شنبه, نوومبر 9, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د وضعیت ښه کیدو لپاره له نړیوالو د علي احمد...

د افغانستان د وضعیت ښه کیدو لپاره له نړیوالو د علي احمد جلالي غوښتنې

تاند:( شنبه، د میزان ۱۵مه) د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي له طالبانو سره د چلند په تړاو د سیمې او نړۍ د هېوادونو همغږی دریځ د افغانستان د وضعیت ښه کیدو په برخه کې اساسي اړتیا بولي.

نوموړي په یوه تلویزوني مرکه کې وویل، چې تراوسه د افغانستان وضعیت له دې امله هم نه دی ښه شوی، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه د طالبانو رژیم سره د تعامل په اړه همغږي شوي نه دي.

جلالي وایي د ملګرو ملتونو سرمنشي دوه ځلې د سیمې د هېوادونو له ځانګړو استازو سره په دې اړه غونډه وکړه، چې د طالبانو رژیم سره یې د تعامل په اړه نظرونه نږدې او یو ډول کړي، خو په دې کار ونه توانید.

د هغه په وینا، که نړیواله ټولنه د طالبانو پر مشرانو فشارونه زیات کړي، تعامل ورسره ونه ساتي، د افغانستان سفارتونه ور ونه سپاري او بهرنیو هېوادونو سره یې د سفرونو او پانګونو په برخه کې بندیزونه جدي کړي، طالب مشران به په افغانستان کې د خپل چال چلند اصلاح کولو او افغانانو او نړیوالو سره تعامل ته غاړه کېږدي.

دغه افغان سیاستوال ټینګار کوي، چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو د رژیم د په رسمیت پېژندلو لپاره ملي مشروعیت اساسي معیار وګرځوي او تر هغې، چې دغه رژیم یاد شوی مشروعیت نه وي ترلاسه کړی، نړیوال دې ورسره تعامل او ملاتړ نه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر څه موده مخکې له دوی سره د افغانستان د ۱۵ سفارتونو د تعامل خبر ورکړی و.

په وروستیو ورځو کې دا شمېر تر دې هم زیات شوی او ځینو نورو هېوادونو او بهر کې افغان سفارتونو هم طالبانو سره د تعامل اشارې ورکړي.

د طالبانو ویاندویانو د علي احمد جلالي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو دوی خپل رژیم له ملي مشروعیت څخه برخمن بولي او له نړیوالو یې د په رسمیت پېژندلو غوښتنه لري.

دا غوښتنه یې د نړۍ هېڅ کوم یوه هېواد تر اوسه نه ده منلې، په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ څه باندې دوه کاله کیږي.

4 COMMENTS

  1. زه دطالبانو به استازیتوب دایوڅو جملې تاته نه لیکم سم یې ولول
    علی احمد لیونی شوی او لیونتوب کې یې شک نشته ملګری ملتونه اودسیمې هېوادونه دې دپخوانی وزیر اویوشمیر دقدرت تږو غم وخوری چې سیاسی پوهه، انصاف، عقل او منطق یې سرته راشی . وایی چې یولیونی ټولې نړۍ ته دلیونی په سترګو ګوری!!!
    دی په واشنګتن کې مصنوعی خوبونه وینی نوځکه دمړې ګېډې فاړسۍ وایی دافغانستان محروم اوشهید ولس به دکرزی په داسې وزیر چې اکو بکو کې لګیاړی څه وکړی؟ علی احمد لیونی جمع کرزی جمع متکورجمع خلیل زوړجمع ډبل ګل مرجان دا تول دیوه اخور خوسکی دی غاښونه یی مه ګوری وایی پشۍ به داوړو جوړه کړم میو به په کې څوک وکړی . دامزدور؟
    پخوانی زاخیلوال ،فاروق وردګ هم عین قماشان دی وایی سور سپی دلیوه ورور دی. دپښتوزبی معلم = پخوانی وزیز علی له کومې کړکی افغانستان ته ګوری؟ علی اوس هم دکرزی په څېر کنجاړه په خوب وینی او تمه لری! ددې لیونی دوضعیت غوشتنې او درملنې دجلال خان دنظرابعاد زاړه اوخسا دی

  2. څوک به له جلالی صاحب نه پوښتنه و نه کړي چې آیا ددې خبرې چې « نړیوال دې ورسره تعامل کوي» ، معنی دا نه ده چې افغان ماشومانو ، بې وزله او بې اسرې سپین ږیرو او سپین سرو ته دې خواړه او درمل نه ورلیږل کیږي ، هیڅ هیواد دې افغان ناروغان تداوې ته نه ورپریږدي، ددې پر ځای چې طالبانو ته له نړۍ سره د روا اوسالیمې راشه درشې له لارې د یوه روا او ذمه وار چلن موکه ورکړه شي ، هغوی نورو لارو ته ټیله کړل شي او وطن یو وارې بیا د خپلو ولس په وژنتون واوړي؟

  3. UNITED NATION&WORLD ALL COUNTRY MUST OFFICIALRECOGNIZE ISLAMIC EMARAT,
    ISLAMIC EMARAT HAVE 100%CONTROL ON AFGHANISTAN.
    BUSINESS IS GOING COOL,
    ISLAMIC EMARAT WORK WITH VERY LITTLE ECONOMIC SOURCE.THEY BUILD MANY PROJECT IN AFGHANISTAN,
    I VISITED AFGHANISTAN IN LAST MONTH,EVERY THING ARE GOOD,
    I HOPE TO SEND HELP TO SOME POOR AFGHANS OR DON,T HAVE JOBS,
    ANY PRESSURE ON IMARAT ISLAMIC IS DIRECTLY PRESSURE,
    JALAL ABAAD CITY NEED TO ONE LARG HOSPITAL WITH MULTY SERVICES
    ALSO NEED TO BUILD ONE PROJECT OF ELECTRICITY&DAME ON KUNER RIVER
    THANK YOU
    ALWAYS BE ESLAMIC IMARAT OF TALIBS
    RAZMOHAMMED KAMAWAL NEWYORK

  4. رښتیا هم د وروڼو د انتقاد سره سم که حُکام یو فیصد د څلویښت میلیونه وی یعنی څلورسوه زره،هغه هم د سالم فهم ، احساس او روابطو په اساس متفاوت؛ نو څنګه او کوم فشار په یو فیصد چي نوی یی هر څه په ۹۰ فیصد تفاوت سره دوی ته مهیا شوی او بی له محدود شمیر ، اکثریت یی
    ملت ،مجرم او د یو فیصد سابقه مفسدو حکامو سره تړلی بولی چي کاملاََ غلطه محاسبه ورته ویلی شو نو څنګه کیدای شی د نظامی اکادمی متخصص پر دی اقلیتِ پخپل سر، فشار وارد کړی بی لدی
    چي محروم او مظلوم ملت متضړر شی ؛هغه به کوم روش په څه طریقه وی ، حال دا چي موثر یا مفسد حکام هیڅ وخت هم د یو فیصد نه ډیر حساب شوی ندی او دا یو فیصد نه د ملت نمایندګی
    کولی شوی او نه ملت ورباندی اعتماد درلود .
    حال دا چی زموږ مسئولیت تعمیر ،اصلاح او خدمت دی ؛ نه نابودی او عذاب د ملت .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب