سرغانه سرونه٢:
د خواري خاوري، خوارلیکوال:
فولکلور د ملتونو د روح معنوي انځور دی، د طبیعي تاریخ مستند روایت دی، او د انساني ژوند و ژواک د اصیل خوند و رنګ اصيل ماهیت دی، د انساني ټولنو د کړکېښ بې تکلفه جریان یوازي او یوازي د فولکلور له زاویې ښه ترا درک کېدلای او شنل کېدلای سي، د دې خودجوشه انساني ژوند د ماهیت او اصلیت د طبیعي مسیر شننه او سپړنه همدغسي طبیعي او خالصانه مینه، د زړه له تله ژمنتیا، ورته پوهه او بې ریا لېوالتیا غواړي.
زموږ د ولسي روحیاتو او شفاهي ادبیاتو د غوره ځلوني او کره ثبتوني په برخه کې د ارواښاد استاد محمدګل نوري بسنټيز او معنوي کار د بیا بیا ځيرني، قدروني او ستایني وړ دی، زه فکر کوم چې د یو لیکوال لپاره د ژوند د مادي اړتیاوو د نسبتا” معمولي بسني ورهاخوا د ده د معنوي اړتیا د بسایني لپاره د خپلي خاوري او خلکو سره د ذاتي میني او محبت پاکه رشته مهمه او معتبره ده، د رښتیني لیکوال (معنوي معاش)، یاده مینه ده اوبس.
د استاد نوري د سوچه او سنجیده طبیعي کار حوزه او انګېزه هم همدا مینه تشکیلوي، د ده د (ملي هنداري) مغتنِم اثر زموږ د دې یادوني غوره ثبوت دی، ارواښاد نوري یاد اثر د دغه عشق په ناپایه اغېز کې څېړلی او چمتو کړی دی، دا اثر د ولس پېژندني په برخه کې نه تکرارېدونکی او بې جوړې دی، په دې کتاب کې د یو لوی قوم د ژوند هراړخیز روح خوندي دی، د یاد کتاب موخه او منځپانګه ځان ته بحث او باب دی.
موږ غواړو چې د ولسي ادب د ويښ پاسبان او نومیال لیکوال د يادونو پر ګردجن یادګار یو نوی قدم واخلو، د استاد پر ستړي اونتلي ژوند اوڅارو لیکوالو شنني او سپړني مخکي هم کړي دي، چې د قدر اودرناوي وړ دي، زه دلته د پښتو ددې لنډی پرمصداق چې (موږ بې وفا نه یو چې تابه هیرونه)، یوځل بیا هم هڅه کوم چې د هیواد د (تللو سرغانه وو) د یادونو پر انځور پریوتي ګردونه یو وار بیا وڅنډم، ګوندي د دوی د آرماني روح د خوښی یو نیمګړې هڅه ترسره سي.
د شلمي مېلادي پېړی په لړکې زمونږ د وطن په تاریخي، سیاسي، ادبي، مطبوعاتي او فرهنګي حوزوکې له ښه مرغه موږ ډېر د خیال او کمال منور، لوی خلک لرلي دي.
یو له دغو ویاړمنو خلکوڅخه استاد نوري دی چې خپل پٌرباره او ناقراره ژوند يې د هیواد د فولکلور د راټولوني، ځلوني او ثبتوني لپاره وقف کړی وو، د استاد د ښه (ملي نیت) ښکاره بېلګي دده د تحقیقي پلټونو او ګروېږنو څخه څرګندي او جوتي دي، چې بیا ویلو او یادولوته اړتیانه لري.
د استاد سره د ټولنیز ناغېړه چلند تنقیدي لیکني هم خورا زیاتي سوي اوشنل سوي دي چې دلته يې بیا تکرار مناسب نه ګڼم، زه غواړم چې د استاد د کړي کار او دده سره د ټولني پرچلنداو غبرګون له یوبل اړخه څه شننه او ارزونه وکړم، لیکوال په خپل درون کې د فکرونو، تورو او لفظونو یو بېل جهان او یو لوی کان لري، دی په یوه عجیب ناچار حالت او یو ښورانده روحي کشمکش کې را ایساردی، اوس څه وکړي؟ د فکرونو او کلیماتو باران ته د خپل شعور اوتحت شعور خاورینه کوډله همداسي بې سراوسامانه پرېږدي چې ویې شړوي او ویې نړوي! او که ددې طوفان مخه د تحقیق اوتخلیق په ظروفوکې د بهر دنیاته ورسیخه کړي؟
بله تشبه: د لیکوال دروني فکري او شعوري زېرمه لکه د غنمو په کندوکې د کلو پاته ذخیره غنم همداسي د خاموشی (وَینه) بې ګټي اوبې وټي وچوڼوي او وپوڼوي او همهلته يې په خِفاکې مغز پوچ او پوپناسي، او که د انساني فکري اوذوقي تغذیې په پار یاده زېرمه را بهر کړي تر څو د ټولني نور فکرونه هم له دې خزانې څخه خپل د اخذ په اساس ګټنه وکړي.
د لیکوال د قلمي تولیدسرچينې څه دي اوهغه(پټ غلی احساس) کوم څه دی چې د ده د فکري تراوش لامل کېږي؟ که چېري دی د ټولني د ساړه چلند په تناسب قلم وخوځوي نوبیا خو ډېرڅه نه سي لیکلای او ویلای، نوڅه چاره وکړي؟ شور که سکوت؟؟؟
که مونږ د مرحوم استاد نوري سره د زمانې کړی چلند په نظر کې ونیسو نو یو عالَم پوښتني مخي ته راځي، دده ترسره کړی زیار او پر وړاندي يې د ټولني احساس، اِدراک او هرکلی؟ آن د پرتلې او محاسبې وړنه دي، ولي بیا هم لیکوال بوخت دی او د فکر له دنیا څخه معنایزګوهرونه خپلي همدا ټولني ته را بهر کوي.
د پښتو ادب د لوی لیکوال ښاغلي استاد رفیع په وینا استاد نوري له مادي لحاظه ډېر د خواری، تنګلاسی اوغریبی ژوند تېرکړی دی، آن د ژوند په وروستیوکلونوکې چې د ده د تقاعداو استراحت پړاو وو ده بیاهم د ناچاری له وجهي د خټو او روزانو سړې او ستړي ګاللي دي، اما د همدې ولس د اصلي هویت د ځلولو او خوندي کولو سره يې د عشق اومحبت بې کچي مینه او یارانه د مرګ تر وخته پاللي اولرلې ده.
نو اوس بیرته سړی دي ټکي ته ورګرځي چې د ټولني د لیکوال اوهنرپنځوال د ناپایه محبت اورغبت سرچینه د ده خپل په دروني دنیا کې ده او بس، بهرني عوامل به بې اغېزي نه وي خو دده خپل جهان او ددې جهان داخلي عناصررغنده اوټاکونکی رول لوبوي، او دی چې کله هم د خپلي ټولني د ټولنیز ژوند د ښه کېدو په نیامت کومه هڅه ترسره کوي نو له دغه معنوي خوند څخه د (خپل معنوي معاش)، ونډه ترلاسه کوي، او د (هغې وجداني دنیا) اِقناع ورته له هرڅه غوره او معتبره ده.
پایله اولنډون:
مرحوم استاد محمدګل نوري زموږ د هیواد د ولسي ادب د ترتیب او انسجام، فکري معمار دی، د ولس د روح په هنداره کې يې دوی د خپل ټولنیز انځور لیدلو او کتلو ته بیا ځيرکړي او ودرولي دي، پښتون ولس چې هرکله د خپل طبیعي تاریخي تشخص له درک او پېژند څخه ورک سو نو (ملي هنداره)، د دې ادرس د موندلو ښه وسیله کېدلای سي، د فولکلور په برخه کې به د نوي زمانې د غوښتنو سره همغالي ګامونه ډېر اوچت سوی وي اوښه کاربه هم ترسره سوی وي، خو د ارواښاد نوري کار ځانته ارزښت او ابدي پایښت لري.
زمونږ د ټولنیز ځان پېژند د دې دقیق استاد او اوڅار لارښود سپېڅلې او داغلې روح دي ښاد او آرام وي.
په پېرزوینه اودرناوي.