پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهفضل الرحمان د بشري حقونو له سازمانونو وغوښتل چې په پاکستان کې...

فضل الرحمان د بشري حقونو له سازمانونو وغوښتل چې په پاکستان کې د کډوالو وضعیت وڅېړي

تاند (دوشنبه، د میزان ۱۷۶ مه) د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان د لنډمهاله حکومت پرېکړه وغندله.

ده د بشري حقونو له نړیواله ادارو وغوښتل چې په پاکستان کې د کډوالو د وضعیت په اړه څېړنه وکړي.

مولانا فضل الرحمان په یوه خبري غونډه کې وویل، د پاکستان پولیس پر افغان کډوالو د «لېوانو» په شان حملې کوي.

ده زیاته کړه:«ایا دا بشري حقونه دي؟ زه د بشري حقونو له سازمانونو غواړم چې پاکستان ته راشي او د افغان کډوالو د بشري حقونو وضعیت وګوري.»

مولانا فضل الرحمان وویل، د پاکستان حکومت ویلي چې ټول غیرقانوني کډوال دې ووځي، غیرقانوني کډوال خو یوازې پښتانه نه دي. لیکن حمله یوازې پر پښتنو کېږي. ولې؟ او بیا د قانوني او غیرقانوني پروا نه کوي. هغوی چې کارت لري او که یې نه لری، نیسي یې او ځوروي یې. ایا بې له پښتنو کوم بل کډوال یې نیولی او ورته ویلي چې له پاکستانه ووځي؟»

د پاکستان حکومت ویلي چې ټول غیرقانوني کډوال باید د روان اکتوبر تر پایه له پاکستانه ووځي کنې نیول کېږي او په زوره ایستل کېږي. خو دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پولیسو د افغان کډوالو نیونې او ځورونې له وړاندې پیل کړي دي د کورونو پاکستاني خاوندانو ته یې ویلي چې ژر تر ژره له خپلو کورونو افغانان وباسي.

د پاکستان حکومت ملایانو او عامو خلکو ته اعلان کړی چې که غیرقانوني افغانان وروپېژني نومونه به یې پټ وساتي او جایزه به هم ورکړي.

2 COMMENTS

  1. بشري سازمانونو څخه غواړي چې پیسې راوړي او افغانان بیا راجستر کړي مګر یو یا دوه کاله پس چې پیسې ختمې شي بیا همدا حال شروع شي. افغانانو که لږه حیا، غیرت او عزت لرئ نور باید د خپلو سرمایو او مالونو سره پاکستان پریږدئ او خپل هیواد اباد کړئ او ددوی پلان شنډ کړئ. دا به ستاسو عظیم جهاد وي د پاکستان خلاف. او که د خپل ناموس، هویت او عزت غم نه کوئ ناست اوسئ او هره ورځ د پاکستان د پولیسو لخوا بې ناموسه کیږئ.

  2. دا ملا ډزلی د ای اس ای لوی منافق ړه او دا دمنافقت پلانونه ډول د ای اس ای له خوا ورکول کیږی دا صرف د څو میلیون دالرو لپاره خبره ده افغان دی دال خورو ته لکه لنګه غوا غوندی ده د افغانانو هم همت او غیرت ختم نور باید د منافق پاکستان دا ملنډی ونه زغمی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب