Homeخبرونههسپانیا کې افغان سفارت هم د طالبانو رژیم سره تعامل وکړ

هسپانیا کې افغان سفارت هم د طالبانو رژیم سره تعامل وکړ

تاند:(شنبه، د میزان ۱۵مه) د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په هسپانیا کې د افغانستان سفارت ورسره تعامل کړی.

دغه وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې هسپانیا مېشتو افغانانو ته خبر ورکړی، چې یاد شوی سفارت د دوی د رژیم استازیتوب کوي او دوی کولای شي، چې د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت څخه د تصدیق لپاره خپل اسناد نوموړي سفارت ته وسپاري.

په هسپانیا کې د افغانستان سفارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې تېره اوونۍ په هالنډ کې هم د افغانستان سفارت د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سره تعامل کړی و.

په وروستیو کې له طالبانو سره د افغانستان د هغو سفارتونو او دیپلوماتیکو نمایندګیو شمېر نږدې ۲۰ ته رسیدلی، چې د طالبانو رژیم سره تعامل لري.

له دې سره، لا هم د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني.

1 COMMENT

  1. تعمل له ناروغ او جاهل سره کیږي. که طالب خبیث په دې ویاړي دا ددوۍ لپاره لوی شرم ده دمګر طالب او شرم یې سره کله سي اورتې ورنه پنجابي یرغمل کړې 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...