سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهعباس ستانکزی ګاونډیو هېوادونو ته؛ راځئ چې اروپایي هېوادونو غوندې د ژوند...

عباس ستانکزی ګاونډیو هېوادونو ته؛ راځئ چې اروپایي هېوادونو غوندې د ژوند زمینه برابره کړو

 تاند:( چارشنبه، د میزان ۱۲مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي د افغانستان له خاورې د ګواښل کیدو په اړه یو ځل بیا د پاکستاني چارواکو ادعاوې رد او پر ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ، چې د اروپایي هېوادونو په شان له یو بل سره د ګډ سوله ییز او همکار ژوند زمینه برابره کړي.

ستانکزي په مشخص ډول د پاکستان نوم وانخېست، خو ټینګار یې وکړ چې پر سټېجونو د یو بل خلاف د نیوکو پر ځای باید په خبرو ستونزې حل شي.

هغه دا هم وویل، چې دوی د پاکستان او طالبانو ترمنځ یې د ستونزې د حل لپاره منځګړتوب او همکارۍ ته چمتو دي.

دغه طالب مقام وویل، چې که څوک ورسره د همکارۍ او دوستۍ یو قدم واخلي، د دوی رژیم به څو قدمونه واخلي.

هغه د ګرځندوی نړیوالې ورځې نمانځغونډې ته په خبرو کې دا هم وویل، چې افغانستان امن شوی، بهرني او کورني سېلانیان پکې ډاډه ګرځیدای شي.

نوموړي خپلو سیاسي مخالفینو ته هم وویل، چې د طالبانو غېږه ورته خلاصه ده او هېواد ته دې ستانه شي.

ښاغلي ستانکزي په نننۍ وینا کې د پاکستان لخوا د افغان کډوالو د نیونو او ځورونو په اړه، چې له پرون راهیسې یې ډېر شدت موندلی، څه ونه ویل.

4 COMMENTS

  1. ستانکزی صیب ته ډمي عناصر یې خوشې د ځای نیولی دی ، ستا په خبرو جاهل طالب غوږ نه نیسي !
    بهترین ګام او دروازه ددې خبرو لپاره او کیلی ددی کار او عمل دادی ، چې زما وړې نازنیني ښوونځي ته ولیږۍ او بشري حقوق یې ورته ورکړۍ !!!!

  2. اروپا کی ښونځی بند ندی ملا صیب، اروپا کی پر انسانانو ظلم نشته، هلته څوک له لوږی خپل ماشومان نه خرڅوی چی کونه څیری کړی د اروپا انسانیت، اخلاق، ترقی او پیشرفت به په خوب هم و نه وینی. ستا کیسه مفته ده اول دی غیب الله پیدا کړه چی په ریښتیا شته که نه. بیا د اروپا خبری وکړه، ټټو

  3. stanekzai sahib assalamoalikum;
    you are the best.i hope all leaders be like you.
    open schools for girls and give jobs to women

    zendah wa salamat bashee STANEKZAI SAHIB

  4. دا ځناور ستر ټګمارقدیانی عباسک د نورو خوږګانو قدیانیو سره په یو قطار کښی محکم ولاړ دی او دا ځناور کله کله غړمبا کوی چی د جلکیو مکتبونو ته ضرورت دی او باید خلاص شی حتی دا غټ خبیث د خپل جهالت سره سره په ګاونډیو ممالکو غږ کوی چی راځۍ د اروپائی هیوادونو په شان ګډ د ژوند زمینه برابره کړو دا غولوونکۍ قدیانی ټګمار غواړی چی ددی غولونکی له لاری افغانانو ته ددرواغو مثبت تغیر امید پیدا کړی ! ای صادقو افغانانو دا ټول قدیانان د افغان ملت تباهی لپاره مشترکه لار تعقیبوی دوی پدی ډیر ‍‍‍‍ښه پوهیږی چی ددی ځناور دا غولونکی خواست نه د اجنبیانو له خوا ورکړ شوۍ او نه دا تور جاهلان دده دا غولونکی خواست عملی کولو توان لری !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب