د مځکې لور ته د شنې زرغونې راځوړنده لوری خړیده خړیده، ورکیده ورکیده او د لمر ختو له خوا خړې وریځې تیزې راروانې وې. د سترګو په رپ کې یې په مازدیګرني اسمان کې دا راپیدا شوي رنګونه داسې ژر ژر پاک کړل لکه د صنف پر تخته چې حسینې زما په لیکلي عاشقانه شعر تخته پاک تیر کړی و.
حسینه مې پنځلس کاله وروسته نن په فیسبوک کې پیدا کړه. راته ویې لیکل چې ژوند یې داسې دی لکه د وزرماتې مرغۍ…
« له دې به یې مطلب څه وي؟!»
دا خبره به یې ولې کوله چې« په جرمني کې ژوند لکه د مات ګل، خلک یې په ډیران اچوي»
ما د کار پوښتنه ترې وکړه دې چټ بند کړ. تر اوسه یې دا دی ساعت وشو نور څه نه دې لیکلي.
« زنګ به ور ووهم… له چا سره ژوند کوي؟»
خندا راغله، په زړه کې راتیر شول چې د ټولګي ټولې کیسې به ورته تیرې کړم هاغه خبره به ورته وکړم چې ښوونکي ته ما هاغه وخت په درواغو په والله قسم کړی و چې دا شعر د تفریح په وخت ما په تخته نه دی لیکلی، دا خبره به هم ورته وکړم چې په ویښتانو ما له لرې د غنمو پر وږې ویشتلې وه، له دې به یې هم خبره کړم چې په تفریح کې به د پټ پټونې په وخت ما هر وخت نورو ته ستا شیطاني کوله چې چیرته پټه یې. دا کیسه به هم ورته وکړم چې ما د شاه روخ خان فلم ( دل تو پاګل هی) نه و لیدلی کیسه مې له بله اوریدلې وه او خپل ملګري عثمان ته مې په لوړ غږ د دې لپاره تیروله چې ته یې واورې…که دا ورته ووایم چې ما عثمان ته په مکتب کې ویلي و چې کاشکي له شنې زرغونې واوړم چې نجلۍ شم بیا له حسینې سره لوبې وکړم او عثمان دا خبره تر هغو راته په پيغور یادوله چې زه پوهنتون ته ولاړم او دی مهاجر شو بیا پوه نه شوم چې چیرته به تللی وي.
باران تیز شو داسې شرشور یې شو لکه ناوې چې له اسمانه راخوشي شي، تر ببرې زړې ونې لاندې ودریدم هڅه مې وکړه چې د ډډ خواته نژدې شم خو د باران څاڅکې رابادیدل، د کوڅې خواته د اوبو دوړه وه، داسې احساس مې کاوه لکه دا چې په دې ګرد کې داسې چورلي راچورلي لکه یوه ورځ چې په اختر کې په چوبي اس سپره وه، اسونه څرخیدل راڅرخیدل د دې په سرو فیتو تړلي ویښته غورځیدل راغورځیدل…
په مسینجر کې مې ورته ولیکل:« کاشکي مو سره لیدلي وای»
راته ویې لیکل:« زه نه شم کولی»
« خیر دی»
څه یې ولیکل، بیرته یې ړنګ کړل، بیا یې څه ولیکل بیا یې ړنګ کړل. شونډه مې وریوده:
« لکه چې اوږد پيغام رالیږي»
تړنګ شو، راته ویې لیکل:
« هاغه د مکروریانو په چاودنه کې زما پښه غوڅه شوې»
اوبه مې له لمدو ویښتو پر مخ راوبهیدلې…. د زړې ونې له ډډه لرې شوی وم، باران ورو شوی و، هاغه د اوبو ګرد ورک شوی و…
چې کور ته راغلم ورته ومې لیکل:
«خوا مې بده شوه خو د افغانانو ژوند همداسې دی، پروا نه کوي پراګ له هامبورګه لرې نه دی زه به درشم کیسې به وکړو»
پيغام مې ورولیږه، ونه شو. ورته پام مې شو زه یې بلاک کړی وم. د دریم منزل کړکۍ ته ودریدم. شاوخوا تورو وریځو تنکی ماښام تیاره کړی و. لرې یو ځای غوټه سپینې وریځې ځلیدې. غزونې مې وکړې، زړه مې غوښتل چې یو لوی تخته پاک راسره وي او پر دې سپین ځای د تورو وریځو ګرد وڅنډم.
پراګ