جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه وايي چې د اسامه بن لادن زوی په افغانستان کې...

ملګري ملتونه وايي چې د اسامه بن لادن زوی په افغانستان کې له طالبانو سره کتلي

تاند(یکشنبه، د دلوې ۱۷مه) ملګروملتو په یوه راپور کې ادعا کړې چې د القاعده شبکې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن زوی عبدالله د تېر کال په اکتوبر کې په افغانستان کې له طالبانو سره کتلي وو.

له دې راپور سره سم، چې ملګروملتو امنیت شورا ته وړاندې کړی، د بن لادن زوی د ۲۰۲۱ په اکتوبر کې په افغانستان کې افغانستان ته لاړ چې له طالبانو سره وویني. دا هغه وخت دی چې طالبانو د کابل په شمول د افغانستان ټولې سیمې تر کنترول لاندې لرلې. طالبانو کابل د اګست په ۱۵ مه ونیوه.

د ملګروملتو راپور همداراز وايي چې طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره اقدامات نه دي کړي. او حقیقت دا دی چې تروریستي ډلې اوس تر بل هر وخت په افغانستان کې له زیاتې ازادۍ برخمنې دي.

دا په داسې حال کې ده چې لوېدیځې رسنیو او چارواکو په ځلونو ویلي چې القاعده شبکه تر ډېره پاشل شوې او نور د پخوا په شان نظم نه لري.

د امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې په موافقې کې طالبانو ژمنه کړې وه چې هیڅ تروریستي دلې ته به په افغانستان کې ځای نه ورکوي او نه به د افغانستان له خاورې د بل هیواد پر ضد کار اخیستل کېږي.

د ملګروملتو د امنیت شورا د بندیزونو د څارنې د ټیم نهه ویشتم راپور تازه خپور شو.

ملګري ملتونه په کال کې دوه ځلې دا ډول راپورونه خپروي څو د القاعده او اسلامي دولت یا داعش په شان ډلو پر ضد د بندیزونو تطبیق پیاوړی کړي.

د طالبانو حکومت تراوسه پورې د ملګروملتو د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي. خو مخکې یې په دې اړه خپل دریځ اعلان کړی چې هیڅ تروریستي ډلې ته اړتیا نه لري او نه چا ته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هیواد پر ضد کار واخلي.

ځینې کتونکي وايي چې طالبانو د نوي یمې لسیزې په پای او د دوه زرم کال په پیل کې د اوس په شان مالي او پوځي امکانات نه لرل چې د القاعده په شان ډلو ته یې پناه ورکوله خو اوس طالبان د القاعده په شان ډلو مرستې ته اړتیا نه لري او له هغو سره اړیکې د خپلو ژمنو خلاف ګڼي.

1 COMMENT

  1. دا راپور باید روښانه کړی چه له کوم ځای څخه افغانستان ته راغی ، د کوم هیواد په پاسپورت ، د کوم هیواد له بندرونو او اغزن تارو څخه تیر شو او بیرته چیرته لاړو .او چیرته اوسی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب