جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهاحمد مسعود رېښتیا د طالبانو خلاف د اسرایلو مرسته غوښتې؟

احمد مسعود رېښتیا د طالبانو خلاف د اسرایلو مرسته غوښتې؟

تاند: ( چارشنبه، د میزان ۱۲مه) د اسرایلو یوې ورځپاڼې اورشلیم ادعا کړې، چې د طالبانو د یوې مخالفې جنګي ډلې مشر احمد مسعود د دغه هېواد له یوې بلې ورځپاڼې ماریف  سره په مرکه کې له اسرایلو د طالبانو خلاف د مرستې غوښتنه کړې ده.

سرچینې ویلي، چې احمد مسعود همدا شان د فلسطین او افغانستان په ګډون د ټولو ناندریو پر سوله ییز حل هم ټینګار کړی.

د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې ویاند میثم نظري بیا ځینو رسنیو ته دغه خبر رد کړی او ویلي، چې احمد مسعود کومې اسرایلي ورځپاڼې سره مرکه او داسې غوښتنه نه ده کړې.

معلومه نه ده، چې دغه ادعا شوې مرکه کله او چېرته شوې ده.

دا لومړی ځل دی، چې اسرایلي رسنۍ د افغانستان د یوې ډلې په اړه داسې ادعا کوي.

احمد مسعود په وروستیو کې فرانسې او روسیې ته سفرونه کړي او د طالبانو خلاف یې د مرستې غوښتنې کړي.

2 COMMENTS

  1. وایی له چا یې پوښتنه وکړه ، چې لټکه هګۍ اچوي ، که بچي زېږوي ؟
    هغه بل ورته وویل چې له دواړو یې شک نشته .
    د مشهور هراړخیز جاسوس زوی هم همداسې ښکاري ، له هرچا نه د خپل وطن د ورانولو او مداخلې مرستو ته تیار دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب