Home+اروپايي هیوادونه څومره فزیوتراپیستان لري؟

اروپايي هیوادونه څومره فزیوتراپیستان لري؟

تاند- د اروپا د احصایې د ادارې یا یورسټېټ د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ م کال د اروپايي اتحادیې په ټولو غړیو هیوادونو کې ټولټال ۶۱۱ زره فزیوتراپیستان په کار بوخت وو چې په متوسط ډول هرو زرو کسانو ته ۱۳۶،۷ فزیوتراپیستان رسیدل.

د اروپايي اتحادیې په ټولو غړیو کې د نفوس پر اساس د فزیوتراپیستانو وېش برابر نه دی، ځینې اروپايي هیوادونه ډیر فزیوتراپیستان لري خو ځینې لږ.

مثلاً په جرمني کې د هرو زرو کسانو په سر ۲۳۴،۴ فزیوتراپیستان رسیږي خو په رومانیا کې ۱۲،۷.

دا احصاییه، چې یورونیوز د اګست په ۲۳ مه خپره کړه، د ۲۰۲۱ م کال ده او غالباً ډیر تغییر پکې نه دی راغلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...