شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا: افغانستان کې داعشیان زیات شوي، سیمې ته ګواښ دي

امنیت شورا: افغانستان کې داعشیان زیات شوي، سیمې ته ګواښ دي

تاند: (شنبه، د وږي ۴ مه )  د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې ورځې له غونډې وروسته، چې په افغانستان کې یې د داعش ډلې د حضور په اړه بللې وه، په دغه هېواد کې د یادې ډلې د جنګیالیو د شمېر زیاتیدو خبر ورکړی.

د امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي، چې زیات شوي داعشیان د ټولې سیمې لپاره په ګواښ بدل شوي.

سرچینې نه دي ویلي، چې په مشخص ‌ډول د داعش د ادعا شویو دغو جنګیالیو شمېر څومره دی.

د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت، تېره اونۍ په یوه خبري غونډه کې ادعا وکړه، چې یو شمېر استخباراتي سازمانونه د داعش تر چتر لاندې په افغانستان کې د نا امنۍ او شخړو بریدونه سمبالوي.

طالب چارواکي د داعش د ځپلو ادعا لري، خو دغې ډلې څو ورځې د مخه د کابل ښار په دارلامان سیمه کې پر یوه ولسي زرنج موټر سایکل د چاودنې او د ۲ تنو د وژل کیدو مسوولیت پر غاړه واخیست.

په وروستیو کې د داعش ‌ډلې له ادرسه، د پاکستان تر واک لاندې خیبر پښتونخوا کې هم د ځینو پېښو مسوولیت منل کیږي.

5 COMMENTS

  1. زیات شوی په دېدې چی په خپله د امنیت شورا او امریکایې تقویه کوی هم سلاح ورکوېې او هم دالر له دی نه دوه ګټې اخلی اول داسلامی مملکتونو نارامی امریکا تل وایې چی اسلام زمونږ دشمن ده دوم دمنځنی اسیا امنیت خرابول اوس د داعش ختمل صرف د روس کامیابی په اوکراین ده تر هغو پوری چی امریکا په خوله یوه څاپیړه ونخوری د داعش ختمول زر نکیژی

  2. داعش همدې غربیانو (انګلسو ساکسونیانو) جوړ کړ او عراق، فلسطنی، سوریه…. افغانستان یی ورباندی دربدره کړل. داعش د طالب سکنی ورور دی د اسلام مبارک او سپيڅلی دین یی وربانندی ښه بدنام کړ. دومره بیګنا قتلونه چی طالب – داعش وکړل او دو مره وینی چی دوی وبهولی چنیګز، صفویان او اسراییل هم ورته حیران دی .

  3. تاسی دتاند ویب سایټ مسولین چي افغانان یاست اوداسی خبرو ته هوا هم ورکوی من حیث یوافغان د امنیت شورا نه داغوښتنه وکړی چی دیوی نقطی ادرس مونږ ته راکړی چه هلته یودوه دری داعش موجودوی تاسی دغربی رسنیو ولی ځان کم احساسوی رسنیز یی کړی اوکه تاسی په دی خیل مسولیت پوره کوی چی د غربی رسنیو یو څو عکسونه راکاپی اودامنیت شورا خبره ترجمه او غریبو هیوادوالو ته راوړاندی کړی په دی ستاسو نه دنیوی اونه اخروی مسولیت نه پوره کیږی ما دغریب کلیمه کارولی په دی وخت بله کلیمه راته یاده نه شوه الله دی غریب نکړی ځکه غریب هغ څوک دی چی ایمان نه لری افغانان ټول دداسی قوی ایمان خاوندان دی چی ددغه ایمان په برکت الله تعالی ج داخاوره د امپراتوریو هدیره ګدرځولی ده ۰والسلام

  4. زما په نظر اوس د ملګری ملتونه او همدارنګه امنیت شورا ، حقوق بشر د ماشومانو د خوندیتوب سازمان او ښځو د مدافعینو سازمانونه ټول خپل حیثیت له لاسه ورکړی ځکه یاد سازمانونه د پیسو د لاسته راوړلو لپاره نشرات کوی ځکه دا ټول سازمانونو او حقوق بشر مدافعینو ته همدا غربی نړی په سر کې امریکا معاش ورکوي، کچیری ! دوی خپلواکه وي نو لومړی دي راشي افغانستان ته د پاکستان او غربی نړی له لوری په ۴۵ کالو کې جنګی جرایم وڅیړی چې نړیوال په خپل اشر سره پدې ۴۵ کالو څومره انسان او ماشومان وژلی بیا د زموږ حساب او کتاب له پاکستان سره وکړی چې پدې ۴۵ کاله کې پاکستان څومره ګلان موږ ته کرلی مګر خپل کرل شوی فصل به په خپله ریبی ځکه متل ده چې وايي ( چې څه کری هغه به ریبی) او بل شعر ده چې وایی (کوهې مکنه ده بل سړی په لار کې — چیرې ستا به د کوهې په غاړه لار شي) همدارنګه یو متل ده او حدیث هم ده چې (مؤمن مسلمان هغه څوک ده چې څه د ځان لپاره خوښوی هغه د بل مؤمن مسلمان لپاره هم خوښوی او څه چې د ځان لپاره نه خوښوی هغه د بل مؤمن مسلمان لپاره هم نه خوښوی)
    مګر را به شو وبه ګورو چې همدا متل دي د پاکستان مخکي کیږدی چې دوي د ځان لپاره څه خوښوی او موږ لپاره یی پدې ۴۵ کاله کې څه خوښ کړی خو دا شکر ده چې الله لرو او د حساب او کتاب ورځ شته هلته څوک نشی ویلی چې دا دروغ دي ځکه هلته په هر انسان باندې خپله لاس، پښه شاهدي وایی حاجت دریمګړی ته نشته بیا هلته امریکايي او برتانوی مشر یی هم نشي خلاصوی ځکه فیصله رب العلمین کوی او هغه صمد ذات ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب