دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد افغان کډوالو د ایستو په اړه د پاکستان د حکومت تازه...

د افغان کډوالو د ایستو په اړه د پاکستان د حکومت تازه توضیحات

تاند:( شنبه، د میزان ۱۵مه) پاکستاني چارواکو د افغان کډوالو د ایستو په اړه د خپلې پریکړې تازه توضیحات ورکړي او ویلي، چې په ناقانونه توګه دغه هېواد کې مېشت ټول افغان کډوالو یو ځای نه؛ بلکې په تدریجي ډول ایستل کیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي، چې په لومړی سر کې به هغه افغان کډوال له دغه هېواده وویستل شي، چې په قاچاق او نورو ناقانونه کړنو کې لاس لري.

له دې سره پاکستانۍ ویاندې د دغه تدریجي ویستو په تړاو نور معلومات نه دي ورکړي.

د پاکستان حکومت د اکتوبر په درېیمه اعلان وکړ، چې هغو بهرنیو ته چې په پاکستان کې ژوند کوي او د استوګنې قانوني اسناد نه لري د نومبر تر لومړۍ نیټې وخت ورکوي چې یا له پاکستانه ولاړ شي یا به قانوني چلند ورسره کیږي او په زوره به ایستل کیږي.

په کابل کې د طالبانو چارواکو د اسلام اباد پریکړه په سختو ټکیو غندلې ده.

د ملګرو ملتو له اټکل سره سم، تر شپږ لکه ډېر افغانان د طالبانو تر دوهم ځلي واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي دي چې یوه لویه برخه یې هغه کسان دي چې په پرمختللیو هیوادو کې د پناه اخیستلو لپاره انتظار دي.

2 COMMENTS

  1. نور باید افغانان که شرم لري پاتې نشي ځکه پاکستان د ملل متحد سره بیا په تماس کې دی چې ددوی په سر پیسې واخلي. که افغاني غرور او غیرت لرئ او دپنجاب دالو پدې څو کلونو کې بیغیرته کړي نه یاست نور لاړ شئ. ستاسو تګ د خپل هیواد ملا قوي کوي ابادي او پرمختګ راوړي او زمونږ د ازلي دوښمن پاکستان ملا ماتوي او اقتصاد یې خرابوي او د ستاسو په سر د پیسو ګټلو نوی پلان یې شنډوي. ستاسو بیرته تګ د پاکستان خلاف عظیم جهاد دی او لوب اجر پکې شته.

  2. د رذیل موزي طالب غلام په خوله تور پنجابی د طالب د اورتې میړه پیاز هم نه خوري. دغه سي تورغری داسي چلند کوي دغه د غلام طالب د شمشتو د کمپ د حرامي له برکته 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب