یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهدویم تعقیب؛ هرات کې د زلزلې تلفات ۳۰ تنو ته رسیدلي

دویم تعقیب؛ هرات کې د زلزلې تلفات ۳۰ تنو ته رسیدلي

 

تاند (شنبه، د میزان ۱۵ مه) راپورونه وایي، چې په هرات ولایت کې د نن سهار د زلزلې له امله د تلفاتو شمېر زیات شوی.

تازه راپورونه څرګندوي، چې د دغې زلزلې له امله ۳۰ تنه مړه شوي او لږترلږه ۳۰۰ نور ټپیان دي.

تر دې مخکې په هرات کې د طالبانو دعامې روغتیا رئیس مولوي طالب رسنیو ته د ۱۴ تنو مړینه تایید کړې وه خو شېبه په شېبه له لیرې پرتو سیمو راپورونه رسیږي چې ورسره د مرګ ژوبلو شمېر هم ډېریږي.

د هرات د والي ویندوی وايي چې ممکن ۱۰۰ تنه مړه شوي وي.

یوې نسبتاً شدیدې زلزلې نن هرات ولایت او شاوخوا سیمې ولړزولې.

د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې پر اساس د دې زلزلې شدت، چې د افغانستان په وخت په یوولس بجې او ۱۲ دقیقې وشوه، شپږ نیم ریښتره و.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د زلزلې مرکز له مځکې ۱۰ کیلومتره لاندې و چې ډېر ژور نه دی او عموماً د هغو زلزلو شدت او په نتیجه کې یې زیان زیات وي چې مرکز یې ډېر ژور نه وي.

لویدیځو رسنیو ویلي چئ د زلزلې مرکز د هرات ښار د شمال ختیځ په ۴۰ کیلومترۍ کې و.

د امریکا د جیالوجیکي سروې د زلزلې شدت ۶ اعشاریه ۲ ښوولی دی.

وېره ده چې د مرګ ژوبلو شمېر به تر دې ډېر وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب