دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپاکستاني پوليسو يو شمېر افغانان له نيولو وروسته وژلي

پاکستاني پوليسو يو شمېر افغانان له نيولو وروسته وژلي

خبريال: افغان اتل (اسلام اباد) په پاکستان کې د طالبانو سفارت وايي چې د پاکستاني پوليسو له لوري يو شمېر افغانان له نيولو وروسته په مرموز ډول وژل شوي دي.

د اکتوبر په ۳مه دغه سفارت په خپله رسمي ايکسپاڼه (پخواني ټويټر) کې معلومات ورکړي چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد پوليسو له لوري د دغه هېواد له نورو سيمو سربېره په مرکز اسلام اباد او راولپېنډۍ کې د افغانانو نيول او ځورول دوام لري.

د سفارت له خوا په خپاره شوو معلوماتو کې ويل شوي چې د تېرو دوو اونيو راهيسي د پاکستان ترهګرۍ ضد پوليسو په دغه هېواد کې د اوسېدونکو افغانانو خلاف عمليات پيل کړي چې ډېری يې د مهاجرت يا سفر قانوني اسناد لري.

د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي: «په اسلام آباد او شاوخوا سیمو کې چې اکثریت اسناد لرونکي کډوال پکې میشت دي؛ د هغوی پر استوګنځایونو ورځني او شپني عملیات ترسره کیږي چې تر دا مهاله زر تنه چې نیمايي یې د مهاجرت یا سفر اسناد هم لري؛ د سي ټي ډي پولیسو لخوا نیول شوي دي».

د خپاره شويو معلوماتو له مخې د اسلام اباد او راولپنډۍ په باره کهو، ترنول، مهر آبادي، ګولړه شریف، شمس کالونی، سبزي منډۍ، شهزاد ټاون، کهنه پل، پیشاورموړ، E-11 او داسي نورو سیمو کې د عملیاتو پرمهال څه کم زر تنه افغانان نیول شوي، چې له جملې یې ۴۸۵ تنه اسناد لرونکي وو.

د افغان کډوالو او مسافرينو د نيولو او ځورولو تر څنګ دا ځل په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په رسمي توګه د پاکستاني پوليسو له لوري د يو شمېر افغانانو د وژلو خبر ورکړی او نومونه يې خپاره کړي دي.

سفارت په ټولنيزه شبکه ايکس کې ليکلي: «په دې عملیاتو کې متاسفانه د ځورونو ترڅنګ د نامالومو وژنو پیښې هم رامنځته شوي دي، د بېلګې په ډول افغان کډوال فریدالله ولد غلام جیلاني په اسلام آباد کې، امان الله ولد ټکر، خان ولي ولد شیر محمد د راولپنډۍ شمس کالونۍ کې او درویش ولد عتیق الله اډیاله جیل کې لومړی د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي، له څه مودې لادرکۍ وروسته یې جسدونه په روغتون او یا نورو ځایونو کې موندل شوي دي».

د افغان کډوالو پر ضد دا ډول عملیات په سند ایالت خصوصاً کراچۍ ښار کې هم زور اخیستی چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمیر افغانان زندانونو ته اچول کیږي.

د پاکستان د نوي موقت حکومت لومړي وزير انوارالحق کاکړ څو اوونۍ وړاندې له رسنيو سره په خبرو کې ويلي وو چې دوی پلان لري چې شاوخوا يو ميليون افغانان بيرته خپل هېواد ته ډيپورټ کړي، خو د بشري حقونو فعالان وايي چې د پاکستان حکومت حق نه لري چې پرته له کومه معلوم جرم نه افغانان ونيسي او شکنجه کړي.

د بشري حقونو فعال او قانونپوه امين الله خان کنډي وايي: « د افغانستان کډوال په پاکستان کې د بهرنيانو چارو د قانون له مخې نه بلکې د ملګرو ملتونو د کډوالو د قانون له مخې ژوند کوي، پر دوی يوازې د پاکستان دننه اساسي قوانين عملي کېږي، د افغانانو په دې توګه شړل د ملګرو ملتونو د کډوالو د قانون، د پاکستان د اساسي قانون او د بشري حقونو نړيوال قانون خلاف عمل دی».

دا مهال په پاکستان کې درې ډوله افغانان اوسېږي، چې يو شمېر يې د مهاجرت اسناد لري، يو شمېر يې د مسافرت اسناد او يو شمېر تازه يې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ سره ثبت شوي دي چې لا د مهاجرت اسناد نه دي ورکړل شوي خو د پناه اخيستنې لومړني اسناد لري، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د قانون له مخې يې ټول په قانوني توګه دغلته د اوسېدونې او کار حق لري.

د پاکستان د پوليسو له لوري د افغانانو ځورونه نوې نه ده، خو دا ځل له ځورونې او نيولو سربېره د افغانانو مرموزو وژنو دغلته مېشت افغانان انديښمن کړي دي.

5 COMMENTS

  1. له درد نه مو مننه،
    خو ټولو ته ښکنځل دا هم يوه اخلاقي او تربيوي کمزورتيا ده.
    ښاغلی کرزی شل ځله لاړ او راغی، خو هېڅ يې تر لاسه نه کړل.
    همدغسې ولسمشر محمد اشرف غني درواخله چې د هغه په شتون کې همدې بهرنيانو د همدې پاکستان په غوښتنه د هغه حکومت ونړولو او له څه ډول بدو حالاتو سره موږ مخ شو.
    ايا ستا نه ياديږي چې د تېر پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله په وخت کې پوتين د هغه په شتون کې له رباني، مسعود او فهيم سره تړون لاسليک کړ او هماغه وخت يې له هغوی سره د هغه په پرځونه کې روسانو او پاکستان + نورو په ګټه لاس يو او د هغه حکومت يې ونړولو.
    موږ د خپلې ناپوهۍ او له سيمه ييز او نړيوال سياست سره هغسې اشنا نه يو چې تمه يې کيږي، بلکې له خپل کورني سياست سره هم اشنا نه يو. که وای، نو داسې لوبې به راباندې نه کېدې.
    احساساتو او ښکنځلو موږ ته هېڅکله ګټه نه ده کړې.
    موږ تل د نورو د سياستونو بلهاري شوي يو. ولسمشر محمد اشرف هم د نورو د سياست بلهاري شو. همداسې نور درواخله چې په تېر کې يې ډاکټر نجيب الله هم د خپلو دوستانو د همدغه ناولو سياستونو بلهاري شو او له ډاکټر محمد اشرف غني سره هم هوبه هو دغه لوبه وشوه چې د بين سيوان د مرکې له مخې له خپلو دوستانو له لاسه تش په ميدان پرېښوول شو او د همغوی له لورې مجبور شو چې ….
    دا نړيوال پېچلی سياست دی چې موږ په لوی لاس د ارواښاد امير الله خان دا په دې خوا تر اوسه له تعليمي اړخه او هم له نړيوالی ټولنې نه منزوي او څنګ ته پاتې شوي يو. ملا نه چې پرښتې هم ورته راشي دوی به تل همدغسې لوبه له موږ سره کوي.
    نړيوال ذهنيت زموږ په تړاو لا سم نه دی.

  2. دا ټولو افغانانو ته معلومه ده چې دا لومړي ځل نده چې افغان مهاجر راباسي دا خبره دا ۳۵ کاله روانه ده ترڅو نړیوال اقتصادي مرسته ورسره وکړي ځکه اقتصادي حالت یی خراب ده اوبل په اوس وخت يي کې دا خبره ځکه رسانیز کړه ترڅو خپلو سیاستوالو توجه د نرخونو له لوړوالی او خراب اقتصاد له خوا واړوي، ترڅو څه مودي یا وخت لپاره خپل د موقت حکومت کې د پښتون مشر په امر یا هدایت باندې ټول لر او بر پښتانه وځپي، همدارنګه افغانانو او نړیوالو ته داسې وښايي چې دوي (افغانان) فکر کوي مشرف یا نواز شریف پنجابیان وو زموږ سره ظلم وکړ مګر کاکړ خو پښتون ده مګر نړیوال او افغانان پدې پوهیږي چې پدې لوبه کې د تیر ۴۵ کلن جګړیز تاریخ ته په کتو دا پروژه د امریکا، برتانیی، ایران او اسرایلو په مرسته مخې ته ځي، ځکه برتانیه (انګریزان) دري (۳) ځلي د لر او بر پښتنو په لاس ماته خوړولی همدارنګه روسانو هم زیاته ماتي په پښتنو سیمو کې خوړلی او امریکا هم له پښتنو ماتي وخوړله چې اوس دواړه لاس یو کړي
    لدې پخوا هم پاکستان د امریکا، انګریز (پلار يي) فرانسی، سعودی عرب او ایران ورسره چین په مرسته افغانان وژلی ځکه دوی د افغان ولس تباهي غواړي مګر دا شکر ده چې ورځ د آخرت شته که اوس د پوښتني څوک نلرو خو خداي ج خو لرو (الحمدالله)

  3. اروپا ته چه دین یی عیسویت دی ، مسلمان د غیر قانونی مهاجر په حیث ورشی ، ظلم خو پریږده چه پری نه یی کوی ، بلمقابل ورته ډوډی ، ځای ، تعلیم او وکیل نیسی چه خپل مشکل او دعوا تعقیب کړی ، خو بیا د کاسه غړپ ملایانو په خوله د اسلام کلا د مسلمان مهاجر لپاره سور اور وګرځی ، تعجب ندی

  4. ANWARULHAQ KAKAR IS A PUNJABI MAZDOOR,
    HE IS IN THE CONTROL OF ISI.
    ANWAR ULHAQ KAKAR GET ORDER FROM NAWAZ SHAREEF PUNJABI,
    HE IS SOLDOUT PUKHTOON.
    DEATH ON ANWARULHAQ KAKAR

  5. PAKISTAN IS OUR ENEMY.
    WHY WE GOING TO PAKISTAN
    AGREE WITH TALIBS,OUR TALIBS ARE MUCH BETTER FROM PUNJABI
    NOW IN AFGHANISTAN LIFE IS NOT BAD, THINK ABOUT THE COUNTRY
    COME IN TO AFGHANISTAN

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب