سرغانه سرونه٣:
د وطن د ملي ادب، ملي ادب تاریخ او ملي فرهنګ ملي خادم، ارواښاد استاد محمدصدیق روهي:
استاد محمدصدیق روهي د زرغون خوست د هسکو غرونواودنګو چنارونوله لوړو سردرو راوټوکېد او د خپل تاریخي هیواد له ټولنیزو ارزښتونو سره د نه شلېدونکي تړااوپيوستون پربنسټ يې ددې برخي څېړنو اوسپړنوته د مېړاني ملاوتړل، د پښتو ادبیاتو تاریخ يې په خپل قلمي قوت او جذاب خوږلت د ادبي_هنري نثر په رنګارنګی کې د وطن نوو نسلوته په ښه نیت وړاندي کړ، د استاد روهي د علمي او ادبي پېرزوینو انداز مونږ دده له مغتنِمو علمي او ادبي آثارو څخه په ښه توګه درک کولای سو، د شعراو ادب په اړه د نوموړي علمي پاخه نظریات مونږته همیش د استدلال اوښه ماخذ وړدي، ادبي څېړني او شنني يې خورا مغزن علمي او ادبي مضامین وړاندي کوي او ددې برخي په اړه د نوموړي(رنګین تعبیرونه) د بیا بیا مطالعي غوراوځيرني وړتیا لري.
د استاد روهي علمي سخاوت ځان ته بېل بحث او باب دی، مونږ که د نورو زلمیو لیکوالو اوشاعرانو په اړه د استاد مهربانانه، هڅونکي اورغونکي نظرې اوتبصرې وګورو نو دا راته په څرګندډول ثابتېږي چې نوموړي څومره لوړ علمي_ادبي صلاحیت اوسخاوت درلود، په نیولي خوله يې خپل علمي مشورې نه دي بیان کړي اودرېغولي، بلکه هر چاته يې د علم اوتجربې د معنوي کان ور په پراخه ټنډه پرانیستی دی، لوی انسانان د ځان لپاره نه بلکي د نورو لپاره هدفمندژوند کوي، هره هڅه اوهرقدم يې د انسان د خیر او نېکمرغی په پار وي، د ځان د غوښتنو او لذتونو غرېزه يې رامه اوتمامه وي، تمرکز يې د نورو انسانانو د ژوند پرسمبالښت او خوځښت وي، استاد روهي هم په خپل بامرامه ژوندکې اوهم وروسته له مرګه د خپل روڼ اولارښودلوړ فکر په پرېښېدلوسره لااوس هم د علم او ادب د لارویو روحي لارښود اومعنوي استاد دی، ده علمي خاکساري درلودلي ده، اودغه خاکساری دده ژوند د معناپر نړی جاویدان کړی دی، انسان فطرتا” عجزاو فروتني خوښوي، بې ځایه وضعیت، بې مورده ځان برتریت د چانه خوښېږي، د زړونو پر جهان حکمراني په میني اولوریني شونې ده، استاد د دغي حکمرانی چل په مهارت سره خپل کړی دی، فقط مینه اولورینه يې وېشلي او بخښلې ده.
د ارواښاد استاد روهي لوړسیرت مونږته د الګواو مثال غوره ادرس دی، دی په تمامه معنا عالِم استاد دی، دده عالي کرکټر د استادانه خوی اوخصلت ښکارندويې کوي، مونږکه چېري د استاد فکري پانګه ولولو نو دا به ښه راته جوته سي چې استاد ددې وطن د ارزښتونو سره څومره زړه تړلی تړاو درلود، او د خپلو علمي تجربو په اډانه کې يې د علمي اوادبي پرمختګ څومره تنده اوتلوسه درلودلې ده، د هیواد ادب يې د نړیوال ادب سره د پرمختګ اوشعوري سیالی په لور ور بللی اوهڅولی دی، نوي جهاني تجربې يې د خپل ملي ادب د پرمختیا اوپراختیا په موخه هم په تیوریکي اوهم په عملي ډول راوړي او آزمایلي دي.
پایله اولنډيز:
د مرحوم استاد محمدصدیق روهي علمي او حکمتي ژوند د افغان وطن د ملي پوهي، ملي ادب اوملي فرهنګ د ودي او غوړېدوپه برخه کې لوی غنیمت او غوره فرصت وو، معنوي ژوند يې دوام لري او د لوړ فکر لارښودي شغلې يې زمونږ د علمي او ادبي ژوند رڼاوي اوځلاوي دي، مونږ ته د استاد د علمي_ ادبي چوپړ د درک او ارزښت سپړنه او قدرونه لازمه ده، ترڅو دده د ملي سخا د رښتینو هیلورښتینی مزل د ملي منزل تر مرامه ورسوو.
د روه له غرونو به بیا کله راځي؟
زمونږ د ادب رهنما کله راځي
چې راته وباسي بیا لار د تاریخ
ددغه چاري دانا کله راځي؟
په پېرزوینه اودرناوي.
ډېر دروند او محترم استاد محمد صدیق روهی دی خدای وبښی. دده علمی شخصیت، غوره اخلاق، او استادانه مهربانی می تل په خاطر کې ژوندی دی. په کابل پوهنتون کې د تحصیل د وخت ښه خاطرات ورنه لرم. خدای دې لوړ جنتونه ور په برخ کړی.
مننه کوم قدرمن ورور، معنوي ژوند تل بقالري، او زمونږ اوستاسود فکر مزل به تل د داسي متبحرو شخصیتونو پر معنایزجهان راچورلي.
مېړني دي چې یادېږي.