Homeخبرونهطالبانو په لندن او ویانا کې د افغانستان د سفارتونو کونسلي خدمات...

طالبانو په لندن او ویانا کې د افغانستان د سفارتونو کونسلي خدمات وځنډول

تاند (یکشنبه، د م۱۶مه) د طالبانو حکومت په دوو اروپايي هیوادونو کې د افغانستان د سفارتونو کونسلي خدمات ځنډولي دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، په کابل کې د طالبانو د حکومت د باندنیو چارو وزارت ویندوی نن وویل، په لندن او ویانا کې یې کونسلي خدمات د شفافیت د نشتوالي او له کابل سره د نه همکارۍ له کبله ځنډولي دي.

د افغانستان د اکثرو سفارتونو او کونسلګریو کارکوونکي هغه کسان دي چې د جمهوري نظام په مهال ټاکل شوي وو خو یو شمېر سفارتونو ته طالبانو هم خپل دیپلوماتان استولي دي.

د طالبانو د حکومت د باندنیو چارو وزارت ویندوی قهار بلخي ویلي چې د بریتانیا په پلازمېنه لندن او د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د افغانستان د سفارتونو د کونسلي خدماتو فعالیت تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوی دی.

بلخي پر خپله ایکسپاڼه کښلي «سر له نن ( د اکتوبر له ۸ مې) په دغو سفارتونو کې د پاسپورنو تمدید، د ویزو صدور، د وثایقو او نورو اسنادو تایید د نه شفافیت او د بهرنیو چارو وزارت سره د نه همغږۍ له کبله تر بلې خبرتیا د اعتبار وړ نه دي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...