چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد افغان کډوالو په اړه له پاکستانه د ذبیح الله مجاهد...

د افغان کډوالو په اړه له پاکستانه د ذبیح الله مجاهد غوښتنه

تاند:( چارشنبه، د میزان ۱۲مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر خپله اېکس(پخواني ټویټر) شبکه په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د وروستیو فشارونو په تړاو غبرګون وښود.

نوموړی وایي: په پاکستان کې میشت افغان کډوال د پاکستان په ناامنیو کې لاس نه لري او کوم چلند چې له دوی سره کیږي، هغه د منلو نه دی. 

 مجاهد لیکلي، چې اسلام اباد دې پر دې پلان له سره غور وکړي چې له خپلې خاورې غیرقانوني افغان کډوال باسي. 

پاکستان د سې شنبې په ورځ وویل چې شاوخوا یو میلیون او درې اویا زره غیرقانوني افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي او دا کسان باید د نومبر تر لومړۍ نیټې له پاکستانه ووځي کنه په زوره به وایستل شي. 

په پاکستان کې د طالبانو سفارت وايي چې د پاکستاني پوليسو له لوري يو شمېر افغانان له نيولو وروسته په مرموز ډول وژل شوي دي.

د اکتوبر په ۳مه دغه سفارت په خپله رسمي ايکسپاڼه (پخواني ټويټر) کې معلومات ورکړي چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد پوليسو له لوري د دغه هېواد له نورو سيمو سربېره په مرکز اسلام اباد او راولپېنډۍ کې د افغانانو نيول او ځورول دوام لري.

د سفارت له خوا په خپاره شوو معلوماتو کې ويل شوي چې د تېرو دوو اونيو راهيسي د پاکستان ترهګرۍ ضد پوليسو په دغه هېواد کې د اوسېدونکو افغانانو خلاف عمليات پيل کړي چې ډېری يې د مهاجرت يا سفر قانوني اسناد لري.

د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي: «په اسلام آباد او شاوخوا سیمو کې چې اکثریت اسناد لرونکي کډوال پکې میشت دي؛ د هغوی پر استوګنځایونو ورځني او شپني عملیات ترسره کیږي چې تر دا مهاله زر تنه چې نیمايي یې د مهاجرت یا سفر اسناد هم لري؛ د سي ټي ډي پولیسو لخوا نیول شوي دي».

د خپاره شويو معلوماتو له مخې د اسلام اباد او راولپنډۍ په باره کهو، ترنول، مهر آبادي، ګولړه شریف، شمس کالونی، سبزي منډۍ، شهزاد ټاون، کهنه پل، پیشاورموړ، E-11 او داسي نورو سیمو کې د عملیاتو پرمهال څه کم زر تنه افغانان نیول شوي، چې له جملې یې ۴۸۵ تنه اسناد لرونکي وو.

د افغان کډوالو او مسافرينو د نيولو او ځورولو تر څنګ دا ځل په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په رسمي توګه د پاکستاني پوليسو له لوري د يو شمېر افغانانو د وژلو خبر ورکړی او نومونه يې خپاره کړي دي.

سفارت په ټولنيزه شبکه ايکس کې ليکلي: «په دې عملیاتو کې متاسفانه د ځورونو ترڅنګ د نامالومو وژنو پیښې هم رامنځته شوي دي، د بېلګې په ډول افغان کډوال فریدالله ولد غلام جیلاني په اسلام آباد کې، امان الله ولد ټکر، خان ولي ولد شیر محمد د راولپنډۍ شمس کالونۍ کې او درویش ولد عتیق الله اډیاله جیل کې لومړی د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي، له څه مودې لادرکۍ وروسته یې جسدونه په روغتون او یا نورو ځایونو کې موندل شوي دي».

د افغان کډوالو پر ضد دا ډول عملیات په سند ایالت خصوصاً کراچۍ ښار کې هم زور اخیستی چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمیر افغانان زندانونو ته اچول کیږي.

د پاکستان د نوي موقت حکومت لومړي وزير انوارالحق کاکړ څو اوونۍ وړاندې له رسنيو سره په خبرو کې ويلي وو چې دوی پلان لري چې شاوخوا يو ميليون افغانان بيرته خپل هېواد ته ډيپورټ کړي، خو د بشري حقونو فعالان وايي چې د پاکستان حکومت حق نه لري چې پرته له کومه معلوم جرم نه افغانان ونيسي او شکنجه کړي.

د بشري حقونو فعال او قانونپوه امين الله خان کنډي وايي: « د افغانستان کډوال په پاکستان کې د بهرنيانو چارو د قانون له مخې نه بلکې د ملګرو ملتونو د کډوالو د قانون له مخې ژوند کوي، پر دوی يوازې د پاکستان دننه اساسي قوانين عملي کېږي، د افغانانو په دې توګه شړل د ملګرو ملتونو د کډوالو د قانون، د پاکستان د اساسي قانون او د بشري حقونو نړيوال قانون خلاف عمل دی».

دا مهال په پاکستان کې درې ډوله افغانان اوسېږي، چې يو شمېر يې د مهاجرت اسناد لري، يو شمېر يې د مسافرت اسناد او يو شمېر تازه يې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ سره ثبت شوي دي چې لا د مهاجرت اسناد نه دي ورکړل شوي خو د پناه اخيستنې لومړني اسناد لري، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د قانون له مخې يې ټول په قانوني توګه دغلته د اوسېدونې او کار حق لري.

د پاکستان د پوليسو له لوري د افغانانو ځورونه نوې نه ده، خو دا ځل له ځورونې او نيولو سربېره د افغانانو مرموزو وژنو دغلته مېشت افغانان انديښمن کړي دي.

2 COMMENTS

  1. خرکُسه هغه ده ملا کبیر اسلام آباد اړولی ته څه کاره یی ستا خبرو ته څوک غوږ نه نیسی. پاکستان به د مهاجرو په نوم په زرګونو خپل کسان افغانستان ته داخله کړی او همدلته افغانستان کی بدی په غیڼ ووهی دا زما خبره ښه واوره. بیا کچیری واقعآ مسلمانان یاستی نو ولی خپل کورونه له پاکستان څخه نه وباسی؟

  2. FIRST ALL TALIBS LEADER MUST GETOUT HOUSES FROM PAKISTAN.
    2 IN THIS AFGHAN REFUGEE PROCESS PAKISTANIAN WILL COME IN TO AFGHANISTAN WITH WEAPONS
    BECAREFULL.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب