شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ناچاوده توکیو د چاودنو زیاتوالی؛ ۸ میاشتو کې یې ۲۱۸ افغان...

د ناچاوده توکیو د چاودنو زیاتوالی؛ ۸ میاشتو کې یې ۲۱۸ افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند: (جمعه، د وږي ۳ مه )   د ماین پاکولو لپاره د طالبانو د رژیم چارواکي وایي، چې سږ کال په افغانستان کې د ناچاودو ماینونو او چاودېدونکو توکو په چاودنو کې اوښتې مرګ‌ژوبله د تېر کال په پرتله زیاته شوې ده.

په دې اړه د طالبانو د رژیم یوه مقام نور الدین رستم خېل ویلي، چې په تېرو ۸ میاشتو کې د دغو ماینونو د چاودنو له کبله ۲۱۳ افغان ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

 د رستم خېل په وینا، د سږ زېږدیز کال له پیل راهیسې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۱۶۹ ماینونه چاودېدلي چې له کبله یې ۳۲۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

 د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف تازه ویلي چې افغانستان په نړۍ کې له جګړو د را پاتې ناچاودو ماینونو څخه د ډکو هېوادونو له ډلې یو دی او د دغو چاودنو ۸۵ سلنه قربانیان ماشومان دي.

طالب چارواکو د دغو پېښو اصلي دلیل نه دی ښودلی، خو یو شمېر خلک اقتصادي ناورین د ناچاوده توکیو را ټولولو ته د ماشومانو د مجبوریدو اصلي لامل یادوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب