جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونههالنډ کې افغان سفارت: کابل کې بهرنیو چارو وزارت سره د تعامل...

هالنډ کې افغان سفارت: کابل کې بهرنیو چارو وزارت سره د تعامل په حال کې یوو

تاند:(چارشنبه، د میزان ۱۲مه) په هالنډ کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سره د تعامل په حال کې دی.

دغه سفارت د دغه تعامل لاملونه د هېوادوالو لپاره د « د ستنونزو هواری او د قنسولي خدمتونو وړاندې کول» بللي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند هم دغه خبر په اېکس پاڼه خپور کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي څه موده مخکې وویل، چې په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان ۱۵ سفارتونه یا دوی سره دي یا تعامل ورسره لري.

تازه، په هند کې د افغانستان سفارت له دې امله د کار بندیدو خبر ورکړ، چې ګواکې د هند حکومت همکاري نه ورسره لرله.

ځینو هندي رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد حکومت طالبانو سره د نږدې کیدو په حال کې دی.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، چې څه باندې ۲ کاله یې کیږي، تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد د دوی واکمني په رسمیت نه ده پېژندلې.

له دې سره ځینو هېوادونو د افغانستان سفارتونه دوی ته سپارلي او د طالبانو له لوري معرفي شوي دیپلوماتان یې منلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب