پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهعبدالهیان، د تسنیم خبریال به ژر د ایران سفارت ته وسپارل شي

عبدالهیان، د تسنیم خبریال به ژر د ایران سفارت ته وسپارل شي

تاند(شنبه، د سنبلې۴مه) د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان تېره شپه ناوخته پر خپله ایکس پاڼه (ټویټر) ولیکل چې په څو ساعتونو کې به د تسنیم خبري اژانس عکاس په کابل کې د ایران سفارت ته وسپارل شي.

ښاغلي عبدالهیان ویلي چې د تسنیم خبري اژانس د خبریال محمدحسین ولایبتي د خوشي کېدو لپاره کوټلي دیپلوماتیکې او قونسلي هلې ځلې روانې دي او دی هیله لري چې نوموړی په څو ساعتونو کې په کابل کې د ایران سفارت ته وسپارل شي.

د تسنیم خبري اژانس عکاس محمدحسین ولایتي د تېرې شنبې په ورځ طالبانو ونیوه.

طالبانو د نوموړي د نیونې د دلیل په اړه څه نه دي ویلي.

تسنیم خبري اژانس چې د ایران سپاه پاسدران ته نژدې دی، تقریباً تل د افغانستان د پخواني حکومت، په تېره بیا د اشرف غني سخت مخالفت کړی او د طالبانو په ملاتړ کې یې خبرونه خپاره کړي دي.

د دغه خبري اژانس د عکاس په نیونه کې دا احتمال له پامه نه شی غورځېدای چې ممکن هغه عناصر پکې لاس ولري چې د ایران او طالبانو د اړیکو خرابول غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...