یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: د هرات په زلزله کې لږترلږه ۳۲۰ تنه مړه شوي

ملګري ملتونه: د هرات په زلزله کې لږترلږه ۳۲۰ تنه مړه شوي

تاند(شنبه، د میزان ۱۵مه) ملګري ملتونه وايي چې د هرات ولایت په نننیو زلزلو کې لږترلږه ۳۲۰ تنه مړه شوي دي.

د لومړنیو راپورونو له مخې، د دې زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۳ و چې ډېره شدیده ګڼل کېږي.

لومړۍ او سخته زلزله، چې د افغانستان د سهار په یوولس بجې او ۱۰ دقیقې وشوه، مرکز یې د هرات ښار په ۴۰ کیلومترۍ کې و.

ملګروملتو د امریکا د جیالوجیکي سروې پر اساس ویلي چې ورپسې د بلې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۵ اعشاریه ۵ درجې و.

د وروستیو راپورونو له مخې، نن شپه شل باندې یوولس بجې هرات ښار او شاوخوا سیمې یوې بلې زلزلې ولړزولې چې دا په تېرو ۱۲ ساعتونو کې شپږمه زلزله ده.

خلک سخت بېرېدلي او اکثره کورونو ته ننوتلی نه شي.

خو له پېښو سره د مبارزې اداره وايي چې ۷ کلي په بشپړ ډول نړېدلي او وېره ده چې سلګونه او یا ممکن زرګونه کسان مړه شوي وي. د دې ادارې د ویاند په وینا په دغو کلیو کې د ځینو نفوس شاوخوا زرو کسانو ته رسیده چې اوس یوازې ۱۰۰ تنه په هر یوه کې پاتې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب