونو د کارکوونکو او غړو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونې’ په نوم خپور شوی، ویل شوي چې د پخواني حکومت د امنیتي چارواکو او ځواکونو د غیر قانوني وژنو ۲۱۸ پېښې ثبت شوې دي چې د یوناما په وینا، یو شمېر یې لومړی نیول شوي او بیا توقیف ځای ته له لېږدولو وروسته وژل شوي او یو شمېر نور یې نامعلومو ځایونو کې وژل شوي دي.

خو د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد بيا د يوناما راپور له حقيقته لرې وباله او ویې ویل چې د غچ اخيستنې ځينې شخصي او نامعلومې قضيې د حکومت د اړوندو اورګانونو له خوا په جدي توګه څېړل شوي، چې شمېر يې محدود دى.

په همدې حال کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په لومړیو میاشتو کې په ځانګړي ډول په کندهار ولایت کې د غچ اخیستو په نیت یو شمېر کسان ووژل شول خو سږ کال د دې ډول وژنو راپورونه نه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب