Homeخبرونهد یوناما مشرې سره په لیدنه کې د عباس ستانکزي عمده غوښتنې

د یوناما مشرې سره په لیدنه کې د عباس ستانکزي عمده غوښتنې

تاند:( چارشنبه، د میزان ۱۲مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما دفتر مشرې مېرمن آتونبایوا  پرون د ځینو مسایلو په اړه سره لیدلي.

د طالبانو خبري سرچینو ویلي، چې د دغې لیدنې پر مهال ستانکزي له نوموړې غوښتي، چې نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره خپلې مرستې نه سیاسي کوي.

د هغه په وینا، د بشري مرستو تر څنګ دې نړیواله ټولنه د نیشه یي توکیو او ماینونو پر وړاندې مبارزه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هغه همدا شان ویلي، چې په نړیوالو غونډو او په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو په سازمان کې دې د افغانستان د استازیتوب څوکۍ د دوی رژیم ته ورکړل شي.

ویل شوي، چې د یوناما مشرې په ځینو برخو کې له افغانستان سره د مرستو او همکاریو د جلب په تړاو طالب چارواکي سره د خپلو هڅو جزییات شریک کړي.

معلومه نه ده، چې هغې له طالب چارواکو څه غوښتنې کړي.

د طالبانو د رژیم یادې غوښتنې په داسې حال کې دي، چې تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې( اوچا) په یوه راپور کې وویل: د روان کال په ترڅ کې یې تر ۱۱۳ مرسته رسوونکي کارمندان په افغانستان کې نیول شوي.

1 COMMENT

  1. د ملګرو ملتونو څوکۍ به هغه وخت افغانستان ته بېرته ورکړل شي ، چې ټالبان د دغه منشور اساسنامه او منشور ومني او پر هغه عمل وکړي .
    تعلیم د ټولو انسانانو طبیعي حق دی .
    د بیان آزادي د ټولو انسانانو طبیعي حق دی .
    ژوند د هر انسان طبیعي حق دی ، هېڅوک حق نه لري له بېګناه انسان نه دغه حقوق واخلي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...