پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهراشدخان په نړیوال جام کې خپل فیس د هرات زلزله ځپلو ته...

راشدخان په نړیوال جام کې خپل فیس د هرات زلزله ځپلو ته ځانګړی کړ

 (یکشنبه، د میزان ۱۶مه) د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړي راشدخان د هرات د زلزلې له کبله د ګڼ شمېر افغانانو پر مړینې د ژور خپګان د څرګندولو ترڅنګ ویلي چې په نړیوال جام کې د فیس او جایزې په توګه ترلاسه کېدونکې پیسې د دې زلزلې قربانیانو ته ورکوي.

راشدخان پر خپلبه رسمي ایکسپاڼه کې لیکلي:«په ډېره خواشینۍ په لوېدیځو ولایتونو (هرات، فراه او بادغیس) کې د زلزلې له غموونکې نتیجې خبر شو. زه د کرکټ د نړیوال جام خپل فیس له زلزلو ځپلو سره مرستې ته ډالۍ کوم. ژر به د مرستې ټولولو یو کمپاین پیل کړو چې له اړو کسانو لاسنیوی پرې وکړو.»

راشدخان تر دې وړاندې په ځلونو مرستې کړي او یا یې نور مرستو ته هڅولي. ده د پکتیکا له زلزله ځپلو سره هم مرسته کړې وه.

د هرات د پرونۍ زلزلې د مرګ ژوبلو شمېر په زیاتېدو دی.

له پېښو سره د مبارزې اداره وايي چې د دې سختې زلزلې له کبله، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۲ درجې و، لږترلږه ۲ زره تنه مړه شوي دي.

د دې ادارې د ویندوی په وینا، زلزلې ۴۶۵ کورونه یومخ نړولي او ۱۳۵ نور یې زیانمن کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب