شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد عمران خان مدافع وکیل: خان د یوې بلې قضیې لپاره دوه...

د عمران خان مدافع وکیل: خان د یوې بلې قضیې لپاره دوه اونۍ نور هم زندان کې ساتل کیږي

تاند: (چار شنبه، د وږي ۸ مه )  د پاکستان د مخکیني صدراعظم عمران خان مدافع وکیل سلمان صفدر ویلي، چې د هغه د خوشې کیدو د پریکړې باوجود په پام کې ده، چې موکل یې د یوې بلې قضیې لپاره دوه اونۍ نور هم زندان کې وساتل شي.

د اسلام اباد یوې محکمې پرون پریکړه وکړه، چې خان دې له بنده خوشې شي.

خان تورن دی، چې د دندې پر مهال یې له ترلاسه کړو ډالیو ناوړه استفاده کړې، خو هغه داسې تورونه رد کړي.

اوس يې مدافع وکیل ویلي، چې هغه د یوه دولتي سند د افشا کولو په قضیه کې دوه اونۍ نور هم زندان کې ساتل کې ساتل کیږي.

عمران خان په داسې مهال د اټک په زندان کې بندي ساتل شوی، چې پاکستان ټاکنې په مخکې لري او نوموړی د واکمن ایتلافي حکومت تر ټولو لوی ټاکنیز خنډ اټکلیږي.

مخکې خان په سیاست کې له ګډونه منع شوی و، خو نه ده معلومه چې که زر را خوشې شي په ټاکنوکې به ګډون وکړی شي کنه؟

د عمران خان خلاف د پاکستان دودیز سیاسي ګوندونه او د پوځ او استخباراتو یو شمېر مشران یو شوي، خو هغه له دې سره په پوځ او قضایه قوه کې د پام وړ ملاتړي هم لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب