دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکلتورکتاب لوست مدني ټولنه او ادریس سیاوش| پوهندوی آصف بهاند

کتاب لوست مدني ټولنه او ادریس سیاوش| پوهندوی آصف بهاند

«د دې باغ گـلـونه لـږ نه دي خـوشاله

تازه تر، تر تازه ترو نور غوړېـږي»


دی ادریس سیاوش ننګیال دی،

د یوه لوی او بې بدیله شاعر زوی.

دی مې ماشوم لیدلی و، یو خوږ ماشوم.

څه موده مخکې مې دفتر ته یو ښکلی دنګ زلمی راغی، ویل زه سیاوش یم، ننګیال 

سترګې مې وبرېښېدې، هغه اوس په زلما کې و او هوډ یې کړی، چې کلي په کلي، ښار په ښار او ولایت په ولایت وګرځي او خلکو ته رڼا وویشي، ماشومانو ته مینه ورکړی او د ځلنده پوهې پر لاره یې ورسیخ کړي. له خپل یوه آبي بایسکل، یوې قفسې کتابونو او خوږې موسکا سره!

ما ویل: ورځه په مخه دې رڼا شه!

او هر زلمی دې ستا په څېر د دې هېواد د پوهې وېشلو روڼ مشال شي

پر هغه ویاړم، د ودان افغانستان زیری یې په تندي کې ځلیږي

له ده سره مینه وکړئ، لاس یې ونیسئ، ملګري یې شئ او ځواک وروبښئ، چې پرمخ ولاړ شي.

        (عبدالغفور لیوال)


د نوي نسل د روزلو غورځنگ د ښې پېژندنې، پیاوړتیا او د زدکړو د لا هڅونې په خاطر مې پخوا پتیلې وه چې د دې غورځنگ د فعالینو او سرلارو د پېژندنې او کارونو په هکله به په ټاکلو او اړینو وختونو کې لیکنې کوم او دا کار ما د څو مقالو په لیکلو سره ترسره کړی هم دی چې غوره بېلگې یې دا دي:

ــ استاد ډاکتر محمد تنها،

ــ ډاکتر وحید آرین،

ــ ثنا ساپۍ،

ــ مریم امرخیله،

ــ ویسا ورونه،

ــ نجیبه لیمه،

ــ احمد ولي اڅکزی،

محمود مرهون

او…

په څو تېرو ورځو کې میډیا د یو نوي ځوان د ښو او مثبتو کارونو په باب، ښه خبرونه خپاره کړي دي. میډیا وايي چې د ادریس سیاوش په نامه یو ځوان غواړي افغانستان د پرمختگ لوړو پوړیو ته ورسوي. ده ویلي چې دا کار د پوهې د خپراوي او د مطالعې دود د عامولو له لارې ښه ترسره کېدای شي. ده او د ده ملگرو بډې وهلي چې د پوهې د عامېدو په خاطر د کتابونو خیرات راټول او بېرته یې پر اړ خلکو وویشي.

ننګیال

ادریس سیاوش د نوي نسل د نیکو او مثبتو کارونو د هسکې شملې د جگې برخې یو داسې نوی گل دی چې رنگ او بوی به یې د وطن د ډېرو کلو او ښارونو اوسېدونکو ته ور ورسېږي. ادریس سیاوش له خپل بایسکل سره کلي په کلي گرځي، دی توریست نه دی، دی عواړي چې له مینې سره یو ځای رڼا هم وویشي، دی غواړي کتاب وویشي، خلک له پوهې او نوې ژوند څخه  خبر کړي.

سیاوش  په ۱۳۹۷کال کې د کتاب لوست مدني ټولنې په نوم یوه ځانګړې، فرهنګي و موخواله اداره رامنځته کړه، چې هدف یې په هیواد کې د کتابلوستنې فرهنګ ته لاره اوارول دي، د دغې ادارې ارمان د علم او پوهې له لارې افغانستان وتلو پړاوونو ته رسول دي. دوې له هر ځایه هر ډول کتابونه ترلاسه کوي او په هر ځای کې یې له هرې ممکنې لارې خپروي.

ادریس سیاوش د «کتاب لوست» په نامه مدني ټولنه جوړه کړېده. د سیاوش او «کتاب لوست» مدني ټولنې هڅې او عملي فعالیتونه دا ښيي چې دوی د تعلیم، مطالعې او نوي نسل د روزلو له پاره یو لوی او ډاډمن ادرس دی.

د دوی هڅې لکه اوس چې روانې دي، که همداسې په وطني مینې او علمي بڼه په پراخې حوصلې او دایمي کار سره پرمخ ولاړې شي، زه ډاډه یم چې تر ډېرو ښونځیو او لا پوهنتونونو به یې موثریت ډیر وي، ځکه چې دوی اړمنو ته د پوهې او زدکړې زمینې په خپلو کورونو، کارځایونو او کروندو کې چمتو کوي او مواد (کتابونه) تر کورونو، کروندو، دښتو، غرونو او کیږدیو پورې ور رسوي.

دې کار ته ادریس سیاوش اوږه ورکړې او کار یې هم ښه په مینه پیل کړی دی. ادریس سیاوش، د اسحاق ننگیال زوی دی. اسحاق خدای له افغانستان څخه او له پښتو ادب څخه ډیر بیوخته واخیست، خو اسحاق له ځانه داسې ښېرازه او له ثمرونو ډک بڼ پرېښود چې اوس یې لا دریم نسل هم په حاصل راغلی دی، د فرهنگ او ژبې د غنا له پاره او د نوي روزل شوي نسل د بېلگو په ډول کار او فعالیت کوي. یرغل ننگیال یې ښه بیلگه ده چې لا په ماشوتوب کې د کتاب (راځئ چې وشمیرو) د لیکلو جوگه شو.

زما د اوسني بحث موضوع د اسحاق ننگیال د دویم نسل یو بل استازی دی، ادریس سیاوش یادوم. د پوهې گدايي یې پیل کړې ده او خپله گدايي بېرته د پوهې او سواد د عامېدو په پار، پر خلکو ویشي.

اوس به د دې کرښو د درنو لوستونکو او د ادریس سیاوش د کارونو مینه والو ته د ده لنډه پېژندنه وړاندې کړم:

محمد ادریس سیاوش د خپل وخت مطرح شاعر اسحاق ننګیال زوی دی. په ۱۳۶۹ کال کې په لغمان ولایت کې زیـږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د لغمان په روښان لیسه کې پیل او کابل کې یې لیسه په عبدالرحمن پژواک عالي لیسه کې پای ته رسولې ده. اوس په یوه خصوصي پوهنتون (جهان پوهنتون) کې د حقوقو او سیاسي علومو د ادارې او ډیپلوماسي څانګې د دریم کال محصل دی.

د ژوند بټۍ، په واړه سن کې د ښو عملي کارونو تر سره کول او ښې لارښونې، د ده د شخصیت په جوړونه کې ډېر مهم رول لوبولای دی. د سیاوش د عملي کارونو یا دندو بېلگې:

ــ دوه کاله د بي بي سي راډیو په تعلیمي برخه کې د ممثل په توګه،

ــ درې کاله له موبي ګروپ (اراکوزیا( راډیو سره د خپرونو د ویاند او جوړونکي په توګه،

ــ درې کاله  له مینې راډیو سره د خپرونو د مدیر په توګه.

سیاوش  په ۱۳۹۷کال کې د کتاب لوست مدني ټولنې په نوم یوه ځانګړې، فرهنګي و موخواله اداره رامنځته کړه، چې هدف یې په هیواد کې د کتابلوستنې فرهنګ ته لاره اوارول دي، د دغې ادارې ارمان د علم او پوهې له لارې افغانستان وتلو پړاوونو ته رسول دي. «کتاب لوست» مدني ټولنې غړي له هر ځایه هر ډول کتابونه ترلاسه کوي او په هر ځای کې یې له هرې ممکنې لارې خپروي.

سیاوش تر دې مهاله لاندې خپرونې ترسره کړي دي:

لومړۍ خپرونه:

د کتاب په اړه د پښتو ژبې د وتلو لیکوالانو مقولې راټولول.

دوهمه خپرونه:

د کتابي انځورنو(د کتاب لوست په حال کې) د ځوانانو، ماشومانو، او مشهور څېرو د انځورونو تولید او راټولول.

دریمه خپرونه:

د افغانستان د ختیځ زون لپاره د پوهنې راډیو (له لرې واټن څخه د زده کړې ښه لار) حکومتي راډیو فعالول.

اوس غواړي د پوهنې په رنګ په خپل ځانګړي بایسکل، چې یو کتابتون او دوه واړه لوډسپیکرونه لري، په ټول افغانستان وګرځي، ولایت په ولایت، کلي په کلي، ښوونځي په ښوونځي او افغان نسلونو ته کتابونه، کتابچې او قلمونه وویشي.

د نوي نسل د روزلو په پار او د مطالعې دود د عامیدو په خاطر او پوهې د خپراوي له پاره د «کتاب لوست» مدني ټولنې تبلیغات چې سیاوش او ملگرو یې عملا پیل کړي دي، تر اوسه ډیر موثر گڼل شوي دي. دا یې څو بیلگې دي:

د غره پر ډډه باندې د «کتاب» نوم لیکل:

د «کتاب» توری په دومره لویه کچه د غره پر ډډه لیکلو اصلي موخه دا وه چې د دې کلمې په لوستلو سره د هر لوستونکي ‌ذهن ته د مطالعې، زدکړې او پوهې د ترلاسه کولو فکر پیدا شي. د غره پر ډډه باندې په دومره لویه کچه د «کتاب» لیکل، لویه حوصله وخت او مصرف ته اړتیا لري او دې ټول بار ته سیاوش او د ده ملگرو اوږه ورکړې او دا کار یې ترسره کړی دی.

د دې کار د ترسره کولو جریان سیاوش لیکلی دی چې دلته یې لنډیز را اخلم:

«غوښتل مو د کابل ـ ننګرهار په لويه لار، چې له ښکلاګانو او منظرو ډګه ده؛ څو پېغامونه د کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه وليکو… ټول لس کسه شو. سبا سهار وختي سره راټول شوو، دوه موټره شوو حرکت مو وکړ… تر يوه ساعت وروسته د مومن خان او شرينۍ کلي ته ورسيدو…

د دې ټولو خنډونو سره ـ سره زمونږ کار ښه په شوق روان و، ځکه زمونږ ارادې او عزم پياوړي و…  نور تنکي زلمي ملګري هم ستړي ښکارېدل، خو خوښ په دې ول چې دا زحمت د خپلو خلکو د روښانه راتلونکې او ويښتيا لپاره کوي… مونږ د پېغام لپاره درې متره ځاى نيولى و، خو خبره شل مترو ته ورسېده ځکه مونږ د هر توري لپاره يو متر په لڼډو او شپږ متره اوږدوالى ونيوه… ښه ډېر ستړي شوي وو، خو په دې ستړيا کې يو عجيبه کېف و… کار مو پېل او تر ماسخوتنه مو خلاص کړ. ټول خوښ وو چې تر دوه ورځو سختو خواريو وروسته مو خپله هيله پوره کړه.»

دغه راز د «کتاب لوست» ټولنې غړو د خپلو تبیلیغاتو په لړ کې، د کتاب ټولونې او کتاب ویشنې سفرونو په ترڅ کې په ځینو کلو، لارو او ښوونځيو ته ورڅېرمه سیمو کې، پر دیوالونو د خپلې ټولنې له نامه او نښان سره داسې شعارونه لیکلي او نښلولي دي چې لوستونکو او لیدونکو ته د مطالعې او پوهې د ترلاسه کولو فکر او ایدیا ورکوي. دا یې دوې بیگې دي:

د ادریس سیاوش فیسبوک پاڼه:

د ادریس سیاوش د فیسبوک پاڼې د فعالیت او پوستونو ډېره برخه د کتاب لوست مدني ټولنې فعالیتونو ته ځانگړې شوې ده. د خپلو هڅو رپوټونه او عکسونه خپروي او د ده د کارونو او «کتاب لوست» مدني ټولنې په باب د نورو خلکو نظریات هم را اخلي.

د ۲۰۱۸ ام کال د دسمبر په یودېرشمه نېټه یې دا اعلامیه خپره کړه:

«د کتاب لوست بايسکل د کتابونو راټولولو او ويشلو بهیر بيا پیل؛

د کتاب لوست ادارې اعلاميه:

د کتاب لوست بايسکل د کتابونو، کتابچو او قلمونو راټلولو او بېرته ويشلو بهیر بيا پيليږي.

د کتاب لوست بايسکل، چې د ليندۍ د مياشتې په ۱۹ نېټه د لغمان ولايت له مهترلام ښار څخه پيل او سلګونو ځوانانو او ماشومانو ته يې خورا ګټور کتابونه او قلمونه وويشل، غواړي په ټول افغانستان وګرځي، کلي په کلي، ښوونځي په ښوونځي افغان نسلونو ته کتابونه، کتابچې او قلمونه وويشي او د پوهنې د روان بهير له حال او احوال څخه ځان خبر کړي. دغه بهير د کتاب لوست بايسکل د حرکت مشر ښاغلي محمد ادريس سياوش په پوهنتون کې د سميستر د پای ازموينو له کبله ځنډېدلی دی، چې د مرغومې د مياشتې په شلمه نېټه به بيا پېل شي، او له يادې نېټې څخه وړاندې به د يو شمېر رسنيو په ټولنيزو او خبري خپرونو کې، په هېواد کې د کتابلوستنې فرهنګ ته د لارې هوارولو په موخه، مرکې و بحثونه ولري او افغان ملت ته به د کتاب لوست فرهنګ د ودې په برخه کې ګټور پېغامونه، وړانديزونه و بحثونه ولري، چې د دغې لړۍ لومړۍ خپرونه به سبا سهار اته بجې له شمشاد نړيوال تلويزيون څخه پيلي شي.

د کتاب لوست مدني ټولنې اداره پرافغان ولس غږ کوي چې په هېواد کې د کتابلوستنې فرهنګ د ودې،زده کړې فرهنګ خپراوي د ولسواکۍ د لا ټینګښت و پایښت او د راتلوکې ښېرازۍ په اراده، په دې بهیر کې، نر و ښځه فعاله ونډه واخلي؛ په دې توګه، د خپل برخلیک په ټاکنه کې، خپل ملي- انساني مسؤلیت اداء کړي او پرېنږدي چې افغان ولس بيسواده پاتې شي.

هر څومره چې په دې ملي پروسه کې د خلکو حضور زیاتیـږي، نو په هماغه تناسب به د ناپوهۍ و بې سوادۍ کچه را ټیټيږي، ځکه نو زموږ شریفې پرګنې باید د کتاب لوست بايسکل ملي حرکت سره د مادي او معنوي مرستې لپاره د نوملیکنې په بهیر کې، په خپل پراخ ګډون سره، ثابته کړي چې موږ ته خپل هیواد، خپل ملت او خپل سرنوشت تر هر څه ډېر مهم دی.

ټولنه همدارنګه پر خپلو ټولو فکري ملګرو هم غږ کوي چې په خپل ټول ځواک سره، د دې ملي پروسې په بریالیتوب کې ونډه واخلي، خلک یې په اهمیت پوه او پراخ ګډون ته وهڅوي.

درنښت

د کتاب لوست اداره

کابل- افغانستان

۱۰ مرغومې ۱۳۹۷

ادریس سیاوش ځینې چاپي، انځوریزې او غږېزې خپرونې کړې دي، چې هغه هم د کتاب لوستنې او پوهې په ترلاسه کولو کې لوی رول لري، چې لږ وړاندې یې یادونه وشوه.

د نوي نسل د روزلو او تعلیم او پوهې د نهضت یو څو پلويانو د ادریس سیاوش د فرهنگي فعالیتونو په باب خپل نظریات څرگند کړي دي، چې هر نظر په خپل وار سره ځکه د قدر وړ دی چې د ادریس په لاهڅونه کې مثبت او غوڅ رول لرلای شي. د ادریس سیاوش د کارونو په باب د ده د همځولو او ځینو نظر خاوندانو لنډې خبرې را اخلم:

پرویز نیکبین داسې لیکلي دي:

«زمونږ ملګری ښاغلی ادريس سياوش غواړي په هېواد کې د کتاب لوستنې بهیر ته لاره هواره کړي. د دوى آرمان د علم او پوهې له لارې افغانستان وتلو پړاوونو ته رسول دي، دغه ارمان ته رسېدل د زده کړې فرهنګ خپراوي ته اړتیا لیدل کېږي.

دوى له هرځایه هر ډول کتاب ترلاسه کوي، په هر ځای کې یې له هرې ممکنې لارې خپروي.

راځئ د خپل هېواد ټول ځوان نسل او هر انسان سره دا مرسته وکړو چې کتاب ولولي. له دغې لارې به په یوې هوښیارې ټولنې کې ژوند وکړو او په اوږد مهاله کې به مو د ژوند له هره اړخه ناخوالې را کمې شي.»

د سیاوش د څو تنو ملگرو نظریات چې د «کتاب لوست» په ځانگړې پاڼه کې راغلي دي:

ځوان ژورناليست ښاغلي عبدالله سهاک:«

د دواړو دي په غـاړه؛ خو توپیر مو په کې دا دی
ستا غاړه کې ټوپک، زما په غاړه کــــتـــابـــــونه

دا ځوان ادریس سیاوش Idrees Syawash نومېږي او څو کاله وړاندې یې د کتاب لوست په نوم یوه ابتکاري پروسه شروع کړې چې په کې بې وزلو زده کوونکو ته د کتابونو او کتابچو د ویشلو تر څنګ د مطالعې سره د شوق پېدا کېدو په هدف یاد کار ترسره کېږي؛ چې د اوس وخت اشد ضرورت هم دی. مونږ هم د سیاوش صیب! د لار لارويان یو او دغه سفر کې ورسره یو. خدای دې توفیق ورکړي چې لا نور کارونه هم وکړي، له هغو خلکو او ملګرو چې اقتصادي حالت یې یو څه ښه وي هیله کوو چې دغه پروسه کې برخه واخلي او مادي او معنوي ملاتړ یې وکړي.» 

جاوید عابد:

«دا ځوان ادریس سیاوش نومیږي، د ملنګ او پر وطن و انسانیت مین شاعر، ارواښاد اسحاق ننګیال زوی دی، دا تاند ځوان د خپل هیواد د بچیو د پر مختګ او د هغوی د ا‌ذهانو د روښانتیا له پاره، یوه اندازه کتابونه پر بایسکل بار، پر یوه و بل کلي ګرځي او خپله انساني مینه د کتابونو له لاري پر ولس ویشي. داسي ځوانان او داسي فکرونه دي په هیواد کي ډېر سي!!!

چا چي خپـل قـدر پـخـپـلـه وکـړو ګلــه
ستاره د هـغـه قــوم پـه عــروج شولــه
خــدای هـم نه بـدلـوي حال د هـغه قوم
څوک چي نه بدلوي خپل حالت پخپله»

ځوان شاعر او ليکوال ښاغلي روئيد همت:

«زما ملګري زما ویاړ او په ملګرو کې ادریس سیاوش د کتاب او قلم ستر انسان.

د کتاب لوست موضوع زمونږ د ځانګړو ملګرو همیشنی بحث و چې څنګه وکولی شو د کتاب او پوهنې دغه سپیڅلی ذهنیت د افغانستان ګوټ ګوټ ته ورسوو خو ادریس سیاوش صیب له دغه کار سره څه بل شان لیونۍ مینه درلوده، د دې مینې له اظهار څخه به مو بلا خوندونه اخیستل او په خپل دغه ملنګ خویه او بادشاه صفته ملګري مو په ټول ډاډ ویاړ کاوه.

اوس دا دی زمونږ هغه بحثونه او خبرې اترې ادریس سیاوش عملي کړې لکه څرنګه چې یې طرحه سپیڅلې وه نو پیل او مرام یې هم سپڅلی و، مونږ پوره باور لرو چې د دې تاند ځوان دغه کار د دې مظلوم ملت لپاره ګټور تمامیدی شي.

د ادریس سیاوش لپاره د اوږد او خوشاله ژوند هیله مند یم.»

ثناالله رخشانی:

دا ځوان ادریس سیاوش نومیږي، د ملنګ او پر وطن و انسانیت مین شاعر، ارواښاد اسحاق ننګیال زوی دی، دا تاند ځوان د خپل هیواد د بچیو د پر مختګ او د هغوی د ا‌ذهانو د روښانتیا له پاره، یوه اندازه کتابونو پر بایسکل بار، پر یوه و بل کلي ګرځي او خپله انساني مینه د کتابونو له لاري پر ولس ویشي. داسي ځوانان او داسي فکرونه دي په هیواد کي ډېر سي!!!

ګل رحمان رحماني:

«سیاوش صیب اوس د پوهې او فکر په ګرځنده ښوونځي بدل شوی، خدای پاک دې لا همت وړکړي…»

د کتاب لوست مدني ټولنې مسؤلینو د خپلو هڅو موخه او د خلکو د مرستې د جلبلو له پاره داسې لیکلي دي:

«مونږ ژمنه لرو،چې د کتاب لوستنې راجوال د غیر علمي فرهنګ لمنځه وړل دي.

راځئ له ټولو افغان ځوانانو او هر انسان سره دا مرسته وکړ،چې کتاب ولولي، له دغې لارې به په یوه هوښیاره ټولنه کې ژوند وکړو او په اوږد محاله کې به مو له هره اړخه ناخوالې راکمې شي.
غروال صیب دې تل ښاد او ودان وي،چې تل ځوانان کتاب لوستنې ته هڅوې،عکسونه ترې اخلي او بیا یې د کتاب لوست ادارې ته د خپرولو لپاره رالیږي.»

د کتاب لوست مدني ټولنې ادارې له ټولو هغو کسانو څخه چې، چې د د کتاب لوست مدني ټولنې ادارې مادي او معنوي لاسنیوي یې کړی دی، داسې مننه کړې ده:

« د کتاب لوست بايسکل؛

مننه د لغمان مشرانو او ځوانانو!

مونږ په خپل ځانګړي بايسکل افغان نسلونو ته د کتابونو د ويش حرکت لغمان څخه وکړ. سلګونو ماشومانو او ځوانانو ته مو په ښار او ښوونځیو کې کتابونه وويشل. دوې سره مو خبرې وکړې او د دوې خبرې او غوښتنې مو واوريدې، چې مونږ به د دوې ستونزې او غوښتنې پوهنې وزارت سره شريکې کړو او په راتکونکي به هم لغمان ولايت ته سفرونه وکړو، غوڼدې به جوړې کړو و بحثونه به په لاره واچوو او له دغې لارې به د کتاب لوستنې بهير ته لاره هواره کړو.

د کتاب لوست مدنې ټولنې اداره د لغمان ولايت له يو شمېر فرهنګي او فکري و فعالو مشرانو او ځوانانو څخه مننه کوي، چې د کتاب لوست بايسکل حرکت د پېل غوڼډې او کتابونو د ويش په برخه کې يې مرسته کړې ده…»  

د ادریس سیاوش او د ده د فعالیتونو په باب د نورو د نظریاتو په لړ کې مې دا شعر هم تر سترگو شو چې د ادریس توصیف ته ځانگړی ډول شوی دی:

دا شعر د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د Naimullah Rahmani NB په فیسبوک پاڼه کې خپور شوی دی:

زما د هیواد با احساسه ځوان ته ډالۍ !

دا ته څـــــوک یې؟ چې راوتـــی یې لــه کـوره

پـه جانـــــــان وطـــــن کې ګرځې لور په لوره

دا تـه څـــــوک یې؟ چې شــــوقـي یې د کـتـابـو

د تعلـــــــیم نارې وهــــې لــه ډکـــه شــــــــوره

دا ته څوک یې؟ چې راتـلونکی روښان غواړې

مور وطـــــن مې خلاصـــــوې له لوی پـیغوره

دا ته څوک یې؟ چې تـیـارې دې مخکې کـړې

ته یـې شـاتــه ورپســــې شــــــوې زمـا وروره

دا ته څــوک یې؟ دا پښـــې دې نـه خـوږیـږي؟

چــلـــوې چــــــې بایسـکــــل پــه زوره، زوره

دا تــه څـوک یې؟ چې په نوي نسل پـوه یـــــې

په لیک لوست باندې یې ژغورې له سـره اوره

دا ته څوک یې؟ چې منظور غوندې پیدا شوې

انقــــــلاب ته یـــې روان د سترګو تــــوره

دا ته څـوک یې؟ او د کـــوم ترکاڼ شاګرد یې؟

د قــلــــمـــــو نه دې جـــــوړه کـــــړلـــه تٌـوره

دا تــه څــوک یې؟ چې نـعـیـم مې درتــه وویل

لـــــه دې دمـــه، تـر بـل دمـه شـــــې سمسوره

لـــــه هیـــبـــــتـه د حــبـــــشه مـــحـــــــوشـــه

سیـــــــــــاوشــه، سیـــــــاوشــه، سیـــــــاوشــه

ادریس سیاوش د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ په دریمه په خپل فیسبوک پاڼه کې داسې لیکلي وو:

«په شمشاد کې د کتاب لوست بايسکل ننداره،

د کتاب لوست بايسکل په اړه تازه جزيات، په بايسکل کې نوي ځانګړي نوښتونه، د جاويد اميرخېل په غږ د استاد حبيب الله رفيع صيب ترانه، د استاد ګل پاچا الفت او ستر انسان اسحاق ننګيال شعرونه او عکسونه، د ډاکټر صيب محمد ابراهيم شينواري کتابونه، د استاد فاروق فردا، استاد علم ګل سحر، ځوان شاعر اجمل او ژورناليست تورمان، ځوان ليکوال او ژورناليست ارش ننګيال و ځوانو هنرمند جاويد عابد د کتاب په اړه معقولې اوريدلی شئ.

#ډير ژر»

ما د ادریس سیاوش غږ او خبرې نه وې اورېدلې. کله مې چې له شمشاد سره د ده د مرکې زیری واورېده، نو ورته تلوسه مې شوه چې خبرې یې واورم او له خبرو اورېدونه د ده د پوهې او مطالعې کچه مالومه کړم.

کله مې چې د ده خبرې واورېدې او ولیدې، په ریښتیا ورته حیران او ډېر خوشاله شوم. ادریس سیاوش له خپل سن نه وړاندې پښه ایښې ده او داسې غږیږي لکه یو پوخ با مطالعې او د ستر ارمان لرونکی شخص. زه همدا اوس او همدلته د ده ټولې کورنۍ ته او په تېره د ده مشر ورور  ښاغلي آرش ننگیال ته مبارکي وایم. دا د دوی د زحمتونو او تشویقونو پایله ده چې نن سیاوش د تلویزیون د کمرې پر وړاندې داسې غږیږي لکه یو مشر او له ستونزو نه د خپل هیواد او خلکو د خلاصون له پاره د داسې لارې وړاندیز کوي چې نه وینه په کې تویږي او نه هم د چا ژوند ته گواښ متوجه کېږي چې هغه د تعلیم له لارې په مدرنه بڼه، په مینې سره د نوي نسل روزل دی.

له شمشاد تلویزیون سره د ادریس سیاوش د مرکې غټ ټکي ما په قلم ولیکل، بیا مې په کمپیوتر کې ټیپ کړل او اوس یې له تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم:

«کتاب لوست یوه ځانگړې فرهنگي موخه واله اداره ده چې غواړي په هېواد کې د کتاب لوستنې بهیر ته لاره اواره کړي. د دغې ادارې ارمان، د علم او پوهې له لارې، افغانستان وتلو پړاوونو ته رسول دي. دغه ارمان ته رسېدل، د زدکړې فرهنگ خپراوي ته اړتیا لیدل کېږي.

د کتاب لوست (اداره) ټول ملگري ژمنه لري چې د کتاب لوستنې رواجول، د غیر علمي فرهنگ له منځه وړل دی. موږ ډاډه یو چې افغان زلمي به د کتابلوستنې او د فکري پیاوړتیا له لارې نړۍ ته خپل استعدادونه وښيي…

موږ دوی ته کتابونه او مینه ویشو. ډاډه یم چې له دغې لارې به د یوې روښانه راتلونکې زیری ولرو. راځئ له ټولو افغان نسلونو او هر انسان سره دا مرسته وکړو چې کتاب ولولي.»

د لغمان د رسنیو دفتر په یو خپره کړې اعلامیه کې د ادریس سیاوش د کارونو په باب داسې راغلي دي:

«زه به د هیواد په ګوټ ګوټ کې کلي په کلي، ښونځي په ښوونځي افغان زلميو او ماشومانو ته کتابونه، کتابچې او قلمونه ويشم.

دغه څرګندونې د کتاب لوست ټولنې مسول محمد ادريس سياوش د کتاب لوست بايسکل کمپاين د پيل په موخه په جوړه شوې غونډه کې وکړې، نوموړي وويل:

زه غواړم چې د يوه ځانګړي بايسکل په وسيله چې يو کوچنی کتابتون لري، په ټول افغانستان کې وګرځم، کلي په کلي، ښونځي په ښونځي افغان زلميو او ماشومانو ته کتابونه، کتابچې او قلمونه وويشم او ترڅنګ يې غواړم چې د همدې لارې په هېواد کې د مطالعې د فرهنګ د پياوړتيا او ودې لپاره رغنيز پيغامونه واستوم، څو افغان زلمي او ماشومان کتاب لوستنې ته مخه کړي.

په يادو مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فيضان الله پټان د ښاغلي سياوش د نيک احساس د ستاينې ترڅنګ په خپلو خبرو کې وويل: افغانان د کتاب لوستنې لرغونی فرهنګ لري، بدبختانه چې تېرو څو لسيزو جګړو دغه فرهنګ ته ضربه ورسوله، اوس د خوښۍ ځای دی چې ګڼ شمېر ځوانان د کتاب لوستنې د فرهنګ د پياوړتيا لپاره ملا تړلې ده او غواړي چې د کتاب لوستنې فرهنګ لمن يو ځل بيا په ټول هېواد کې وغوړوي، زه د دغسې ځوانانو ملاتړی يم او له نورو ځوانانو څخه هم غواړم چې خپله کتاب ولولي او نور ته يې هم د کتاب لوستنې بلنه ورکړي.

په غونډه کې يو شمېر نورو ويناوالو هم د موضوع په اړه خبرې وکړې.

له غونډې څخه وروسته د محمد ادريس سياوش له لوري د کتاب لوست بايسکل کمپاين د روښان عالي ليسې څخه د کتابونو، کتابچو او قلمونو په ويشلو سره پيل شو چې دا لړۍ به ټول هېواد ته د نوموړي له لوري ترسره شي.

۱۳۹۷/۹/۱۹
#دلغمان #ولایت #درسنیو #اواړیکو #دفتر»

زه ډاډه یم چې:

د علم او پوهې له لارې افغانستان وتلو پړاوونو ته د رسولو په پار که د کتاب ټولونې او کتاب ویشنې په برخه کې د ادریس سیاوش او «کتاب لوست» ټولنې هڅې په همدې مینې او جدیت سره روانې وي، نو په نږدې راتلونکې کې به د وطن د ابادۍ په خاطر، د پوهې او رڼا زېری د وطن هر تیار گوټ ته ور ورسېږي.

د نوي نسل د روزلو غورځنگ د نوې روزنې

د ښې پراختیا او غوړېدا د هیلې تر څنگ،

ادریس سیاوش ته تانده ځواني او د

علم او پوهې له لارې افغانستان

وتلو پړاوونو ته د رسولو

په کار کې بریا او

سرلوړی غواړم!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب