چې دنيا د آب و ګل ته انسان راغی
مينه راغله، فتنه راغله، توپان راغی
حمزه بابا
سقراط ويلي، څوک چې د نيکي تعليم ورکوي، هغه پخپله هم بايد پر نيکۍ عمل وکړي. مولانا او چنګيز د تاريخ دوه مختلف بابونه جوړوي خو مولانا نسلونه نسلونه د نيکيو او انسان ته د خير رسولو د سمبول په توګه پېژني او د چنګيز په اړه بيا د نږدې ټولو خلکو يو نظر دی چې ظالم و او وحشت يې خپراوه. مولانا اصلاح له ځانه شروع کړه او هر څه يې چې بهر ليدل، په دې يې غوږونه کڼول، د نورو په عيبونو پسې يې څراغ نه ګرځاوه بلکې لومړی يې د خپل زړه تياره ګوټونه وپلټل او هلته يې د عشق و محبت لمر روښانه کړ چې له برکته يې د نړۍ تر څنډې څنډې د رڼا مشعلونه ورسېدل خو چنګيز چې د وحشت په زور جهان د ځان په رنګ کول غوښتل، ځان ته يې د خلکو د رام کولو په خاطر قتلونه او چپاولونه کول، ملکونه يې ونيول خو د چا زړه يې فتح نه کړ او مولانا بالعکس اوس هم لګيا دی، زړونه فتحه کوي. د الفت صاحب په قول: « ډېر تفاوت دی په انسان کې د معنا په لحاظ.»
زموږ زياتره ټولنيز کشمکشونه له دې دي چې د بل د زغملو په اړه فکر نه کوو او هر څه ته په داسې نظر ګورو چې زموږ د غوښتنو مطابق بايد عيار شي. د ځان له اصلاح وړاندې د بل اصلاح کېدل غواړو. يوه بله مهمه خبره دا ده، هر څوک چې په نړۍ کې د مختلفو ارمانونو په خاطر جنګېږي نو خپلو ټولو کړنو ته د تقدس جامې وراغوندي. مبارک علي وايي: « تيريګرو طاقتونو چې جګړې کولې، د خپلو جګړو د عادلانه ښودلو لپاره يې همېشه اخلاقي دلايل جوړول، د دې لپاره چې خلک د سرونو تېرېدلو ته تيار شي، خلکو ته د لويو مقصدونو د ورښودلو اړتيا وه او د دې اړتيا د پوره کولو کار مفکرانو او روحانينو په غاړه واخيست(ژ: غضنفر). موږ که څه هم له تاريخه د مبارک علي دا درس زده کوو خو بيا هم د پرديو نيمګړتياوو په ليدو د يو انسان د محوې اراده تر هر څه مقدسه ګڼو او دا زموږ د تاريخ معاصر باب هم دی، حال دا چې لومړی کار خو دا دی چې بايد خپل ځان لارې ته سم کړو. موږ چې خپله په ګناه، پليتۍ، فسق و فساد کې تر غوږو غرق يو نو د نورو اصلاح ته څه ضرورت دی؟، لومړی خو بايد خپله له دې ډنډه ځان را وباسو؛ د انسانانو او نړۍ په خير له شته قوانينونو او نظامونو بغير خو نور ډېرو ته د حمزه بابا دا خبره ښه ځواب کېدی شي:
ووايه زاهد ته ګناه زه کوم
زور خو يې کمبخته په تا نه راځي
مولانا جلال الدين بلخي د مثنوي په لومړي دفتر کې همدې موضوع او د حضرت محمد ص هغه قول ته په کتو چې د اصغر او اکبر جهاد په باره کې راغلی، يوه اوولس بيتيزه مثنوي لري. لومړی به دا حديث شريف راواخلو چې د تبوک له غزا وروسته له حضرت محمد ص څخه روايت شوی دی: « رجعنا من الجهاد الاصغر الی الجهاد الاکبر قالوا: و ما الجهاد الاکبر؟ قال: جهاد القلب و رواه الخطيب البغدادی بلفظ: رجعنا من الجهاد الاصغر الی الجهاد الاکبر قالوا: و ماالجهاد الاکبر؟ قال: مجاهدة العبد هواه.
ژباړه: موږ له اصغر يا وړوکي جهاد څخه د لوی يا اکبر جهاد لور ته راوګرځېدو. له رسول ص څخه و پوښتل شول، اکبر جهاد څه دی؟ ويې فرمايل: د زړه مبارزه او له خپل نفس سره د انسان مبارزې ته اکبر جهاد وايي.
مولانا همدې حديث شريف ته په کتو وایې چې مسلمانانو ته په بهرني دوښمن برلاسي کېدل ستونزمن کار نه دی بلکې د داخلي دوښمن ماتول ګرانه خبره ده. مولانا وايې چې دا داخلي دوښمن د يو دېو، دوزخ، ښامار او کمان په څېر دی او پر وړاندې يې د انسان عقل و هوش هم کار نه کوي. دی وايي:
ای شها ګشتيم ما خصم برون
ماند ز و خصمی بتر اندرون
يعنې ای يارانو( شهزادګانو) له بهرني دوښمنه را وګرځېدو، لاکن له هغه دوښمنه بدتر دوښمن مو په وجود کې پاتې دی چې جګړه ورسره خورا ګرانه ده او له داخلي دوښمن څخه هدف د انسان نفس( شيطان) دی.
کشتن اين کار عقل و هوش نيست
شير باطن سخره خرګوش نيست
د دې داخلي دوښمن وژلو ته د عقل او هوش له وسه هم وتې ده، دا د باطن ډبرزړی زمری عادي او د مسخرو وړ سوی نه دی چې مرۍ پرې تاو کړو.
دوزخست اين نفس و دوزخ اژدهاست
کو بدرياها نګردد کم و کاست
د انسان نفس دوزخ دی او د اژدها يا ښامار دوزخ دی، چې په دريابونو هم پکې کمی او زياتی نه راځي. د مولانا مثنوي چې تر ډېره په روايتي او عاميانه کيسو ليکل شوې نو الفاظ او روايات هم له مذهب او ټولنې را اخلي خو د کيسو له ظاهري جوړښتونو ور ها، خوا په هره مثنوي کې د مرغلرو يو پټ بحر بهېږي. په دې بيت کې هم دې تصور ته اشاره ده چې دوزخ به ګرم وي او اور به پکې وي نو دی وايي؛ دا داسې اور ورين دوزخ دی چې په دريابونو هم پکې کمی او زياتی نه شي راتلی. همدا شان موږ په مذهبي او روايتي تصوراتو کې د دوزخ د ښامارانو ذکر کوو او د دوزخ ښامار چې يادوو نو وېرېږو، مولانا را ته وايې چې اصلاً د انسان په داخل کې له ژوندي ښاماره وېره په کار ده، همدې موضوع ته په کتو د هيواد د وتلي فيلسوف سيد بها الدين مجروح شهکار اثر د ( ځانځاني ښامار) هم ليکل شوی چې د ليکوال په قول لومړی په فارسي کې د ( اژدهای خودی) تر عنوان لاندې خپور شوی، په دې کتاب نورې خبرې ځکه ډېرې نه کوو چې استاذ اسدالله غضنفر خورا ګټوره او مفصله مقاله پرې ليکلې، يوازې يې يوه هغه برخه را نقلوو چې د مولانا له مثنوي سره يې رابطه ده:
جهنم نه چېرته لرې دی نه پټ په بل جهان کې
جهنم د هر انسان دی هر انسان ته پخپل ځان کې
او دا هم د ارواښاد مجروح وينا ده:
انسانان يوازې يو څه نه ډارېږي:
چې کوم وخت چېرته بهر لاړ شي له ښاره
بيا ناوخته شي ستانه د ښار په لوري
توره شپه وي، تروږمۍ وي
دروازې د ښار تړلې کلکې پورې
…
د ښار هيڅ يو اوسېدونکی جرائت نه کړي
چې د ښار له دروازو نه دورې لاړ شي
خو چې کله شي ستومانه له جنګو، له ستېزو نه
نو د شپې سره را غونډ شي، د کوچنۍ ډېوې رڼا ته
بيا له دې ناشنا دښتونو نه کيسې کړي
…
وايي، وايي:
يو لوی غار دی چېرته پټ پروت
توره خوله يې هيبتاناکه، ننوتې ځمکې تل ته
رسېدلی د دوزخ ناشنا درشل ته
نيمه شپه ترې ډاروونکې ارواګانې راوزي، ځي
غر و غونډو کې ننوځي
ژوندي کېږي لوی کنډونه ګړنګونه
تور دېوان ترې نه جوړېږي
د وچ رود کوږ ووږ بستر هم
راژوندی شي اژدها شي
…
استاذ عبدالغفور لېوال په ( سلطان) منظومه کې همدا موضوع را اخيستې. د منظومې محتوا او اړخونه به نور هم وي خو محوري موضوع پکې دا ده، لېوال صاحب وايي:
په وجود کې لوی دوزخ اول ويجاړ کړه
د لنبو دوزخ بيا روسته را لتاړ کړه
د انسان دا هڅه چې له خپلو عيبونو بغير د نورو په عيبونو پسې ګرځي او په ټول توان سره د نورې ټولنې اصلاح غواړي، په ادبياتو، ټولنپوهنه، ارواپوهنه، مذهب… او ټولو اجتماعي علومو کې د بحث وړ موضوع ده. موږ متل کوو چې خپل عيب د وليو منځ او د بل د کليو منځ. يعنې موږ خپل عيب هيڅ ليدلی نه شو ځکه چې زموږ عيبونه زموږ په وليو کې را نه پټ دي، د وليو منځ چې د انسان د سر لاندې د ملا لومړۍ برخه ده نو نه شو کولی چې ويې ګورو نو زموږ عيبونه چې هلته رانه پټ دي، ليدل يې هم ناممکن دي او د نورو عيبونه ځکه وينو چې د کاله په منځ کې خو طبعاً هر څه په اسانه ليدل کېږي. مولانا په همدې مثنوي کې مسلمانانو ته د حديث شريف د موضوع مطابق وايې چې بهرنۍ پليتۍ خو مو د توري په زور پاکه کړه، له دې داخلي پليتيو سره به څه کوي!؟ بلکې لا ور يادوي چې لومړی خو دا کار مهم و. د بل په ګناه خو موږ هسې هم دوزخ ته نه ځو ځکه بُز به پای خود ګوسفند به پای خود.
محمد انور وفا سمندر هم د خپل يو اثر عنوان( د بل بدلولو دوزخ) ټاکلی چې د انسان دې عادت ته په کتو بحثونه پکې شوي دي. ليکوال همدا موضوعات شاربلي چې يو انسان څنګه او ولې د بل بدلولو ته هوسېږي او سرشت کې جوړ همدا دوزخ زياتره انسانانو ته نه ښکاري، سمندر صاحب لومړی ګام د ليو تولستوی په قول سره اخلي: « ټول په دې فکر کې دي چې نور وګړي او ټول بشريت بدل کړي؛ خو هيڅوک د ځان د بدلولو په فکر کې نه دي. »
مولانا وايي:
هفت دريا را در آشامد هنوز
کم نګردد سوزش آن خلق سوز
اوه دريابونه هم که د باطن دا وږی اژدها وڅښي تنده يې نه ماتېږي، د مخلوقاتو د دې سوځونکي دوزخ سوز به په اوو دريابونو هم کم نه شي.
موږ په ديني رواياتو کې لولو چې د دوزخ د اور خوراک به ډبرې، کافران، ګنهګاران، د خدای ج له حکمه سرغړونکي… وي. دا لاندې بيت د واقعي دوزخ د تصور تر څنګ د انسان د خپل دوزخ ضمني مفهوم لري:
سنګها و کافران سنګدل
اندر آنيد روز و زار و خجل
هم نګردد ساکن از چندين غذا
تا زحق آيد مر او را اين ندا
د دويم بيت مفهوم داسې دی: د انسان د نفس دا وږی لېوه به له ډېر خوراک وروسته هم موړ نه شي، تر هغو چې د حق ذات/ الله ج له لوري ورته غږ نه وي شوی.
سير ګشتی، سير ګويد نی هنوز
اينت آتش، اينت تابش، اينت سوز
د نفس دې ډک او وږي دوزخ ته به وويل شي چې ډک شوې؟ ځواب به يې نه وي او وايې به چې اصلي اور خو دا دی، واقعي سوز خو دا دی. په دې بيت کې د حق ذات او د انسان د نفس( شيطان) تر منځ يو ډول محاوره هم وينو، يعنې الله ج به د انسان نفس ته ووايې چې اوس خو دې مخلوقات وخوړل، عالمونه دې غرق کړل – څنګه ډک شوې او کنه!؟ د نفس ځواب به نه وي او ورته وبه ويل شي چې ته دا خپل بنده کوم دوزخ ته کشوې، اصلاً خو دوزخ دا دی چې زه يې سوځوم، له دې پورته بل تاو او سوز چېرته دی!؟
عالمی را لقمه کرد و در کشيد
معده اش نعره زنان هل من مريد
په دې بيت کې مولانا هغه ايات شريف ته اشاره لري چې الله ج انسانانو ته په تنبيه سره وايې، هغه ورځ ياد لرئ چې دوزخ ته به وويل شي، ډک شوې؟
حق قدم بر وی نهد از لامکان
انګه او ساکن شود از کن فکان
يعنې کله چې د حق ذات وغواړي نو هله ممکنه ده، د انسان د نفس دا وږې بلا ساکنه شي نو هغه مهال يې توان پای مومي. د انسان د وجدان او ضمير ويښتيا ته هم اشاره ده، يعنې کله چې د انسان ضمير ويښ وي نو بيا دا دوزخ په هيڅ صورت وېرونکی نه دی ځکه د حق ذات هم د ويښ ضمير طرف نيسي.
چونکه جز و دوزخست اين نفس ما
طبع کُل دارد هميشه جزوها
زموږ نفسونه او نفسي خواهشات هم د دوزخونو برخې دي او د دوزخونو برخې به طبعاً د دوزخ ځانګړنې لري ځکه چې همېشه جُز د کُل مطابعت کوي.
اين قدم حق را بود کو را کُشد
غير حق خود که کمان او کُشد
د حق ذات دی چې همدا وږې بلا به وژني/ غير له حقه به خپله کمان وژني يعنې له حقه بغير نفس به خپله هغه کور سوزي چې ترې را پورته کېږي. کمان چې کوږ جوړښت لري نو د انسان نفس هم کوږ بلل شوی او شاعر راته وايي چې د انسان د نفس دا کوږ کمان يوازې د حق په واسطه سمېدونکی دی او له حق څخه يو مفهوم د الله ج ذات دی او بل مفهوم ترې د انسان د ضمير او وجدان غږ هم دی.
در کمان ننهند الا تير راست
اين کمان را باژګون کژ تيرهاست
ژ/ په کمان( لينده) کې نه ږدي مګر نيغ غشی/ چې دا غشی د کږو غشيو ماتوونکی دی. يعنې کله چې د انسان ضمير ويښ وي نو په دې کمان کې هم نيغ غشي ږدي چې واقعي هدف ته ورسېږي. په دې بيت کې د الله ج له لوري هغه هدايت ته اشاره شوې ده چې په صراط المستقيم باندې انسان برابروي او د مولانا په خبره يو ځل چې الله ج وغواړي، انسان ته هدايت وکړي نو بيا يې د نفس کاږه غشي ماتېږي يعنې نور انسان په کږه لاره نه ځي او دې ته هم اشاره ده که د انسان وجدان او ضمير ويښ وي نو په هيڅ صورت بيا د نفس له کاږه کمانه نه متاثره کېږي، هر لوری چې درومي لاره به يې مستقيمه وه.
راست چون تير و راه از کمان
کز کمان هر راست بجهد بیګمان
ژ/ د نفس له کمانه لکه مستقيم غشی داسې لاړ شه او راسته لار وممه/ يعنې هر مستقيم غشی له کاږه کمانه د وتلو په تکل کې وي، ته هم داسې شه. د کمان په اړه مولانا دوه خبرې لري: ۱ ) لومړی د نفس او کمان کوږوالی: مولانا وايې، هر غشی چې مستقيم جوړښت لري، غواړي له کمان څخه ازاد شي نو انسان ته هم وايې چې په دې کاږه کمان کې مه پاتېږي، پخپل اصلي هدف پسې د غشي په څېر لاړ شه يعنې د نفس په ولکه کې پاتې کېدل دې جوهر له خاورو سره خاورې کوي. غشی خو د دې لپاره وي چې بايد وار شي نو که ټول عمر په کمان کې پاتې وي، د کوم څه لپاره چې جوړ شوی و، هغه کار خو ترې وانخيستل شو نو مولانا انسان ته همدا خبره کوي چې ته د غشي په څېر يې په کمان کې بايد پاتې نه شي، د کوم مقصد لپاره چې پيدا شوی يې، په هغه پسې درومه. ۲ ) د نفس کمان که څه هم کوږ دی خو ته خپل غشی سم ترې وار کړه: يعنې که نفس او خواهشات ستا کړنې هر څو کاږه لور ته رهنمايي کوي، بې ارادې او بې اختياره مه پاتېږه او خپلې کړنې داسې تر سره کړه چې د کاږه کمان تر تاثير لاندې را نشي. د انسان ضمير چې بيدار وي نو بيا يې دا کوږ کمان بې اغېزې وي او د حق پلوي ضمير غشی د ناحق په غشيو ځواکمن دی.
چون که واګشتیم ز پيکار بُرون
روی آوردم به پيکار درون
ژ/ لکه څرنګه چې له بهرني جنګه راستانه شوو/ اوس نو د خپل وجود کې له داخلي جنګ سره مخامخ يو چې همدا د نفس و خواهشاتو سره مبارزه ده.
قد رجعنا من جهاد الاصغيریم
يا نبی اندر جهاد اکبريم
دا هم د حديث شريف يوه برخه ده او هم د پورتني بيت يو تکرار دی چې له واړه جهاده راستانه شوو/ اوس په لوی جهاد کې ښکېل يو.
قوتی خواهم ز حق درياشګاف
تا بسوزن بر کنم اين کوه قاف
ژ/ له بحر څيرونکي رب څخه توانايي غواړو( دلته د فرعون کيسې ته هم اشاره شوېده چې موسی ع يې کله پسې واخيست او دولس دروازې ورته خلاصې شوې، هغه له رود نيل څخه تېر شول او فرعون پکې غرق شو، فرعون د شر او بدګڼو سمبول دی او موسی ع د خير او ښېګڼې؛ نو انساني ـ شيطاني نفس هم د فرعون په څېر بلل شوی دی او مولانا له الله ج څخه غواړي چې ته خو په دریابونو هم لاس بری يې، ته مې مددګار شې) په دويمه مصرعه کې وايې؛ ته ما ته دومره توانايي راکړې چې دا د قاف( خپل نفس دومره لوی بلل شوی دی چې د قاف د غره په څېر ورته ښکاري) غر سوری کړم.
سهل شيری دانکه صفها بشکند
شير آنست آنکه خودرا بشکند
په دې وروستي بيت کې مولانا وايې: اې زمريه! دا اسانه ده چې د دوښمن صفونه او کتارونه مات کړې بلکې ګرانه دا ده چې خپل ځان مات کړې. دلته د نفس د ماتولو تر څنګ يو بل څه ته هم اشاره شوې ده چې هغه خپل غرور ماتول دي.
د مولانا دا مثنوي د حديث د تشريح تر څنګ يو بل هدف هم لري چې انسانان د خپل باطن او فردي وجود نيمګړتياوو ته متوجه کوي. د حق او باطل جګړه خو په بشري تاريخ کې همېشنۍ ده او دا جګړه په مختلفو بڼو کېږي له مذهبه يې راونيسه، تر ژبې، ملکيتونو… لنډه دا چې ګڼ اړخونه لري او موږ ګورو چې د بشر په تاريخ کې هيڅ داسې څپرکی نشته چې انسانانو دې يو و بل پکې داړلي نه وي او د هيڅ لوري د حقانيت دعوې ټولو ته يو شان د منلو نه دي. د انسان په داخل کې هم همېشه د حق او باطل يو ډول کشمکش روان وي خو زياتره انسانان د دې پر ځای چې د خپل دې جنګ ميدان ته کوز شي، بهرني جنګ ته يې ملاوې تړلې وي. هر انسان چې د خپل وجود په داخل کې د حق او باطل له جنګه بې خبره شي نو بيا هيڅ هم نه شي درک کولی، خلک ووژني، دنيا ونيسي، چور و چپاول وکړي… او داسې انګيري چې په حقه لګيا دی. دا انسانان د نورو د اصلاح او يا د خپل ځان حق ګڼلو په پرتم کې ځان ورک کړي او په دې کې يې د حق او باطل داخلي جګړه باطل ته پرېښي وي نو مولانا او ټول لوی انسانان همدا راته وايي چې اکبر جهاد د ځان و نفس له اصلاح او سمونو څخه عبارت دی. له يو حکيمه يې وپوښتل چې د خلکو له عيبونو ولې نه غږېږې؟ ځواب يې ورکړ: زه د خپلو عيبونو له محاسبې لا وزګار شوی نه يم.
ماخځونه:
بلخي، مولانا محمد جلال الدين. مثنوی معنوی. ۱۱۵ – ۱۱۷ مخونه. لومړی دفتر. المکتبه الحقانيه، محله جنګي، پېښور.
تابش، قنبر علی. برګ نی. ۳۰ مخ. به مناسبت صدمين سالګرد استرداد استقلال افغانستان. ۱۳۹۸ لمريز.
سمندر، محمد انور وفا. د بل بدلولو دوزخ. ۲ مخ. عازم خپرندويه ټولنه. ۱۳۹۳ لمريز.
لېوال، عبدالغفور. پنځمه منظومې( سلطان منظومه) ۴۲۸ مخ. کابل – بهير مطبعه. ۱۳۹۷ لمريز.
مبارک علي/ ژباړن: اسدالله غضنفر. د تاريخ سبقونه. ۸۱ مخ. مازيګر کتاب پلورنځی. ۱۳۹۲ لمريز.
مجروح، سيدبها الدين. ځانځاني ښامار. ۶۸ مخ. اسد دانش مطبعه. ۱۳۹۵ لمريز.
پکتيا پوهنتون