پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+ښځه د عزت خاونده او د زانګو ستره استاده ده| فريده حفیظ

ښځه د عزت خاونده او د زانګو ستره استاده ده| فريده حفیظ

الله تعالیٰ ښځه د انسانیت د سلسلې د قایم کولو لپاره پیدا کړې ده. ښځه د راحت، سکون، آرام، مینه، وفا دارۍ تر ټولو ښکلې سرچینه ده.

چارلس ډاکتر وایي: چې په کائناتو کې تر ښځې بل خوږ ، نازک شی بل نشته او تر ټولو خوږه مینه د ښځې مینه وي.

د نادر شاه وینا ده: ماته په ښځه او ګل کې توپیر نه لیدل کېږي.

رایمس نیس وایي: ښځه د سمندر په شان ده ، چې د ډیر کوچنۍ فشار پر وړاندې طاقت نشي کولاې اما ډیر درانده بارونه پر اوږو وړي.

که د نړۍ تاریخ ته وګورو ښځه همیشه د خلکو تر بدو الفاظو لاندې راغلې!

تر اسلام مبارک دین مخکې د ښځو حالات 

یونان يو پرمختللې هیواد وه ، اما د ښځو حیثیت پکې هیڅ وه .په یونان کې به ښځې د څارویو او نورو ملکیتونو په څیر پلورل کېدلې.

د یونانیانو یو استازې وایي: مونږ لوڅې ښځې د خوند او صادقې او مهربانه ښځې د جسم د نورو غوښتنو د تامین لپاره غوره کوو.

په روم کې د ښځو ارزښت

رومیانو ښځو ته د څارویو په شکل کتل دلته د لوړ کچ یوې غونډې فیصله وکړه چې ښځه یو ناولې حیوان دي چې نه کرامت لري او نه عزت او نه درنښت د هغوي سپک ساتل پکار دي او خدمت لپاره یې استعمالوئ.

په هند کې د ښځو حالت !

په هند کې هم د ښځو هماغه حالت وه کوم چې په روم او یونان کې وه؛ دلته به ښځو کله د سړیو او سړیو به دښځو عبادت کاوه. د عبادت خانو نه یې فاحشه خانې جوړې کړې وی.

همداسې په هر هیواد کې د ښځو ارزښت هر نارینه تر پښو لاندې کړ، مګر داسلام په راتګ سره ښځو لپاره حقوق وټاکل شول.

د اسلام په مقدس دین کې د ښڅو مقام 

اسلام ښځو ته د نارینو چې ډیر عزت او حقوق ورکړ . که نظر واچوو د رسول (ص) سیرت ته نو وه به ګورو چې هغه د ښځو دوست پر هغوي مهربانه او د هغوي د حقونو ستر ساتونکې وه.

اسلام ښځې ته سیاسې ، اجتماعې ، او اقتصادې ټول حقوق ورکړل ښځه په خپل مال کې د تصرف پوره واکمنه ده . الله ج د ښځو پیدایښت په انسانانو باندې يو لوي انعام او د خپل د قدرت یوه معجزه ګڼلې ده.

حدیث: د الله ج نیکان بنده ګان هغه دي چې وایي : ای زموږ ربه موږ ته پخپلو ښځو او زامنو باندې د سترګو یخوالې وښیه.

د اسلام له اړخه د ښځو اقتصادي حقوق!

اسلام چې څومره حقوق نارینه وو ته ورکړې ښځو ته یې هم ورکړې . په کوم ځاې کې چې نارینوو ته د کار اجازه ورکړل شوې ښځو ته هم ورکړل شویو ده یوه دروازه یې هم پر مخ نده تړل شوې . دژوند په یو باب کې هم دا نشته چې چیرته دې نارینوو ته د کار ، تجارت اجازه وي او ښځو ته نه وي . ښځه پخپل ټول مال کې د لاوهنې تصرف پوره حق لرې هغه سوداګري کولاې شي ، له بخښنې ، اجارې او صدقې هیڅوک ایسارولي نشي . نه خاوند د هغې واکدار دي او نه پلار . او نور که چیرې د هغه تصرفات شرعي بیه ولري او که چیرته تصرفات شرعي بیه ونلري نو بیا خو د نارینو مخه هم نیول کېږي ؛ ددې ډیرې بیلګې داسلام په تاریخ کې شته دي چې په صدر د اسلام کې په ښځو سوداګري کوله. په اسلام کې تصور داسې دي چې هر چاته دې د هغه د زحمت په اندازه برخه ورکول کېږي .حدیث شریف کې راغلي چې الله تعالیٰ فرمایلي : سړیو ته برخه ده له خپلې ګټې څخه او ښځو ته ګټه ده د خپلې ګټې څخه.

په اسلام کې د ښځو سیاسي حقوق 

اسلام ښځو ته د رایی ، دد انتخابیدلو او انتخابولو پوره حق ورکړې . ځینې معاصر پخواني علما وایي چې ښځه ټول سیاسي حقوق اسلام نه د دولت له ریاست څخه منعه کړې ده او نه په حکومت کې له کار کولو څخه منعه کړې ده . سید ابوالا علی مودودی (ح) وایي سیاسي حقوق د هر عاقل ، بالغ سړی او ښځی حق دي.

په اسلام کې د ښځو د زده کړې حق

اسلام تعلیم ته تر هر څه ډیر ارزښت ورکړي ځکه یې پر ښځې او نارینه فرض کړې ، ځکه چې تعلیم د دین او دنیا ذریعه ده.

اسلام وګړي د تیارو او ناپوهۍ څخه د علم او روښنایي معرفت ته را وبالل . ړومبنیو او وروستیو علماوو لیک او لوست ته ځانګړې ارزښت ورکړې . کله چې الله ج خپل محبوب په رسالت مبعوث کړ نو تر هر څه لومړې یې ورته په لوستلو امر وکړ ؛ او د قلم لويي او عظمت یې ورته څرګند کړ.

په اسلام کې د ښځو د کار کولو حقوق

په عمومي ډول ښځو ته په اسلام کې کار کول روا دي ، آن په ځینو وختونو کې ورته مستحب او فرض هم دی لکه کونډه یا طلاق شوې ښځه چې د کار کولو انرژي هم لري ، اولاد هم لري او د ګټې کومه بله مرجع ونلري او کار ته هم محتاجه وي خویندې ، ورونه هم ورته پاتې وي يا یې پلار سپین ږیرې وي یا یې خاوند بې وسې وي نو پدې ټولو صورتونو کې پر ښځه لازم دي چې د کورنۍ بار پر اوږو اوچت کړي او کار وکړي لکه د حضرت ابو بکر صدیق (رض) لور ، حضرت اسماء به له خپل خاوند سره هر ډول مرسته کوله آس به یې ورته ساتلو کله به یې هم بار په سر ورته وړلو.

موږ ټول مسلمانان یو او ښځو ته په ټولنه کې ضرورت لرو هغه څه چې الله ج خپل بنده ګانو ته حلال کړې نه باید موږ هغه پر خلکو حرام وګرځوو .تعلیم ، کار کول ، د ښځو لپاره زموږ د کور لپاره د هیواد لپاره یو ضرورت دی چې دا ضرورت باید موږ خپله پوره کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب