پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهپر افغان صرافانو او د پيسو پر خدماتي مرکزونو نوي قيودات وضع...

پر افغان صرافانو او د پيسو پر خدماتي مرکزونو نوي قيودات وضع شول

تاند: ( یکشنبه ، د دلوې اوولسمه)‏ ‏ ‏د طالبانو د حکومت مرکزي بانک په یوه تازه ګام کې پر صرافانو او د پيسو پر خدماتي مرکزونو تازه قیودات لګولي دي.

د نویو قیوداتو له مخې، که په کابل، هرات، کندهار او بلخ ولايتونو کې څوک د صرافۍ يا پولي خدمتونو د مرکز جواز اخلي، پنځوس میلیونه افغانۍ مالي سرچينې باید ولري.

په نورو ولايتونو کې د دغه کاروبار لپاره ۱۰ میلیونه افغانۍ مالي سرچينې شرط شوي دي.

سربېره پر دې بايد د یادو جوازونو د ترلاسه کولو لپاره مالي کاروباريان پینځه میلیونه افغانۍ افغانستان بانک ته په تضمين کې کیږدي.

ويل شوي، چې یادې پیسې به افغانستان بانک د مالي جوازونو د لغوه کیدو د غوښتنليک پر مهال بیرته مالي کاروباريانو ته ورکوي.

په تازه بدلونونو کې طالبانو د صرافۍ او پولي خدمتونو د جواز ترلاسه کولو د جواز لګښت ۲ لکه افغانۍ ټاکلې ده.

افغان صرافانو او د پولي خدمتونو شرکتونو تر اوسه تازه قیوداتو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...