دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد هرات د زلزلې له کبله د وژل شویو کسانو شمبر تر...

د هرات د زلزلې له کبله د وژل شویو کسانو شمبر تر ۲ زرو واوښت

 (یکشنبه، د میزان ۱۶مه) د هرات د پرونۍ زلزلې د مرګ ژوبلو شمېر په زیاتېدو دی.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیخ الله مجاهد له پېښو سره د مبارزې د ادارې پر اساس نن وویل چې د پرونۍ زلزلې له کبله د زنده جان ولسوالۍ په ۱۳ کلیو کې ۲۰۵۳ تنه مړه شوي، تر ۹۲۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي او ۱۲۴۰ کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي دي.

د دې زلزلې له کبله تر ۱۳ زره ډېر کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي دي.

د ښاغلي مجاهد په وینا، د ژغورنې ۱۰ ټیمونه، د څښاک اوبه، خوراکي مواد، جامې اونور وسایل زلزله ځپلیو سیمو ته استول شوي دي.

د هرات په زلزله کې د وژل شویو شمېر تر ۲ زرو ورسید

له پېښو سره د مبارزې اداره وايي چې د دې سختې زلزلې له کبله، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۲ درجې و، لږترلږه ۲ زره تنه مړه شوي دي.

د دې ادارې د ویندوی په وینا، زلزلې ۴۶۵ کورونه یومخ نړولي او ۱۳۵ نور یې زیانمن کړي دي.

ملګروملتو په یوه بیان کې ویلي چې د بیلابیلو مرستندویو ادارو کارکوونکي او چارواکي اټکل کوي چې د مرګ ژوبلو شمېر زیات دی او هر څومره چې ژغورونکي ډلې لېرې پرتو سیمو ته رسیږي په هماغه اندازه د زلزلې د ورانیو او مرګ ژوبلو په اړه نور معلومات ترلاسه کېږي.

له پېښو سره د مبارزې د ادارې ویندوی محمدعبدالله جان وايي، په زنده جان ولسوالۍ کې څلور کلي تر ټولو سخت ځپل شوي دي.

پرون ملګري ملتونو ویلي و چې د هرات ولایت په زلزلو کې لږترلږه ۳۲۰ تنه مړه شوي دي.

تېره شپه هم شل باندې یوولس بجې هرات ښار او شاوخوا سیمې بلې زلزلې ولړزولې چې دا په تېرو ۱۲ ساعتونو کې شپږمه زلزله وه.

خلک سخت بېرېدلي او ډېرو شپه له کورونو دباندې تېره کړه.

3 COMMENTS

  1. خدای دی مړه سوی کسان غرق رحمت او ټپیانو ته روغتیا او ځپلو ته زغم او تسکین ور وبخښی.
    د زلزله ځپلو سره مالی مرسته د هر په جیب چاغ افغان ملی وجیبه ده.

    • کور د ودان حضرته ځینې وختونه ښې خبرې لیکې ! زه په اروپا کې مېشته افغانانو کې دومره غیرت نه وینم چې یو بانکي اکونټ خلاص کړي او ۱۰ اویرو د کور په سر هغو ځبل شویو کورنویو ته واستوي ! تخنیکې لاره یې اسانه ده !!

  2. منلی او ښاغلی غلام حضرت صاحب السلام علیکم !
    ستاسو له نیک احساس څخه مننه. اړینو کسانو سره مو تل مخلصانه او سخاتمندانه کمکونه کړی دی. تاسو په وینا کې نه، بلکې عملاً مو د بیچاره ګانو لاسنیوی کړی دی. درانه هیوادوال دې مهربانی وکړی او تر خپل وس دی مرسته نه هیروی. دا نه یواځې بهر کی د پېسو مرسته ، بکې دهیواد دننه لازیات او ډول ډول مرستی کولای شو، لکه ټپیانو ته د وینی ورکول، د نړیدلو کورونو څخه د ټپیانو ژغورل او یوه امن ځای کی د دوی د وسایلو خوندی کول. د سیمی خلکو ته د خیریه موسساتو د مرستو رسول او ویشل. یعنی هغه هیوادوال چی مالی وس نلری، کولای شی د فزیکی کار او دتخنیکی وسایلو د کارولو مرسته وکړی. په داسې ورځ زړه سوی او کمک رسول لوی ثواب لری. بیشکه چی الله پاک غوره اجر ورکوونکی دی. سخته په هرچا راځی یوبل ته به لاس ورکوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب