دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپه چین کې د د ټرانس همالیا غونډه؛ ملا متقي له کوم...

په چین کې د د ټرانس همالیا غونډه؛ ملا متقي له کوم پيغام سره ورغلی؟

تاند:( چارشنبه، د میزان ۱۲مه) د  چین شي ژیانګ ایالت نن او سبا د نړیوالې همکارۍ لپاره د ټرانس همالیا فورم د درېیمې غونډې کوربه دی.

ویل کیږي، چې افغانستان به هم د دې غونډې له بحث کیدونکو موضوعاتو څخه وي.

په دې غونډه کې د ګډون لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی پرون چین ته رسیدلی.

له متقي سره په دغه پلاوي کې د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال او یو شمېر نور چارواکي ملتیا کوي.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې ملا متقي او طالب پلاوی د هغو اندېښنو د رفع کولو لپاره ورغلی، چې د سیمې یو شمېر هېوادونه یې له افغانستان څخه لري.

د ده په وینا، د غونډې اجنډا کوربه هېواد سره تړلی او دوی یې په اړه نور معلومات نه لري.

یو شمېر سیاسي څېرې بیا دغې غونډې ته په بېلابېلو نظرونو ګوري.

سیاسي کارپوه اسحاق اتمر باور لري، چې چین د نورو مسایلو ترڅنګ له دې غونډې په سیمه کې د خپلو اقتصادي پروګرامونو د ملاتړ تمه لري او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر یې د دې لپاره بللی، چې په دې برخه کې د دوی ممکنه او اړینې همکارۍ ځان سره ولري.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شینکۍ کړوخېل بیا په دې نظر ده، چې چین له سیمې څخه د امریکا له وتو سره هڅه کوي د هغه هېواد تشه ډکه او هم په افغانستان کې د مشروع نظام او پر کانونو د مسلکي کسانو له نه مسلط والي په استفادې دغه کانونه په ارزانه خپل کړي.

چینایي چارواکو او د غونډې نورو ګډونوالو د نننۍ غونډې د اجنډا او په مشخص ډول یې له افغانستان څخه د غوښتنو په تړاو څه نه دي ویلي.

چین تر دې مخکې کابل ته خپل نوی سفیر استولی و، چې هغه خپل باور لیک د طالبانو د رژیم رئیس الوزرا ملا حسن اخند ته وړاندې کړ.

دغه هېواد د طالبانو د ملاتړ تر څنګ وخت پر وخت له دوی غوښتي، چې د ښځو او نورو افغانانو حقونه تامین او ټول شموله حکومت رامنځنته کړي.

د طالبانو چارواکو بیا خپل رژیم ټول شموله ګڼلی او ادعا یې کړې، چې د ښځو په ګډون یې د ټولو افغانانو حقونه تامین کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب