شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ۲ سوه زرو کسانو په ګډون کمپاین؛ افغانستان کې د بشري...

د ۲ سوه زرو کسانو په ګډون کمپاین؛ افغانستان کې د بشري حقونو نقض پای ته ورسوئ

تاند: (چار شنبه، د وږي ۸ مه )  نږدې دوه سوه زره افغانانو په یوه انلاین کمپاین کې، چې سمبالښت یې د بښنې نړیوال سازمان کړی، د لاسلیکونو له ورکولو سره په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض د پای ته رسیدو غوښتنه کړې ده.

په دغه کمپاین کې ادعا شوې، چې افغانستان د بشري حقونو د شدید نقض شاهد دی او د طالبانو واکمن رژيم د بشري حقونو د نقض په اړه له خپلو ژمنو سرغړونې کوي.

دغو کسانو ویلي، بشري حقونه د ټولو له لوریو نقضیږي، خو طالبان په ځانګړي ډول دا سرغړونې کوي او د پخواني حکومت منسوبین، خپل مخالفان، ښځینه فعالانې، خبریالان او نور مخکښ خلک ځپي.

په کمپاین کې غوښتنه شوې، چې نړیوال باید افغانستان کې د بشري حقونو د تامین لپاره لاس په کار شي.

د طالبانو رژیم ورته ادعاوې ردوي او ټینګار کوي، چې ټولو خلکو ته یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې حقونه ورکړي.

2 COMMENTS

  1. د طالبانو رژیم خو هر شی ردوي. دا هم وايي چې ۴۲ هیوادونه مو په ګونډو کړل، خو حقیقت دادی که یو کنډک ملي اردو ته مفسدو چارواکو د جنګ اجازه ورکړی وی نو اوس به طالبان په غرونو کې وی ځکه د طالب زور خلکو ته معلوم و. دا باید ومني چې افغانستان ورته ډالۍ شو په زور یې ندی نیولی.
    اوس ددوی فریضه ده چې خلکو ته کار او ډوډۍ برابره کړي خو طالب بیا دا هم ردوي او وایي چې کارونه هم شته او ډوډۍ هم مګر د طالب لپاره، ځکه خلک ورته انسانان نه ښکاري. زه نه پوهیږم دوی د کوم دین او عقیدې پیروان دي ځکه اسلام خو داسې ندی.

  2. دوی د پنجابی قدیانی چټل دین باندی عقیده لری لدی کبله دوی سره د افغان ملت ادنا ترین اهمیت نشته او پنجابی اي ایس اي چی کابل کښی د افغان ملت ځپلو لپاره هر هدایت ورکړی نو دا قدیانان غلامان د سپیو په شان په منډو غپا شروع کوی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب