Homeخبرونهیونیسف په نورستان کې د ۸ ښوونځیو ودانۍ بیا رغوي

یونیسف په نورستان کې د ۸ ښوونځیو ودانۍ بیا رغوي

تاند:( چارشنبه، د میزان ۱۲مه) د نورستان د پوهنې ریاست لپاره د طالبانو چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د یونیسف سازمان په مالي ملاتړ د ۳ میلیونو افغانیو په لګښت د ۸ ښوونځیو د ودانیو د بیارغولو چارې پيل شوې دي..

د یاد ولایت د پوهنې لپاره د طالبانو د رژیم رئیس مولوي تاج محمد مطمئن وویل، چې د مرکز په ګډون د یو شمېر ولسوالیو د ۸ ښوونځیو د ودانیو د بیا رغونې چارې د یونیسف سازمان په مالي ملاتړ د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو سره دوی د ښوونځیو پر ځای د مدرسو جوړولو ته زیاته مخه کړې او هم یې د عصري زده کړو یوه برخه مرکزونه په مدرسو بدل کړي.

یونیسف له هغو نړیوالو ادارو دی، چې لا هم د خپلې بودیجې یوه د پام وړ برخه د افغانستان د تعلیمي برخې پر پیاوړتیا مصرفوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...