Homeخبرونهد نړۍ هیوادونو او موسسو د هرات پر زلزلې خواخوږي څرګنده کړه

د نړۍ هیوادونو او موسسو د هرات پر زلزلې خواخوږي څرګنده کړه

تاند (یکشنبه، د میزان ۱۶مه) په هرات کې د مرګونې زلزلې له کبله د نړۍ یو شمېر هیوادونو او موسسو له افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

متحده عربي اماراتو ویلي چې له افغانانو سره پیوستون او د زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي څرګندوي.

د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې ویلي، په هرات کې د زلزلې له امله د زرګونو کسانو پر مړینه او ژوبلېدو ژوره خواشیني ښيي او د زړه له کومي خواخوږي څرګندوي.

ایران ویلي زلزله ځپلیو سیمو ته یې ژغورونکي ټیمونه لیږلي دي.

د ایران د سره میاشت ټولنې نن په یوه بیان کې ویلي چې په لسو ټیمونو کې یې پنځوس تنه ژغورونکي له رضوي خراسان او جنوبي خراسان ولایتونو څخه، چې د افغانستان د هرات ولایت ګاونډي دي، افغانستان ته استولي دي.

دې ټولنې همداراز ویلي چې ۵۰۰ خیمې، زر فرشونه، ۴ زره کمپلې او یو شمېر نور وسایل یې له خپلو ژغورونکو سره یوځای د هرات ولایت زلزله ځپلیو ته لېږلي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي تر وسه وسه به هڅه وکړي چې اړتیا ته په پام د افغانستان له زلزله ځپلیو سره مرسته وکړي.

د چین د باندنیو چارو وزارت ویندوی د هرات ولایت د زلزلې د سر و مال زیاتو زیانونو ته په اشارې ویلي چې چین د انسانانو پر مړینه خواشینی دی او د هغوی د کورنیو له پاتې غړیو سره ژوره خواخوږي کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز ویلي، باور لري چې افغانان به د زلزلې پر ناوړو عوافبو برلاسه شي اوخپل کورونه به بېرته جوړ کړي.

په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا، په یوه پیغام کې ویلي، چې جاپان وضعیت څاري او تل له افغانانو سره دی.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې، ملاني جولي اعلان کړی، چې هیواد یې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره چمتو دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په افغانستان کې د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره، له خپلو نړیوالو شریکانو سره په همغږۍ کې دي.

 د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش په هرات کې د زلزلې له امله پر مرګ ژوبلو خواشیني څرګنده کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې له زیانمنو شویو خلکو سره مرستې ته راودانګي.

د ملګروملتو له لوري په یوه بیان کې د سرمنشي ښاغلي ګوتریش له قوله ویل شوي چې په افغانستان کې د دوی شریکان د اړتیاوو د ژر تر ژره ارزونې او د بیړنیو مرستو د برابرولو لپاره، د طالبانو له حکومتي چارواکو سره د همغږۍ په حال کې دي.

د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) مشرې، سامنتا پاور ویلي چې د دوی شریکان په اغیزمنو سیمو کې ځای پرځای شوي ترڅو د روغتیایی خدمتونو او د بیړنیو تجهیزاتو د چمتو کولو په ګډون له زیانمن شویو سره مرسته وکړي.

اروپايي ټولنې ویلي چې ۱۰۰ ټنه درمل به دد هرات د زلزلې ټپیانوته واستوي.

1 COMMENT

  1. نړۍ ته افغانان انسانان نه ښکاري او نه یې قصه کې دي. د ټولې غربي نړۍ میډیا د اسرایلو خبرونه نشروي او خواخوږي ېې ده تر اوسه هیڅ غربي میډیا د افغانستان د زلزله ځپلو چې په زرونو دي حتی خبر ندی خپور کړی مګر د یو څو اسرایلو د مرګ خبرونو د ټولې نړۍ میډیا نیولې. په غربیانو پورې باید زړه ونه تړل شي او افغانان چې هر چیرته وي باید مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...