دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د هابل ټیلسکوپ حیرانوونکي تصویرونه

د هابل ټیلسکوپ حیرانوونکي تصویرونه

تاند- د امریکا د فضايي تحقیقاتي ادارې، ناسا ستر تیلسکوپ، هابل په فضا کې په بې حده پراخه ساحه کې د ستورو د چاودنې حالت ثبت کړی دی.

په دې تصویر کې ښکاري چې د یوه ستر ستوري ټوټې په بې ساري سرعت په فضا کې راتاویږي.

هابل په خورا مهارت دا تصویر له مځکې ۱۵۰۰ نوري کاله لېرې ثبت کړی دی.

هابل ټلسکوپ کابو ۳۳ کاله پخوا په فلوریدا کې له کینډي فضايي مرکز څخه د ډیسکاروي فضايي شټل په وسله فضا ته ولیږل شو.

سره له دې چې هابل، پخوانی ټیلسکوپ دی خو لا هم یو مهم ټیلسکوپ ګڼل کېږي چې بشر ته د عالم له خورا لیري ځایونو معلومات راټولوي.

په هر ځای کې چې د اسماني اجرامو څرک ولګېږي، هیڅ ترویتون یا په مځکه کې ځای پر ځای ټیلسکوپ او بله وسیله یې د هابل په شان درک نه شي معلومولی.

دې ټلسکوپ له هماغه پیله د کهکشان داسي تصویرونه مځکې ته راولیږل چې هر ځل یې څېړونکي حیرانول.

دا ټلسکوپ، چې اوس یې ځای جیمز ټلسکوپ نیولی دی، د دقیق لارښود سینسورونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب