دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپه هرات کې شدیده زلزله: تر اوسه د ۲ تنو مړینه او...

په هرات کې شدیده زلزله: تر اوسه د ۲ تنو مړینه او ۵۵ ژبلېدا تایید شوې

تاند (شنبه، د میزان ۱۵ مه) یوې نسبتاً شدیدې زلزلې نن هرات ولایت او شاوخوا سیمې ولړزولې.

د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې پر اساس د دې زلزلې شدت، چې د افغانستان په وخت په یوولس بجې او ۱۲ دقیقې وشوه، شپږ نیم ریښتره و.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د زلزلې مرکز له مځکې ۱۰ کیلومتره لاندې و چې ډېر ژور نه دی او عموماً د هغو زلزلو شدت او په نتیجه کې یې زیان زیات وي چې مرکز یې ډېر ژور نه وي.

لویدیځو رسنیو ویلي چئ د زلزلې مرکز د هرات ښار د شمال ختیځ په ۴۰ کیلومترۍ کې و.

د امریکا د جیالوجیکي سروې د زلزلې شدت ۶ اعشاریه ۲ ښوولی دی.

په هرات کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې نن تراوسه پورې په هرات کې څلور زلزلې احساس شوي او دوی د معلوماتو په راټولولو بوخت دي.

د هرات د حوزوي روغتون سرچینې وايي چې تراوسه پورې دغه روغتون ته د دوو تنو مړي او ۵۵ ټپیان وروړل شوي دي.

وېره ده چې د مرګ ژوبلو شمېر به تر دې ډېر وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب