جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبد نثرونو د سختوالي عوامل | فهیم بهیر

د نثرونو د سختوالي عوامل | فهیم بهیر

موږ په ادبي دورو کې د هر ډول د نثر نمونې لرو، چې د هرې دورې نثر له بلې سره توپیرونه لري. زموږ د  ځینو نثري اثارو ژبې سختې او د ځینو اسانه دي. اوسمهال زموږ په تدریسی او نورو معلوماتي اثارو کې هم د خینو لیکنو ژبې سختې دي، چې لوستونکي ترې په اسانه پیغام نه شي اخیستي؛ مګر د خینو لیکوالو د نثر ژبه دومره روانه او اسانه وي، چې لوستونکی ترې په اسانه مطلب اخیستی شي.

د معلوماتي یا ساده نثر یوه مهمه ځانګړنه دا ده، چې ژبه یې باید ساده او روانه وي . په دې مانا چې مطلب پکې څرګند وي او لوستونکي ته د لیکوال پیغام په اسانه توګه ولېږدول شي؛ مګر اوسمهال زموږ د ځینو لویو لیکوال، څېړونکو او د  پوهنتون د استادانو په تدریسي او معلوماتي لیکنو کې د ژبې سختوالی وینو او دا سختوالی سبب د دې کېږي، چې لوستونکی یې له لیکنې څخه په اسانه مطلب نه شي اخیستي. دا چې د خینو نثري لیکنو ژبه ولې سخته وي هغه عواملو ته په لاندې توګه اشاره کوو:

۱ ـ د یو لیکوال د سبک جوړښت: د هر لیکوال د لیکنې طرز جلا وي، ځینې لیکوال د سبک خاوندان دي او د ځینو نورو د لیکنې جوړښت هم په خپل منځ کې په ځینو برخو کې توپیرونه لري، چې دا توپیرونه د دوی د لیکنو په بېلابېلو برخو کې لیدل کېږي. د ځینو لیکوال سبک داسې وي، چې د جملو جوړښت، د لغاتو ټاکنه، د یو ځانګړي فکر وړاندې کول او ځینې نورې برخې یې سره داسې جوړښت موندلی وي، چې په اسانه یې له لیکنې څخه مطلب نه اخیستل کېږي. دلته لوستونکی اړ دی، چې دوه درې ځلې باید د ده د لیکنې متن ښه ولولي او بیا کېدا شي په لیکنه کې د لیکوال پیغام تر لاسه کړي؛ نو د ځینو نثرونه ژبه ځکه سخته وي چې لیکوال یې د یو جلا سبک خاوند دی او د هغه سبک جوړښت باعث د دې کېږي چې لوستونکی له متن څخه په اسانه مطلب نه شي اخیستي. اوس به  د کلاسیکې او اوسنۍ دورې درې نمونې وړاندې کړو، چې د نثرونو ژبه یې سخته ده.

لومړی ـ د خیرالبیان نمونه چې لیکوال یې هغه مهال یو ځانګړی سبک رامنځته کړ: «ګوره کړی می دی خیرالبیان، په څلور ژبې، موافق له قران پکې دی بیان د رښتیا د دروغ د حلال د حرام او بیان دی کړو نکړ د هر مقام په تا دې وي اعلام»«حبیبي،۱۳۸۴: ۷۲۲».

دویم ـ د پښتو د ژبپوهنې د نومیالي پوهاند استاد زیار د لیکنې سبک چې لوستونکی یې له لیکنې څخه مطلب په اسانه نه شي اخیستي: «ژبنۍ شننه هم له اره په کړونو کېږي، نه په بې مانا غږیزو توکونو(اوزونو) ځکه د ژبې له مانیز جوړښت سره چې رښتینی ژبنی جاج(مفهوم) او رغښت( ماهیت) جوړ وي، اړیکې نه لري. یو ګړ پر زنځیري یوونونو سر بېره نا زنځیری هم په خپل جوړښت کې لري»« زیار،۱۳۸۴: ۸۳».

دا هم د کرګر صیب د لیکنې سبک، چې د زیار صیب په پرتله روان او ساده دی مګر بیا هم په خپل جوړښت کې د نورو لیکوالو په پرتله یو څه سختوالی لري، چې دا ځانګړنه د هغه د سبک په اساس رامنځته شوې ده: « د انسان دروني نړۍ( باطني) د هغه د بهرني نړۍ بدله کاپي ده. په بل عبارت د هغه دروني دنیا د بهرنیو پېښو او عواملو څخه جوړه ده. هنر او ادبیات د اوچت او عالي انساني فعالیت یوه بېلګه ده . د انسان د فکري او خلاقه فعالیت زېږنده ده. رواني مسایل له ډېرو لرغونو زمانو راهیسې د انسان په فکري ذهني فعالیت کې څرګندیدل»«هاشمي،۱۳۹۵: ۱۲۰».

همداسې د پوهنتون د بېلابېلو استادانو او د هېواد د نومیالیو لیکوالو په بېلابېلو تدریسي او علمي اثارو کې د ژبې سختوالی لیدل کېږي، چې عمده عامل د ځینو لیکوال د سبک جوړښت دی.

۲ ـ د نورو ژبو اغېز: زموږ یو شمېر پخواني نثرونه متکلف ګنل کېږي، ځکه چې د بهرنیو ژبو د اغېز په اساس یې په متن کې ډیری داسې کلمې شته چې لوستل یې ستونزمن دي او معنا ترې هم په اسانه نه اخیستل کېږي. د دې تر څنګ کله کله د بهرنیو ژبو په اساس زموږ د ژبې به ګرامری برخو کې هم اغېز لیدل کېږي، د ګرامر ځینې برخې سره وروسته او مخکې شوې وي، چې لوستل یې به متن کې سخت کړي دي.  اوسمهال زموږ د یو شمېر لیکوالو په لیکنو کې دا ستونزه هم لیدل کېږي، چې د بهرنیو د ژبو د اغېز په اساس د یوې لیکنې ژبه سختېږي. ښه مثال یې د کوزې پښتونخوا د لیکوالو لیکنې دي، چې د انګلیسي یا اردو ژبې دا اغېز په کې ډېر لیدل کېږي.

د نمونې له پاره د ښاغلي قلندر مومند د لیکنې هغه برخه را اخلو، چې د منشي احمد جان (هغه دغه) په مقدمه کې لیکلي دي: « د کتاب ړومبۍ حصه په هغو قصو او ټوقو ټقالو مشتمله ده، چې منشي احمد جان مرحوم د فارسي نه ترجمه کړی او یا یې د مولوی احمد صاحب د تنګي د ګنج پښتو نه اخذ کړي دي. د مولینا احمد صاحب د تنګی له کتابه دا استفاده د دې تنقیدي دعوی ثبوت دی چې د منشي احمد لیک د تنګي د مولوی احمد صاحب د لیک تسلسل او د هغه د سټایل نه متاثر دی… د سټایل له اعتباره د دې مجموعې ټول مندرجات د منشي صاحب په هغه اندازه کې دي چې د مولینا احمد په تتبع کې خپل کړي دي» «هېوادمل،۱۳۸۹ : ۷۳۹».

۳ـ  لیکنې موضوعي اړخ:

 د یو شمېر لیکوالو د لیکنو  ژبې ځکه سختې وي، چې کله موضوع  یا تیوري په متن کې د ده له خوا سپړل کېږي، هغه ځانګړي اصطلاحات او کلمې لري اویا د هغې موضوع سپړل د لوستونکي له پاره نوې وي نو ځکه لیکنه د لوستونکي له پاره سخته معلومېږي. دلته  باید لوستونکی خپل متن څو ځلې ولولي بیا کولای شي په اسانه له متن څخه معنا واخلي. لیکنې په موضوعي لحاظ ډېر ډولونه لري، د یوې کیسې تعریف ممکن د هغې د یو تخنیک د تشریح په نسبت اسانه وي. همدا ډول د ادبیاتو،  فلسفې، ارواپوهنې، ټولنپوهنې او د ساینس د ځینو تیوریو سپړل د یو لوستونکي له پاره نوې موضوع وي یا اړونده تیوري خپل اصطلاحات او کلمات لري، چې لوستل یو څه ستونزمن کوي. د نمونې له پاره دا کرښې: « په هنر کې د لا شعوري تجربو د راوړ خبره چې کوو؛ نو سور ریالېزم را یاد شي. د دادایزم تر مرګ وروسته د ادبي دودونو د ورانولو چاره سور ریالېزم واخیسته، چې د دادایزم څو پنځګر هم پکې شامل شول. سور ریالیزم (د واقعیتونو تر شا) یا (مافوق واقعیات) ما نا لري، چې بنسټګر یې مشهور دا دایست اندره برتن ((Andre Breton و. د سور ریالیزم اصطلاح نا متو فرانسوي شاعر ګیوم اپولینز د خپلې نندارې (د تېرزیاس تیونه) لپاره کارولې وه، چې اندره برتن د (د ذهن نا ارادي چلن) په بېخي بېله مانا د خپل ادبي مکتب نوم کړه»«ښکلی، ۱۳۹۶: ۲۳».

۴ـ   د معلوماتو کموالی:

یو شمېر لیکوال د لیکنې پر مهال پراخه مطالعه نه لري، د یوې موضوع د وړاندې کولو یا تشریح او تحلیل پرمهال یې معلومات کم وي؛ نو په دې اساس جملو کې یې داسې جوړښت لیدل کېږي چې باعث د ژبې د سختوالي کېږي. که چېرې تاسي غواړئ د یوې موضوع په اړه لیکنه وکړئ باید کافي اندازه معلومات ولرئ، د معلوماتو ډیر والی په لیکنه کې د جملو ترمنځ منطقي تسلسل او تړون رامنځته کوي. کله چې معلومات لږ وي یا جملې په تکراري ډول رامنځته کېږي یا ماتې او کوډې خبرې سره داسې اوبدل کېږي چې لوستلو کې هم ځینې مهال ستونزې رامنځته کوي. دا ستونزه زموږ په یو شمېر تدریسي اثارو کې ډېره لیدل کېږي، ځینې لیکوال او استادان چې پر خپلې موضوع باندې کافي اندازه معلومات نه لري او نه شي کولای چې هغه موضوع په سم ډول وسپړي؛ نو په جملو کې یې دا ستونزه له ورایه ښکاري، چې د ادبیاتو محصلین، استادن، ادب څېړونکي او نور مینه وال یې له لیکنې څخه په اسانۍ معلومات نه شي اخیستی.

۵ـ  د تحلیل وړتیا نه درلودل:

زموږ په تدریسي او معلوماتي اثارو کې ډیری لیکنې تحلیل نه لري، لیکوال زیاتره خبرې له نورو متنونو څخه را اخلي او ماخذ ښیۍ. په لیکوالي کې باید د دې ځانګړنې تر څنګ لیکوال خپل فکر هم وړاندې کړي د ځینو معلوماتو په اساس ځینې مسایل باید خپله تحلیل کړي. کوم لیکوال چې د تحلیل وړتیا نه لري، فقط د نورو په را اخیستنو بسنه کوي، نو د دوی په لیکنو کې نثر داسې جوړښت لري، چې لوستل یې لوستونکو له پاره خنډونه جوړه وي.  د لیکنې پر مهال باید موضوع په تړاو معلومات د لیکوال له خوا تحلیل او ښه و ارزول شي بیا یې په لیکنه پیل وکړي، تر څو هغه فکر د جملوپه اساس داسې منظم وړاندې شي چې د لوستلو پر مهال رواني او ساده والی پیدا کړي.

۶ـ د لیکنې شکل:

موږ د ټولو نثرونه له پاره یو ډول ژبه نشو ټاکلی، ځکه چې هر نثر د شکل او منځپانګې ته په کتو همغسې ژبه لري، ځانګړي اصطلاحات او کلمې دي چې د فورم او د لیکنې د موضوع سره تړاو لري. د لیکنې شکلیات هم د دې  سبب کېږي، چې د نثرونو په ژبه کې توپیر رامنځته کړي یانې د کیسې، ژبه یو ډول وي د طنز او ادبي ټوټې بل ډول، چې دا ځانګړنه هم د نثرونو د ژبې په سختوالی یا روانوالي کې ستر رول لوبوي. کله چې لوستونکی کومه لیکنه لولي؛ نو باید په دې پوه وي چې د یو معلوماتي اثر نثر د ادبي ټوټي یا د طنز له نثر سره توپیر لري.

۷ ـ لوستونکي ته نه پاملرنه:

هره لیکنه د یو هدف له پاره لیکل کېږي، کله چې هغه هدف مشخص شي، بیا لیکوال خپل لوستونکي هم پېژني. کامیابه لیکوال د لیکنې پر مهال دا هر څه احساسوي چې لیکنه ولې کوې؟ او چا له پاره یې لیکي؟ کله چې دې ټکو ته پام ملرنه وکړه؛ نو لیکنه یې بریالۍ وي.  زموږ په تدریسي او معلوماتي اثارو کې لیکوال هڅه کوي چې د ژبې او ادب محصل له پاره یوه مسله تشریح کړئ، مګر هغه ته پآملرنه نه کوي، هغه څه چې محصل د زده کړې له پاره اړین بولي له هغې څخه سرسري تېرېږي. د موضوع د سرلیک او فرعي سرلیکونو په سپړنه کې هڅه نه کوي چې هغه غوټي وسپړي چې لوستونکی ور پیسې لالهانده دی؛ مګر له موضوع څخه سر سري تېریږي. د لیکنې پر مهال باید لیکوال درک کړي، چې دا لیکنه د محصلینو د زده کړې له پاره ده، که د دولسم ټولګیو د فارغانو له پاره، یا د میرمنو د ژوند سره تړاو لري او یا هم د ماشومانو یا د نورو اکاډمیکو کدرونو له پاره ؛ نو همدا علت دی چې دې ټکو ته نا پاملرنه  د دې سبب کېږي ،چې د خینو لیکنو په نثرونو کې ستونزې رامنځته شي او لوستونکي په متن کې خپل هدف پیدا نه کړي.

ماخذونه

۱ ـ حبیبي، عبدالحی.(۱۳۸۴). پښتو ادبیاتو تاریخ. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۲ ـ ښکلی، اجمل.(۱۳۹۶). ادبستان. جلال اباد: کلاسیک خپرندویه ټولنه

۳ ـ زیار، مجاور احمد.(۱۳۸۴). پښتو پښویه(ګرامر). پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۴ ـ هاشمي، سید اصغر.(۱۳۹۵). سیندنه اواندونه. جلال اباد: هاشمي خپرندویه ټولنه.

۵ – هېوادمل، زلمی.(۱۳۸۹ هـ ش). د پشتونثر اته سوه کاله. دانش خپرندویه تولنه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب