شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهایران وايي، دوی ته دې هره میاشت د هلمند د اوبو د...

ایران وايي، دوی ته دې هره میاشت د هلمند د اوبو د اندازه کولو اجازه ورکړل شي

تاند(جمعه، د سنبلې ۳ مه) د ایران د بهرنیو چارووزارت ویاند وايي، هیواد یې غواړي چې هره میاشت د هلمند سین د اوبو اندازه وګوري.

ناصر کنعاني پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، که په منظم ډول د دوی تخنیکي پلاوی د اوبو اندازه له نژدې وویني ورته څرګنده به شي چې دقیقاً اوبه څومره دي او وچکالۍ څومره اغېز کړی دی.

په وروستیو ورځو کې د ایران یوه تخنیکي ټیم د اروزګان ولایت په دهراوت ولسوالۍ کې د هلمند په یوه سرچینه کې د اوبو اندازه وکتله، وروسته یې وویل چې وچکالۍ د اوبو سطحه ټیټه کړې ده.

په دهراود کې د هلمند سین د اوبو سرچینې ته د ایراني پلاوي له سفره وروسته په افغانستان کې د ایران سرپرست سفیر وویل، د اوبو د کچې د اندازه کولو د اجازې ورکړه، د افغانستان او ایران ترمنځ د ښه ګاونډیتوب او تعامل لپاره مثبته نښه ده.

خو کاظمي قمي هر وخت او په منظم ډول د هلمند په سیند کې د اوبو د کچې په معلومونې او ترڅنګ یې ایران ته د هوکړې پر بنسټ، د اوبو په پرېښودو ټینګار وکړ.

له ۱۳۵۱ لمریز کال وروسته چې افغانستان او ایران د هلمند سیند د اوبو په اړه تړون لاسلیک کړی، دا لومړی ځل و چې یوه ایراني پلاوي ته د طالبانو د حکومت له‌خوا د دې ډول څارنې اجازه ورکړل شوه.

افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند د اوبو تړون لاسلیک کړی چې پر بنسټ یې، هر کال د هلمند له سینده ۸۲۰ میلیون متر معکب اوبه ایران ته ورکول کېږي، خو په وروستیو کې د ایران د ولسمشر په ګډون د دغه هېواد چارواکو نیوکه وکړه چې دوی ته هغه اندازه اوبه نه پرېښودل کېږي چې د ۱۳۵۱ په تړون کې له ایران سره منل شوي دی.

دا په داسې حال کې ده چې په تړون کې ویل شوي چې ۸۲۰ میلیون مترمکعب اوبه په هغه صورت کې د اوبو نورمال کال وي او وچکالي نه وي، ایران ته ورکول کېږي.

2 COMMENTS

  1. ایران اوس افغانستان بی صاحبه لیدلی او دغلامانو تر ولکی لاندی ده انشاالله چی ډیر زر به د اصیلو افغانانو لاس بر شې بیا به ایران دا خبره هیڅ کله ونکړی

  2. ايران د کوم ضرورت پر اساس مخکې د اوبو سرچينې کتلى وى، او يا يي شکايت کړى وى، ځکه مخکې د تڼي په *اصطلاح*د افغانستان واک د اصيلو افغانانو په اختيار کې وه،، نو ټولې اوبه ور خلاصې وې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب