شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا نن په افغانستان او نړۍ کې د داعش پر خطرونو...

امنیت شورا نن په افغانستان او نړۍ کې د داعش پر خطرونو غونډه لري

تاند: (جمعه، د وږي ۳ مه )  ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن په افغانستان او نړۍ کې د داعش ډلې د ګواښونو په اړه ځانګړې غونډه وکړي.

په دې غونډه کې د یادې ډلې د ګواښونو د مقابلې پر لارو چارو هم خبرې کیږي.

په وروستیو کې، په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو د زیاتیدو خبرې کیږي، خو په کابل کې د طالبانو واکمن رژيم دغه خبرونه او اندېښنې بې اساسه بولي.

داعش ډلې په کابل کې د تېرې دوشنبې ورځې د یوې چاودنې مسوولیت، چې پر زرنج موټر سایکل ترسره شو، پر غاړه اخیستی.

په دغه برید کې د دوو ملکیانو د وژل کیدو او یوه بل د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی.

د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت تېره اونۍ له زیاتو جزییاتو پرته ادعا وکړه، چې یو شمېر استخباراتي سازمانونه په افغانستان کې د داعش په نوم د ترسره کیدونکو پېښواو نا امنیو تر شا لاس لري.

4 COMMENTS

  1. دا هڅی په نوم ملل متحد ده مګر ټړل واک او اختیاری د سی ای ایې په لاس کښی ده ټوله دنیا پوهیږی چی داعش د امریکا پروژه ده او د امریکا له لوری له نظامی او اقتصادی لخاظه تحملیږی نو ضرورت داسی جلسو او بحثونو ته څه ده

  2. هغه چه دي او نه دي د غرب ګډ روزل شوي متعصبین له طالب نه تر داعش او القاعده او نور یې د لاندې څېړنی یا تحقیقي لیک پر بڼسټ د غرب په لاس او د پیسو په زور روځل شوي غلامان دي. دوی ټوله آسیا په خطر کې اچولی او د غرب هیله هدا وه، ده او وي به!
    https://www.tagesanzeiger.ch/wie-der-westen-den-islamismus-vorantrieb-219516967749

  3. خدای دی روس او چین ته توفیق ورکړی چی موږ افغانان او ټوله آسیا له لوی شیطان انګریز – امریکا و ژغوری او بیا دی خدای موږ ته توفیق راکړی چی له روس او چین او پنجاب ځان وساتو. خدای دی فلسطین هم آزاد کړی.

  4. زما په نظر کچیرې د امریکا، برتانیه او فرانسه جرمنی اقتصاد خرابیږی بیا به ووینې چې پدې سازمان او نورو سازمانونه چې یاد هیوادونه یی معاش او مصارف په غاړه لري له ملاتړ لاس واخلی نو له همدې وجهي یاد سازمانونه یا شوراګاني د امریکا او برتانیی د ګډو ګټو لپاره کار کوی ترڅو د دوی معاش جریان پیدا کړی او ورباندې بند نشي ځکه دا ټول خبر دي د معاش لپاره کوي.
    ټول هیوادوال خبردي چې داعش د برتانیی په سیاسی ملاتړ او د امریکا په مالی ملاتړ مخي ته ځي چې نظامی چاري او تنظیم کوونکی یی په آسیا کې په ځانګړی ډول د افغانستان اوسیمه لپاره پاکستان یا پنجاب ده.
    کچيري امنیت شورا رښتیا د داعش او نورو جنګي ډلو په خطر باندې اندښمن وي نو پاکستان ته د اخطاریه ورکړي بیا به وګوری چې په آسیا یا سیمه ایزو هیوادونو لپاره په هیڅ ډله سر پورته نکړی نو لدې معلومیږی چې هرڅه امریکا برتانیه او پاکستان کوي ځکه دوي د روسیی او ایران او چین د ګواښولو لپاره کوی ځکه اوس وخت کې د چین، ایران، روسیی اقتصادی یاري ګړندي ده ځکه بریکس سازمان جوړ کړی چې G7 او G20 لپاره د خطر زنګ ده نو دوی کوښښ کوی چې پاکستان په وسیله هند هم وویروی. له روسیی لاره بیله کړی او همدارنګه ایران هم بیروی ترڅو له روسیی او چین سره نظامی همکاری ونکړی ځکه ایران د اکراین خلاف روسیی ته ډرون الوتکي جوړوی نو اوس د امریکا د چین د اقتصادی پرمختګ د مخي ډب کولو پخاطر د ټایوان موضوع راپورته کړی نو زما په نظر اوس په ملګری ملتونه او یاد سازمانونه له مینځه ځی ځکه د نوري نړی لپاره همدوی ستونزی جوړی کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب