جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهمجاهد: د رسنیو نوی قانون د منظورۍ لپاره زموږ مشرتابه ته استول...

مجاهد: د رسنیو نوی قانون د منظورۍ لپاره زموږ مشرتابه ته استول شوی

تاند: (شنبه، د وږي ۴ مه ) پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو د رژیم له وروستیو فشارونو سره هم مهاله، د دغه رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د رسنیو لپاره یې نوی قانون جوړ کړی او زر به یې د مشرتابه له منظورۍ وروسته نافذ شي.

هغه زیاته کړې، چې دغه قانون تر اویا سلنې پورې د افغانستان د رسنیو له مخکیني قانون څخه جوړ دی او تر دېرش سلنې بدلونونه پکې راوړل شوي.

طالب ویاند په دغه قانون کې رسنیو ته د ازادیو او وجایبو د ورکړې ویلي، خو جزییات یې نه دي روښانه کړي.

په وروستیو دوو اونیو کې د طالبانو له لوري د شاوخوا لسو خبریالانو د نیول کیدو خبرونه ورکړل شوي.

طالبان بیا- بیا له رسنیو او خبریالانو سره په ناوړه چلند تورن شوي، خو دوی خپل چلند غوره بللی او رسنۍ او خبریالان یې له اصولو په سرغړاوي تورن کړي.

3 COMMENTS

  1. امید لرو چی په نوی قانون کښی دا هم وی چی ملا باید خپل جړی ، سکرتر، باډی ګارد سره لواطت ونکړی لکه د بریښنا ریس لوطی له خپل ځان نه لوی سره لواطت وکړ

  2. د ورور پسرلی خان د تبصری په بنیاد داسی پوچ خولی خبریالان چی لږ تر لږه دافغانانو او امارت خو پریږده دخپل ځان او خپلی رسنی عفت نشی ساتلای شاید په یو غربی هیواد کی هم ده ته دخبریالی اجازه ورنکړی نوپه یوه اسلامی ټولنه کی خوداسی اشخاصو ته درسنی ددفتر مخی ته دتیریدلو اجازه هم ورنکړی ولو که د خپګان نه یی زړه هم چوی رسنی دی ته نه وایی چه هرخو ک څه۰۰۰۰۰۰خوری دوی به یی نشروی اسلامی رسنی هم نړیوالو او هم خيل خدای ته ډیر غټ مسولیت لری۰

    • حقیقت چی ویل کیژی بیا هغه پوچ خولی سی تاسو اول ځان پوه کړی چی دا په نوم امارت چا راوستی او څوک یې کنترولوی ایا تاسو څنګه ځان ته مسلمان وایې چی د یو نالیدل شوې کس چی معلوم نده څوک ده مسلمان ده کافر ده انسان ده او که نده بیا دا نیوکی وکړی د افغانستان یو اسلامی جمهوری مملکت ده او باید د اسلامی قانون تر لاندی هر ځه مخ ته لاړ شی زه نور زیات نه غژیږم په ساده او کلی والی ږبه در ته وایم که دا کوم سپینژریې یا مریض سړې روژه خوړلی واې یا کوم هلک ګیره خریلې وایې اوس به په دار زوړند وه خو د بریښنا ریس له ځان نه لوی سره لواطت وکړ هیڅ خبره هم نه ده په لوطی باندې خدای لعنت ویلی چی ډیر مهربان ذات دی نور خپله پوه شې ضرورت لیکلو ته نشته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب