پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeروغتیاښکلا او روغتیا له وزن سره تړلې دي

ښکلا او روغتیا له وزن سره تړلې دي

هغه کسان چې ډېر چاغ دي، که دوه نیمې کیلو هم خپل وزن کم کړي، له ورایه به یې په بدن کې توپیرونه ولیدل شي او له ظاهري ښکلا سره یې مرسته کوي. دوی چې له ډېر چاغوالي کړېږي، که لږ هم خپل وزن کم کړي، پر نفس به یې باور زیات او له خپلې روغتیا سره به یې مرسته کړې وي.

۱- د خوړو اندازه مو کنټرول کړئ

څومره چې ډېر خواړه خوری، په هماغه اندازه مو په بدن کې انرژي تولیدېږي، نو د دې لپاره چې وزن مو کم کړی وي، د خوړو کچه مو ټاکلې اندازې ته را ښکته ک��ئ. هڅه وکړئ، څو د یو ورغوي په اندازه غوښه وخوری، معنا دا چې را کمه یې کړئ. کله چې هوټل ته ځی، کومه اندازه خواړه چې فرمایش ورکوئ، نمایي یې کور ته درسره راوړئ، هڅه وکړئ چې د خوړو نمایي برخه مو مېوه او سابه وي.

۲- ډېر غوړ خواړه مه خورئ

موږ او تاسې تر ډېره غوړ خواړه خورو، خو پام مو وي چې دغه څه د یوه دام په څېر دي. هغه کسان چې خوراکي توکي جوړوي، هڅه کوي د دې لپاره چې د خوړو خوند ښه کړي، له بورې او یو ډول اوړو څخه ګټه اخلي. دغه مواد کولی شي ستاسو په بدن کې له اندازې زیاته انرژي تولید کړي چې د وزن د زیاتوالي لامل مو کېږي.

حمیدالله حمیدي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب