جمعه, مې 17, 2024
Home+وړانګه وړانګه لمر (۸) ژباړه: رحمت شاه فراز

وړانګه وړانګه لمر (۸) ژباړه: رحمت شاه فراز

کتاب: وړانګه وړانګه لمر
لیکوال: واصف علي واصف
ژباړه: رحمت شاه فراز
اتمه برخه

خندېدونکي له ژړېدونکي وپوښتل «ولې ژاړې؟» په ځواب کې يې ورته وويل «ته ولې خاندې؟» هغه وويل «ماته ستا په ژړا، خندا راځي.» دې بل ژور اسوېلی وکيښ ويې ويل «ماته خو همدا ستا په خندا ژړا راځي.»

د هغه ړوند به څه علاج وشي، چې ګام په ګام نوک وهي او تيار نه دی، چې خپل ړوندوالی ومني.

تر ټولو لويه پوښتنه هغه ده، چې ځواب يې پخپله له پوښتونکي سره وي.

د يو چا د حق تر غصبولو وروسته، له زړه څخه د وېرې او اندېښنې وتل ناشونی دی. اندېښنه د انسان د عروج په لاره کې بې وسه کوونکی خنډ دی.

په قوم کې د وحدت د شعور د پيدا کولو په پار دې په هر ښوونځي کې سندهي، پښتو او پنجابي ژبې لازمي وګرځول شي. [لیکوال د خپلې ټولنې خبره کړې؛ ژ] د انګريزي ښوونځيو او ديني مدرسو نصاب دې يو رنګ شي. که نه هماغه څه به روان وي، چې دا اوس روان دي.

خپل شاوخوا خلکو ته په غور ځیر شئ. دوی ستاسو د کردار شاهدان دي. سبا ورځ به همدوی ستاسو په ملاتړ او يا ستاسو په خلاف شاهدي ورکوي. ان تر دې چې ستاسو د کور په ظاهره ګونګی ملازم به هم سبا ورځ په فصيح بياني او روان لساني ګويا وي. ستاسو له کوره تش لاس ستون شوی اجنبي محتاج سوالګر به مو په سکون توغندوي در واروي. ډېره وړه پېښه هم هېڅ کله وړه مه ګڼئ.

تر ټولو بد خواهش د هر انسان د خوشالولو او اغېزمنولو خواهش دی، او د دې خواهش سزا دا ده …. انسانان به نه متاثره شي او نه خوشاله.

د رښتوني انسان درناوی نه کوونکی شخص دروغجن وي او د دروغجن درناوی نه کوونکی شخص ضرور نه ده، چې رښتينی وي.

په حافظه کې خوندي پاتېدونکی علم موقتي وي. حافظه پخپله اوږدمهاله نه ده. تر ټولو ښه علم هغه دی، چې زړه ته کوز شي او په عمل کې ښکاره شي.

دروېشي په دې پيلېږي، چې بې ضرره شې او بشپړېږي په دې چې ګټه رسوونکی شې.

دوکه: د يوه انسان داسې کار ته راضي کول دي، چې په پايله يې هغه خبر نه وي.
ظلم: له يوه شي څخه د هغه د فطرت خلاف استفاده.
خيانت: تر شخصي ګټو ملي ګټې قربانول.
منافقت: په يوه وخت کې د مومنانو او کافرانو په منځ کې د منل کېدو خواهش.
له انجامه بې غمي: په خپلو ګناهونو وياړل.
حماقت: خپل ځان تر ټولو بهتر ګڼل.
درواغ: خپل ځان تر ټولو کم ګڼل.
ګمراهي: له «تسليم او تحقيق» دواړو سره نابلدتيا.
تضاد: د سولې په خاطر جګړه کول يا د انسانيت د خدمت په نوم انسانان له منځه وړل.

هېڅ شېبه بېرته نه راګرځي، هېڅ ورځ بېرته نه شي راتلی. نه د زوکړې ورځ راګرځي نه د وصال ورځ …. د ورځو د نمانځنې تصور …. د غور وړ دی.

خپل مزار د همدې ژوند په اوږدو کې رڼا کېږي. نېک اعمال په ژوند کې سکون او اطمینان پیدا کوي او تر مرګه وروسته د قبر څراغ جوړېږي او رڼا جوړوي. د خپلو صفاتو او د خپل کردار خوشبويي تر مرګه وروسته هم دوام کوي. په کومو زیارتونو چې خوشبويي او څراغونه وي، د هغوی ژوند به ارومرو د نېکي او خیر ژوند وو. هغه چې په مزارونو يې ګنبذې ښکاري، هغوی په خپل ژوند کې لا د حجاز د لارې خاک ګرځېدلي وي. په سترګو کې يې د مدینې خاوره او د نجف رانجې ایښي وي. په دې خلکو دې سلام وي.

د ګلاب نوم د خوشبويي په وزرو سفر کوي. ګلاب، ذات دی او خوشبويي صفت. ذات د خپلو صفاتو له مخې پېژندل کېږي.

بدمرغه انسان د خپل حال لپاره راتلونکی قربان کړی وي. احمق انسان د راتلونکي لپاره خپل حال قربان کړی وي. باهدفه انسان د خپل راتلونکي او اخرت له ساتنې سره، سره له حاله خوند اخلي. په دې دنیا کې غوره ژوند او په اخرت کې غوره پایله ـــــــ ډېر د بخت خبره ده.

بینايي چې کمزورې شي، د څېرې څراغونه تت شي.

هغه انسان د روح له کنډوالې نه شي وتلی، چې د مور او پلار ادب يې ونه کړ او له خپلو اولادونو سره يې مینه نه وه.

داسې مېلمستیا ته ورتګ څه ګټه چې په نه ورتلو دې د مېلمستیا په عمومي کیفیت هېڅ ښکاره اغېز نه وي.

د ژوند د ښه دور په اړه چې له خلکو وپوښتئ، ځواب به در کړي، چې ښه زمانه یا تېره شوې ده یا لا راغلې نه ده، حال دا چې ښه دور هغه دی، چې دا نن تېرېږي.

دوست او دشمن د انسان د خپلې خوښې او ناخوښې اظهار دی. مینه، نفرت، د انسان د خپل مزاج برخې دي. هغه انسان چې ټول سره مینه، مینه وي، په دنیا کې هېڅ د نفرت وړ انسان تر نظر نه ورځي. له مینې ډکو سترګو ته د محبوب مخ په برخه کېدل فطري دی. همدا زموږ نظر یوې منظرې ته ښکلا وربښي. همدا زموږ زړه د دلبرانو اسرار وي. زموږ خپل خوند خواړه خوندور کوي. خپل حقیقت ولټوئ، د کایناتو حقیقتونه به در باندې روښانه شي. له ځانه تېښته، له خدایه تېښته ده. ځان پېژندنه، خدای پېژندنه ده. خپله اورېدنه مو اصلاح کړئ. د یار اواز په هر حال کې شته. د نظر پېرزو کوونکی په منظرو کې نغښتی دی. موږ چې د چا لپاره یو، هماغه زموږ لپاره دی. دنیا یا آخرت، ماده یا روح، ظلمات یا نور، پرېکړه به موږ کوو. له اسمانه نور راځي. مړۍ له ځمکې پیدا کېږي. د ځمکې او اسمان ترمنځ اړیکه زموږ له برکته ده. انکار او اقرار زموږ خپل نومونه دي. لوړتیا او ژورتیا زموږ خپل مقامونه دي. موږ پخپله له ځانه ورک یو، خپل ځان ولټوئ.

عاقبت هغه وخت ته ویل کېږي، چې محسن د خپلو احساناتو حساب وغواړي.

زور، وېره زېږوي، وېره کینه زېږوي، کینه سرکښي زېږوي او سرکښي، زور له منځه وړي!!

تر څو چې ژوند وي، د نېکي او بدي وجود به هم وي. بدي له منځه وړل، ناشونی او نامناسبه دی. بدي به د نېکي له برکته اصلاح کېږي. د بدي په سیند کې ډوبېدونکي د نېکي ساحل ته راوستل اخر هم د نېکي انتهايي کار دی او دغه عمل له خواخوږۍ او مینې پرته ناشونی دی. د نېکي مزاج د مهربانه مور او پلار په څېر دی او د بدي مزاج د باغي او سرکښ اولاد په څېر!

له خپل مېړه څخه خپل غلام جوړونکې ښځه اخر د یوه غلام ښځه بلل کېږي. هوښیاره ښځه له خپل مېړه دېوتا جوړوي او پخپله دېوي بلل کېږي.

ویښوونکی غم، تر غافلوونکې خوښۍ په درجو، درجو بهتر دی.

د خپل دین له رښتینولۍ لښته مه جوړوئ. د خپل دین رښتینولي کوربه کړئ او د نورو ادیانو رښتینولي در مېلمنه کړئ. د نورو د یقین ذوق په هغوی کې هم هماغه یا هغسې کیفیت ته لاره جوړوي، چې ستاسو د یقین ذوی يې تاسو کې جوړوي. لوی دین یا ډېر رښتینی دین، د لوی سیند په څېر وي، چې ټول لښتي او ویالې له ځان سره مله کوي او له سمندر سره يې یو ځای کوي. سیندونه یو بل ته غېږه ورکوي، جګړې نه کوي.

کوم ذات چې موږ له حسن سره تړو، هماغه محبوب دی. د عاشق او معشوق اړیکې ته عشق ویل کېږي.که حسن ته د نږدېکت هیلې ته مینه وویل شي، نو د مینې انتها دا ده، چې د محبوب رضا زموږ رضا وګرځي، بلکې محب د خپل ځان صفات له منځه وړل او د محبوب په صفاتو کې ژوند کول د مینې معراج ګڼي. محب ناکراره وي، د محبوب قرب ته. د هغه د اوامرو او نواهیو فکر ورسره وي. د هغه دښمن د ځان دښمن ګڼي. د هغه په هستۍ کې د فنا کېدو احساس بقا ور ښکاري. حقیقي مینه د صفاتو په مټ ودانه وي. حقیقت له مجازه جلا دی. په مجاز کې رقیب دښمن دی، د حقیقت په سفر کې رقیب نږدې دی او همسفر دی.

که زموږ برخه ټاکل شوې وي، نو ګناه څه ده؟ که ګناه تقدیر وي، نو د ګناه به هېڅ کله سزا نه وی. یوه غله له باغه مېوه غلا کړه، ونیول شو. ویې ویل: «د الله په امر، د الله بنده، د الله له باغه مېوه ور ماته کړې.» څښتن ځواب ورکړ: «د الله په بل امر، د الله بل بنده، د لومړني کس په سر د لښتې د وهلو حق لري. چې غلا امر وي، نو د لښتې او سر ملاقات هم امر دی.»

له زمانه او مکانه بې نیازه د جهانونو د خالق تسبیح ویونکي په حقیقي معنا د الهي خلافت مستحق ګڼل کېدلی شي.

له تاریخي ودانیو او شاهي ماڼیو زر و ګاڼه غلا کوونکي نه هغسې ودانۍ جوړولی شي، نه هغسې ماڼۍ. ستوري په اسمان ښکلي ښکاري. مضمون له فقرو نه جوړېږي، فقرې له مضمونونو را ټوکېږي.

د داسې علم څه ګټه، چې صاحبِ علم ته سکون ورنه کړي او نه یې اړتیاوې پوره کړای شي. له داسې علمه د نجات دعا پکار ده.

پاچا که د دروېش قرب وغواړي، د پاچا خوش بختي ده. دروېش که د پاچا تقرب وغواړي، د دروېش بدبختي.

څوک چې د مرګ په راز پوه شو، هغه د ژوند له انقلابونو څخه نه اغېزمنېږي او څوک چې د ژوند په راز پوه شو، هغه د مرګ له ټیټ و ژورو نه ناهیلی کېږي. چا چې خپل حقیقت وپېژانده، هغه په حقیقت پوه شو.

فقیر، د الله د ذات د اثبات هڅه نه کوي. هغه پوهېږي، چې د لمر ثبوت یوازې هغه سترګه ورکولی شي، چې بینايي ولري.

زموږ ژوند د کوهي د چونګښو په څېر په ټاکلې دایره کې را څرخېږي. موږ د انسانانو له یوه ټاکلي شمېر سره اشنا یو. زموږ ژوند له ټاکلو خوځښتونو تېرېږي. زموږ علم محدود دی. موږ په کتابتون کې ټول عمر تېرولی شو، خو کتابتون نه شو لوستلی. موږ د خپل کور د ټولو افرادو په هکله هم بشپړه اګاهي نه لرو. د کلي له کورونو، د ښار له کلیو، د هېواد له ښارونو، د نړۍ له هېوادونو او د کاینات له نړیو به څنګه اګاه شو او بیا د کایناتو خالق زموږ د علم په ساحه کې نه شي راتلی. بس هغه څه دی، یوازې هغه پوهېږي. فَتَبَارکَ اللهُ اَحسنُ الخَالقِین.

تقدیر، د تدبیر ماتوونکی دی؛ مقدر هغه دی، چې حتمي به کېږي. خوش بختي هغه لاسته راوړنه ده، چې له حق نه ډېره وي؛ عبرت د بدو کړنو پایله ده او توبه مو د اعمالو له عبرته ژغوري.

خلک خو ان زموږ په خوشالیو کې نه راشریکېږي، په غم کې به څوک را شریک شي.

د مؤمن د خوشالۍ څراغ چې ګل شي، د کافر په کور کې د غوړیو څراغونه روښانه شي.

اسلام د مسلمانانو د علم نوم نه دی. د هغوی د عمل نوم دی، یانې اسلام د کولو خبره نه ده، د کولو کار دی.

په سترګو هر لیدل کېدونکی شی محسوسېدلی نه شي. هر محسوسېدونکی شی په سترګو لیدل کېدلی نه شي.

په یوه تخم کې څومره لویه ونه وي. په ونه کې څومره تخمونه وي. ګواکې په یوه تخم کې بې شمېره تخمونه وي او همدا راز په یوه ونه کې بې شمېره ونې وي. د غور خبره ده. په څاڅکي کې سمندر او په سمندر کې څاڅکي.

د کوم انسان چې په زړه کې رڼا نه وي، هغه به د څراغونو له مېلې څه ترلاسه کړي؟

موږ خپل اولادونه په ډېر څه پوهول غواړو، خو هغوی نه پوهېږي. زموږ اولاد هم موږ په ډېر څه پوهول غواړي، خو موږ نه پوهېږو.

کوم انسان چې په ژوند کې رښتینی مرشد ونه مومي، دې دروغجن مرید ته بدمرغه ونه وایو، څه ورته ووایو؟

تېره شوې زمانه د انسان په څېره ډېر څه پرېږدي. د مسافر په مخ د سفر ګردونه د هغه د سفر حال بیانوي.

پای
۱۶ سپتمبر، ۲۰۲۳

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب