شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهنړیوال سور صلیب: اقتصادي بندیزونه د افغانستان بشري ناورین نور هم شدیدوي

نړیوال سور صلیب: اقتصادي بندیزونه د افغانستان بشري ناورین نور هم شدیدوي

تاند: (جمعه، د وږي ۳ مه )  د سره صلیب نړیوالې کمېټې په یوه تازه راپور کې پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو د بدو پایلو خبرداری ورکړی.

دغې ادارې ویلي، چې سمدستي ۵۵ سلنه افغانان بشري مرستو ته اړ دي، چې د اقتصادي بندیزونو دوام یې شمېر زیاتولی شي.

سرچینې په مشخص ډول نه دي ویلي، چې هدف یې له اقتصادي بندیزونو کوم بندیزونه دي.

دم ګړۍ، د طالبانو رژیم د نړیوالو لخوا په رسمیت نه پېژندل کیږي، چې له امله یې افغانستان سره رسمي تعاملات او اقتصادي همکارۍ هم خورا کمې شوې دي.

د دې  ترڅنګ، امریکا متحده ایالاتو د افغانستان بانک نږدې ۱۰ میلیارده ډالره بانکي زېرمه کنګل کړې، چې د طالبانو رژیم یې د اقتصادي وضعیت د خرابیدو یو اصلي دلیل بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب