کتاب: وړانګه وړانګه لمر
لیکوال: واصف علي واصف
ژباړه: رحمت شاه فراز
اوومه برخه
بشپړ هغه شی وي، چې کومې زیاتونې ته اړتیا نه لري. نه ترمیم ته، نه تخفیف ته. فکر وکړئ، چې دین کله بشپړ شو؟ هغه وخت چې د دین څومره علم موجود وو، هماغه بسنده دی. په علم کې زیاتوالی، په عمل کې پوخوالی نه شي پیدا کولی. د نویو، نویو لارو موندونکی مسافر هدف ته نه رسېږي.
په قرآن کریم کې د هرې ډلې یادونه شته. د تېرو امتونو. د هغوی د پیل او پایلې. د انبیاوو علیهم السلام یادونه ده. د شیطان یادونه ده. د متقیانو ذکر دی. د منافقینو ذکر دی، د شهیدانو ذکر دی، د صدیقینو ذکر دی، د صالحینو ذکر دی. د کاینات او د کایناتو د تخلیق ذکر دی. لنده دا چې د ژوند د هرې برخې یادونه لري. تاسو دا وګورئ، چې تاسو په کومې ډلې پورې تړاو لرئ. د هغې ډلې په اړه کوم احکامات راغلي. په غور يې وګورئ. ټولې خبرې د ټولو لپاره نه دي.
په کافرانو راتلونکی عذاب د هغوی لپاره دی. زموږ پکې څه کار. د منونکو لپاره د جنت زېری دی. که تاسو منونکي یاستئ، نو په زېرو ولې نه خوشالېږئ. آیا ستاسو په تسلیمي کې کوم فرق دی؟
انسان له کړنلارې یا نظریې سره مینه نه شي کولی. انسان یوازې له انسان سره مینه کولی شي.
د یادولو نوم درود دی، د ادب نوم فیض دی.
د اهلِ ظاهر لپاره چې کوم مقام د صبر مقام دی. د اهلِ باطن لپاره هماغه مقام، د شکر مقام دی.
پر ښارونو چې ټپوسان په ګرځېدو شي، نو د ښاریانو ژوند په خطر کې وي. ټپوس له ډېر لرې مردار پېژني.
آیا تاسو په دې پوهېږئ، چې ولې ځینې شاعران داسې وي، چې یوازې ورځ يې نمانځل کېږي. ځینې شاعران داسې وي، چې تلین يې نمانځل کېږي. مثلاً د میا محمد بخش رض، وارث شاه رح، شاه حسین رض، بلهې شاه رح، شاه لطیف رح، خواجه غلام فرید رح، امیر خسرو رح تلین نمانځل کېږي. خو د اقبال رح ورځ نمانځل کېږي. ولې؟
یو چا وپوښتل: «د باران څه ګټه ده؟» ځواب يې ورکړ: «زما پټی پرې اوبه کېږي.» بیا يې وپوښتل: «د باران څه تاوان دی؟» ځواب يې ورکړ: «زما د ورور پټی پرې اوبه کېږي.»
د اورېدونکي شوق، د وینا وال ژبه تېزوي.
یوازې د یوه هدف ترلاسی بریا نه ده. بریا د هغه هدف ترلاسی دی، چې له هغه پرته یا وروسته بل هېڅ هدف نه وي.
کوم رهبر چې نا اهله وي، هغه له خپلو ملګرو سر ټکوي. که شوق مو وي، چې لمر وبلل شئ، ځان کې رڼا پیدا کړئ.
د روح له ژورو را ټوکېدلې خبره د روح ژورو ته ارومرو کوزېږي.
هڅه او دعا وکړئ، چې هغسې چې ظاهر مو ښکلی دی، باطن مو هم ښکلی شي.
دنیا زړه ده، خو نویوالی یې هېڅ کله نه ختمېږي.
ستاسو عمر څومره دی؟ هغه نه چې تېر شوی، بلکې عمر هغه دی، چې لا پاتې دی!!
تعلیم، علم نه دی، ځکه چې:
علم ــــــــــــــ حسن ته د نږدېکت د هیلې بل نوم دی.
علم ــــــــــــــ عرفان او آګاهي ده.
علم ــــــــــــــ د معلوم نفي ده.
علم ــــــــــــــ د هستیو د رازونو څرګندتیا ده.
علم ــــــــــــــ د جانان د قرب ننداره ده.
علم ــــــــــــــ د مزاج ماتوونکی دی.
علم ــــــــــــــ د خپلې ناپوهۍ تعین او تیقن دی.
علم ــــــــــــــ له مخلوق نه د خالق یا له خالق نه د مخلوق د پېژندو وسیله ده.
علم ــــــــــــــ د تسلیمېدو ځواک دی.
علم ــــــــــــــ د حافظې محتاج نه دی.
علم ــــــــــــــ له کتابخانو څخه د لاس اخیستو نوم دی.
علم ــــــــــــــ د تحریر نوم نه دی، د تقریر نه دی، د نظر نوم دی.
علم ــــــــــــــ د عمل تګلاره ده، که عمل ورسره نه وي، بې تعبیره خوب دی.
علم ــــــــــــــ زموږ د فطرت د حدونو او قیوداتو دننه مطمئن او اطمینان بښونکی دی، نه د اندېښنو سبب.
علم ــــــــــــــ له بحثونو ډډه ده.
علم ــــــــــــــ له تعلق څخه سرچینه اخلي او د تعلق لپاره وي.
علم ــــــــــــــ تر هغو نه شي ترلاسه کېدی، چې د درکړې څوک یې نه وي.
علم ــــــــــــــ د جذباتو اظهار دی، نو له تعلق پرته نه شي کېدلی.
تعلیم د ضرورت علم دی.
د ضرورت علم یو شی دی او د علم ضرورت یو بل شی.
په رڼا کې سپوږمۍ نه وي او په سپوږمۍ کې رڼا نشته.
کومې اوزې چې په خوب کې د زمري زیارت وکړ، د هغې د روغتیا څه پوښتنه؟
اسلامي ټولنه، د مسلمانانو د ژوند دود نوم دی.
د خپل ولس له حاله تر بې خبره پاچا بهتره دی، هغه شپون چې د خپلې رمې له حاله خبر وي.
په ځان د نورو مسلمانانو د را ماتولو لپاره د خپلو مشاهداتو بیانوونکی انسان دروغجن دی.
تاسو چې په خپل ذاتي کاینات کې خدای ته څومره برخه ایښې ده، د الله په کایناتو کې هم ستاسې هماغومره ده.
تر دې لویه بدمرغي څه کېدلی شي، چې موږ د خپل تاریخ ځینې پېښې ان یادولی هم نه شو. راتلونکی مؤرخ، چې له موږ وروسته به راځي، ارومرو به د هغو پېښو یادونه کوي. په دې یادونه کې به زموږ ذکر هم کېږي ـــــــ تاسو پوهېږئ، چې راتلونکی مؤرخ به ستاسو په اړه څه وايي؟
د هغه زوی به څه یادونه وي، چې د خپل پلار په نوم پېژندل کېږي.
هر کس د نورو د ژوند تعریفونه کوي او خپل ژوند تېروي. هېڅ باشعوره انسان له خپل ژونده تېرېدو ته چمتو نه دی.
علم دومره ترلاسه کړئ، چې په ژوند کې مو په کار راشي. علم هماغه دی، چې عمل پرې وشي. که نه، هسې یو اضافي بوج دی.
دروغجن او بدمرغه هغه مرید دی، چې یو انسان خپل مرشد ومني او له هغه وروسته يې په خلاف غږېږي. د خپل استاد په خلاف غږېدونکی انسان له علم څخه بې برخې کېږي.
هغه انسان چې نړۍ خندوي، په یوازیتوب کې ژاړي.
له بدمزاجه انسان سره مینه وکړئ، کردار به يې بدل شي.
د سفر له ذوق پرته یوه لاره هم نه اسانېږي.
د کوم شخص چې په خپل وطن کې محبوب نه وي، هغه له وطن سره مینه نه شي کولی.
که انسان ناڅاپه نظرِ کامل ومومي، نو له وېرې به لېونی شي، چې وګوري، د ځمکې غېږه څه ډول له انساني سکلېټونو څخه ډکه ده. دغه ورانې یو وخت ودانې وې، دغه ودانې به هم یو وخت ورانې شي. دې نړۍ ته څوک، څوک نه دي راغلي، دلته څه او څه نه دي شوي ــــــــــــ
دلته څومره ښېرازه باغونه رژېدلي دي
هغه شی چې بې سواله دې کړي، هغه شی لاجوابه وي.
عقیدت دې چې کامل وي، نو پیر هم کامل وي.
د کوم سړي چې د راتلو خوشالي نه وي، د هغه به د تلو څه غم وي.
که په خواري کې خوند نه مومئ، نو پایلې ته يې انتظار یو تکلف دی.
وحدت الوجود علم نه دی، مشاهده ده.
هر مخ، یوازې یو مخ دی.
غوره ده چې ګناه ونه کړئ، او هېڅ کله په خپله ګناه کوم انسان شاهد مه نیسئ.
د خپل محسن پر ذات د خبرو په ځای، د هغه احسانات بیان کړئ.
عالم د دې لپاره مغروره دی، چې په ډېر څه پوهېږي. دانا د دې لپاره غلی دی، چې لا هم په ډېر څه پوهېدل غواړي. علم، په معلوم نازونه کوي؛ دانايي په نامعلوم باندې په پوهېدو پسې سرګردانه ده. عالم چې د ناپوهي احساس وکړ، هله د دانايي په ځمکه قدم ایښودلی شي.
حقیقت د هیندارې د عکس په څېر دی. چې ور نږدې شې، در نږدې شي. چې ترې لرې شې، درنه لرې شي. چې له مخې يې اخوا شې، دی هم اخوا شي.
موږ پخواني خلک یادوو او په اوسنیو خلکو کې ژوند کوو. موږ له ماضي معیار را اخلو او هڅه کوو، خپل حال په هغه معیار برابر کړو. موږ سکون څنګه موندلی شو؟ هغوی تللي دي، هغه زمانه تېره ده. د هغې یاد به مو حال، بدحاله کړي.
کوم انسان چې د خدای په لور څومره عروج ترلاسوي، هماغومره يې د انسانيت د خدمت دايره پراخېږي. عمودي سفر، له افقي سفر سره په تناسب کې وي. صاحبِ معراج خو هم رحمة للعالمين دی.
زړه دې چې غمجن وي، ودان ښارونه به درته هديرې ښکاري. زړه دې خوشاله وي، په هديره کې هم جشن نمانځلی شې. ژوند د فکر نوم دی. د فکر او عقيدې اصلاح پخپله د ژوند اصلاح ده. زموږ زياتره جشنوارې زموږ د عقيدت او عقيدې اظهار وي. هره مېله، د يوه نه يوه عارف، تلين وي. د دروېشانو د مړينې ورځ هم د مېلې ورځ وي.
د انسانانو په پراخه سمندر کې هر سړی د يوې تنها جزيرې په څېر دی.
فقر او د ګټې او تاوان د فکر شتوالی په يوه وخت کې په يوه انسان کې داسې ناشونی دی، لکه د چیچک د ناروغ د مخ ښکلا.