شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد طالبانو مشر سترې محکمې ته امر وکړ چې د قبالو وېش...

د طالبانو مشر سترې محکمې ته امر وکړ چې د قبالو وېش پیل کړي

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۸ مه) د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده سترې محکمې ته لارښوونه وکړه چې د قبالو وېش پیل کړي.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د قبالو وېش ځنډېدلی و.

خو سترې محکمې نن په یوه خبرپاڼه کې، چې پر خپله ایکسپاڼه یې هم خپره کړې ده، ویلي چې ملا هبت الله اخوندزاده د سترې محکمې له ريیس او قاضۍ القضات شیخ عبدالحکیم حقاني، د کرنې او اوبو لګولو سرپرست وزیر عطاالله عمري او یو شمېر نورو چارواکو سره په کتنه کې هغوی ته لارښوونه وکړه چې ستره محکمه دې د قبالو د وېش بهیر پیل کړي.

ده وویل:«دا چې له وخته په افغانستان کې قبالې محاکم ورکوي او په کاغذي بڼه یې ورکوي نو اوس دې هم ستره محکمه د قبالو توزیع شروع کړي او په کاغذي بڼه دې په هغه ورقه باندې ورکوي چې د سترې محکمې له خوا ورته جوړه شوې ده.»

ده په عین حال کې ویلي چې د برېښنايي قبالو ورکړه دې تر هغه وخته ځنډېدلې وي چې د ټولو ولایتونو لپاره برېښنايي سیستم جوړ شي خو که چا غوښتل کولی به شي چې خپله کاغذي قباله پر برېښنايي هغې واړوي.

قبالې به اوس یوازې په پلازمېنه او د ولایتونو په مرکزونو کې وېشل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب